نظــر

په ۲۰۱۲ کال کې جهادي لاسته راوړنو ته ځغلنده کتنه / ۲ مه برخه / نشراتي

فرهنګي او نشراتي ډګر

۲۰۱۲ کال داسلامي امارت لپاره په مطبوعاتي او اعلامي برخه کې هم یو له بریاوو ډک کال وو ، ددې کال په ترڅ کې داسلامي امارت  فرهنګي کمیسیون خپله هغه شپیته فقره ایزه کلنۍ پرمختیایي کړنلاره په بریا سره تطبیق کړه ، چې د ۲۰۱۲ کال لپاره یې ټاکلې وه ، په عادي فعالیتونو سربیره ددې انکشافي فعالیت ترسره کول بې له شکه یوه څرګنده بریا او نغده لاسته راوړنه بلل کیدای شي .

داسلامي امارت  داعلامي تمثیل ( ویاندۍ ) ، انټرنیټ ، چاپي مطبوعاتو، اژانس ، ویډیو، آنلاین راډیو ، تالیف او ترجمې  ، تاریخ لیکنې ، تیلفوني پیغامونو ، توزیع او دچارو دمدیریت  په شمول په ټولو برخو کې دفرهنګي کمیسیون کارونه ، په پوره نظم او نسق او بې له کوم څرګند بن بست څخه روان وو .

په دې ټولو برخو کې که څه هم مشکلات  او موانع ډیر وو ، خو دفرهنګي مجاهدینو اخلاص او نه ستړي کیدونکی فعالیت ددې لامل ګرځید، چې  خپل فعالیت په مؤثر ه توګه جاري وساتي .

په عادي  چاپي نشراتي فعالیت ( دالصمود ، څرک ، شهامت  او مورچل مجلو  په میاشتني چاپ ) سربیره په تیر کال کې فرهنګی کمیسیون دشریعت په نامه میاشتنۍ مجله  هم پیل کړه ، چې بې له وقفې هره میاشت چاپیږي ، الصمود، څرک ، شهامت او مورچل مجلې دهرکله په نسبت په ښه محتوا ، ډیزاین او صحافت سره بلاناغه ترمینوالو رسول کیدلې ، په دې مجلو کې نه یوازې هیوادني مهم مسائل او جهادي جریانات څيړل کیدل ، بلکې علمي ، معلوماتي ، ادبي او ذوقي برخې یې هم دپام وړ اود لوستونکولپاره په زړه پورې وې ، څرنګه چې په عادي شرایطو کې دیوې مجلې چلول ، خورا ستره او ملاماتوونکي خواري غواړي ، نو په نامساعدو او انقلابي شرایطو کې دپنځو میاشتنیو مجلو په بریا سره چلول دا معنی لري  چې دفرهنګي کمیسیون دچاپي نشراتو دبرخو مسؤلینو خورا ډیرکار ته اوږه ورکړې ، او دمسلکي کار او اخلاص په برکت یې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي  دغه راز تېرکال  دتالیف او ترجمې دڅانګې په فعالیت سره څو کتابونه چاپ شول ، او زرده چې نور هم دچاپ په ګېڼه وپسولل شي ، دتاریخ  څانګه  دبشري ځواک له کمښت سره سره وتوانېده چې داسلامي امارت دتاریخ لیکلو لپاره   دپام وړ اندازه اومه مواد (معلومات ) راغونډ کړي ، دغه راز دتیر یوولس کلن جهاد دپیښو یو لنډ غورچاڼ هم په کتابي بڼه راټول کړي چې په نږدې راتلونکې کې به چاپ شي ، دانټرنیټ په برخه کې دالاماره ویب پاڼې ( چې په اصل کې له پنځو ژبو ، اسلام ، مجلې ، ویډیوګانې ، ترانې او الصمود  نه جوړ مجموعا  ۱۰ سایټونه دي ) مستمر  فعالیت یو له سترو بریاوو څخه وو ، ځکه په تیر کال کې دښمن خپل ټول وس وکاروو او له بیلابیلو حربو ، یرغلونو او وسیلو په استفاده یې هڅه وکړه چې الاماره ویپ پاڼه په بشپړ ډول بنده کړي ، خو دپاڼې دتخنیکي ملګرو ستړیاوې ، هڅې او مسلکي کار ددې باعث شو چې ددښمن ټولې هڅې په اوبو لاهو شي او الاماره ویب پاڼه له ټولو ازمیښتونو بریالۍ  راووزي ، داچې دویب سایټ چلولو او ویاندۍ په برخه کې ملګري له کومو ستونزو سره مخ وو ، او ددښمن دیرغلونو په مقابل کې یې څنګه استقامت کړی په دې اړه به وروسته  هم رڼا واچوو ، تېرکال دالاماره ویب پاڼې دپنځو واړو ژبو په خبري برخه کې دکارکوونکو مسؤلانه کار هم یو له مهمو نشراتي فعالیتونو څخه وودخبري برخو ویښ او تکړه خبرلیکونکي وتوانیدل چې درست کال په ورځني ډول دجهادي عملیاتو سره همګام خپل مطبوعاتي فعالیت جاري او روان وساتي ، دهر جهادي برید خبر په  حداقل وخت کې په پنځو ژبو دنړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي ، دسایټ په برخه کې یوه بله لاسته راوړنه  په  نسبتا پرمختللي پروګرام کې دالاماره  نوې ویپ پاڼې جوړول ، ډیزاین او دتیرو موادو اپلوډ وو چې  په تیرکال کې یې کار ترسره شو ، او ډیر زر به دمینوالو په وړاندې دموجوده ویب پاڼې په ځای په لیکه شي .

دانټرنیټ په برخه کې بل  فعالیت په ټولنیزو شبکو کې مؤثرفعالیت وو ، په فیسبوک سربیره  تیرکال  په ټویټر شبکه کې هم دملګرو فعالیت خورا دپام وړ او مؤثر وو ، د ذبیح الله مجاهد ، قاري یوسف احمدي ، الاماره وېب  ، طارق غزنیوال ، عبدالقهار بلخي  ، خراساني  په نومونو دمشهورو اکاونټونه سربیره  په نورو ډیرو نومونو او پنځوژبو  په ټویټر کې فعالیت روان وو ، تردې چې دمجاهدینو ددې فعالیت له امله امریکایي لوړپوړي مقامات دې ته مجبور شول چې په ټويټر شبکه رسما فشار واردکړي چې دطالبانو اکاونټونه له منځه  یوسي ، په ۲۰۱۲/۸/۳۰ نیټه دامریکا  یوایس اې  ټوډې  ویب پاڼې ولیکل چې دامریکایي پوځ مشرتابه له  ټویټر شبکې غوښتي چې دطالبانو اکاونټونه وتړي ، ځکه هغوی دخپلو بریاوو په اړه راپورونه نشروي او دوی پرته له دې چې اکاونټونه یې وتړي په بله طریقه ورسره مقابله نه شي کولای ، دغه راز  په ۲۰۱۲/۱۲/۲۵  نیټه ټیلګراف پاڼې ولیکل چې دامریکا دسنا مجلس دداخلي امنیت دکميټې مشر  له ټویټر څخه غوښتي چې دطالبانو اکاونټونه بند کړي ، ځکه ددوی په خبره طالبان دخپلو فعالیتونو په اړه ډیر زر او خورا دقیق خبرونه له دې لارې نشر ته سپاري .

د ویډیوپه برخه کې داسلامي امارت ( الاماره ، الهجرت او منبع الجهاد ) سټوډیوګانو تېر کال ګڼ شمیر اصدارات درلودل ، چې ځیني اصدار ونه یې نورو ژبو ته ترجمه او نړیوال شهرت یې وموند، په دې اصداراتو کې دمجاهدینو دبریدونو ، ښاري اشتشهادي عملیاتو ، کمینونو ، ددښمن دمظالمو او دنفوذي مجاهدینو دکارنامو په اړه په زړه پورې ویډیوګانې شاملې وې ، چې دفرهنګي کمیسیون دویډیو دبرخې کارکوونکو په خورا جالب او مسلکي ډول ترمینوالو ورسولې .

په دې سربیره دمسیجي خبرونو په برخه کې فعالیت هم دتیرکال په اوږدو کې دپام وړ پیشرفت وکړ، او دافغانستان او سیمې په لراو برکې  دلسګونو زره افغانانو شمارې دتیلفوني خبرونو لست ته شاملې شوې ، چې په ورځني شکل ورته خبرونه استول کیدل .

څرنګه چې په تیرو کلونو کې دفرهنګي کمیسیون دنشراتو دتوزیع په برخه کې مشکلات موجود وو تیرکال په دې برخه کې هم دپام وړ اصلاحي ګامونه واخیستل  شول او شته ستونزې له منځه لاړې .

انټرنیټي یرغلونه ، سانسور اوپه وړاندې یې  مقاومت

۲۰۱۲ کال که له یوې خواداسلامي امارت په  آنلاین خپرونو ددښمن دجاسوسي کړیو ، اجرتي هکرانواو متعصبو انټرنیټي غلو دبریدونو کال وو ، له بلې خوا داسلامي امارت دویاندویانو دفعالیت په وړاندې هم ددښمن لخوا خورا ډیر مشکلات ایجادیدل ، او په  داخلي او باندنیو رسنیو باندې د دولتي سانسور ګراف ترټولو وروستي حد ته رسیدلی وو .

داسلامي امارت ویندویان قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد وایي ، چې په تیرکال کې یې په بیا بیا له ټیلفوني نمبر څخه غلطه استفاده شوې ، هغه داچې دوی به خبر هم نه ووخو له تیلفوني نمبر څخه به یې خبریالانو  ته غلط پیغامونه استول شوي وو ، په دې پیغامونو کې  به ددښمن لخوا لیکل شوي وو چې دطالبانو مشرتابه اوربند کوي ، یا له خپلو مجاهدینو غواړي چې عملیات کم کړي ، یا نورې  نادودې تبلیغاتي خبرې ، ددا ډول پیښو دمکررا واقع کیدو له امله داسلامي  امارت ویاندویان اړ شول چې خبریالانو ته ووایي چې دتیلفوني مسیج له لارې  دوی ته یوازې دورځنیو جهادي پیښو خبرونه استول کیږي ، اعلامیې او رسمي بیانونه ورته دایمیل له لارې اویاهم په غږ کې ابلاغیږي ، دغه راز ویاندویانو له ځینو خبریالانو سره په مسیج کې ځانګړی شفر په نښه کړ، ترڅو داصلي او جعلي مسیج ترمنځ توپیر وکړای شي ، ددا ډول  هڅو په کارولو سره بالاخره خبریالان هم پوه شول ، او دښمن  دکومې نتیجې د نه ترلاسه کولو له امله مایوس شو ، نوځکه یې له دا ډول کړنو لاس واخیست .

داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې ددښمن یوه بله هڅه دا وه چې کوښښ یې کاوو دویاندانو ټیلفونونه مصروف وساتي ، ترڅو له خبریالانو سره ورباندې  خبرې ونه کړای شي ، ددې لپاره به د ویاندویانو ټیلفون ته دوامداره زنګونه وهل کیدل ، چې دیوه له قطع کیدو وروسته به سمدستي بل پیل شو، ددښمن دا هڅه دجولای په ټوله میاشت کې روانه وه ، چې اکثر به  دکومې پیښې دواقع کیدو په مهال وه ، خو ددې لپاره بالاخره داسې حل پیدا شو چې داسلامي امارت ویاند دیوه په ځای څو نمبر استعمال کړل ، چې ددښمن  به کوم نمبر هدف وو ویاند به دهغه په عوض  په بل نمبر له رسنیو سره رابطه نیوله ، خو چې کله به دښمن دغه نوی نمبر کشف کړ او هدف به یې وګرځاوو ویاند به بیرته زاړه یابل نمبرته مراجعه وکړه ، چې په دې توګه ددوی هڅې بې ځایه تلې او د ویاند دمستعمل نمبر موندل او  مصروف ساتل ورته یو ناشونی کار وګرځيد ، نوځکه یې بالاخره  دا دسیسه هم شنډه شوه.

دښاغلي مجاهد دوینا له  مخې  تېرکال په هیوادنۍ او نړیواله کچه  دافغانستان دپیښو اړوند په رسنیو امریکایي او حکومتي کنترول او سانسور هم بیساری وو ، خبریالانو ته ترهغو دخبر دنشر اجازه نه وه ترڅو به یې چې دخارجي یاداخلي چارواکو عکس العمل نه وو اخیستی ، په دې لړ کې په پکتیا او لوګر او ځینو نورو سیمو کې داسې هم پیښ شول چې سیمیزو خبریالانو دپیښو دصحنو او امریکایي تلفاتو عیني مشاهده وکړه او له امریکایي تلفاتو یې عکسونه واخیستل خو داچې له پورته خوا ورته دنشر اجازه نه وه نو حقائق همداسې پټ پاته شول ، دغه راز په تیرکال کې ددښمن ځینو اجیرو نړیوالو او کورنیو رسنیو داسلامي امارت  دویاندانو په نمایندګۍ جعلي او دروغجنې مرکې هم نشر کړې ، چې په دې لړ کې د ډیلي بیست او کابل چاپ خدمتګار  ورځپاڼې  دروغجنې دیاد وړ دي ، چې ددښمن ددا ډول ټولو تبلیغاتو هڅو په مقابل کې مجاهدین په بشپړ ډول بیدار وو او هره دسیسه یې ډیر زر،رسوا کوله او شنډوله .

په تیرکال کې ددښمن یوه بله دمطبوعاتي اخلاقوضد هڅه او دبیان له ازادۍ نه ښکاره سرغړونه  داسلامي امارت په رسمي ویب پاڼه الاماره سایټ باندې ددښمن بریدونه وو ، دپاڼې تخنیکي مسؤل ډاکټر غزنیوال وایي چې دکال په اوږدو کې په اوسط ډول هره ورځ یوځل په  الاماره سایټ  برید شوی ، دغه راز داسې هم شوي چې په ورځ کې په مکرر ډول بریدونه او دپاڼې دتخریب هڅې شوي وي .

دهمدې مکررو بریدونو  له امله  دالاماره سایټ مسؤلین مجبور وو چې پاڼه په مستمره توګه ترڅارنې لاندې وساتي او ساتنې ته یې بیدار وي ، تخنیکي مسؤلین اړ وو چې دموادو دساتنې لپاره هره ورځ دپاڼې بیک آپ واخلي ، احتیاطي سرورونه  ولري ، او دوقایوي تدابیرو په دود پرمختللي او پرمصرفه  پروګرامونه وکاروي .

 په ټوله کې دپاڼې تخنیک کارانو هراړخیزې هڅې کولې چې پاڼه  انلاین وساتي ، خو څرنګه چې ددښمن بریدونه خورا ستر او په مسلکي ډول طراحي شوي وو ځکه کله ناکله داسې هم پیښیدل چې دڅو شیبو لپاره پاڼه بنده شي .

دالاماره ویب پاڼې دتخنیکي برخې دموندنو په اساس په تیرکال کې په الاماره ویب پاڼه بریدونه کوم عادي بریدونه نه وو ، بلکې داحملې  دامریکا دمرکزي استخباراتو دادارې ( CIA ) لخوا پلان شوې منظمې او دلوړې کچې حملې وې ، ددې حملو په لړ کې داسې هم پیښ شوي چې له ۱۲ زره آی پي ګانو څخه په یوه وخت په پاڼه بریدونه شوي وي ، دغه راز له زرګونو ځانګړو کمپیوترونو څخه په استفاده ددې هڅه شوې وي چې پاڼه درنه کړي ترڅو بل چاته خلاصه نه شي ، معلومه خبره ده چې دیوې پاڼې په خلاف په دومره لوړه کچه فعالیت دعادي هکرانو له وسه وتلې خبره ده .

دالاماره ویپ پاڼې دمسؤلینو په وینا په دې لړ کې نه یوازې  په الاماره ویب پاڼه بریدونه شوي بلکې دامریکايي استخباراتو او امنیتي کړیو لخوا په  انټرنیټ کې دویب سا یټو نو لپاره په قیمت سره ځای ورکونکي  هغه کمپنۍ هم تهدید شوي دي ، چې الاماره ویب پاڼې ته یې ځای ورکړی وو ، په دې لړ کې په کاناډا ، ایران ، امریکا ، هسپانیا ، سویډن او نورو ګڼو هیوادونو کې انټرنیټي کمپنۍ په دې مجبوره شوې چې الاماره سایټ  ته له ځای ورکولو لاس واخلي ، دغه کمپنۍ ډیر ځله  په بندولو او آن عدلي تعقیب تهدید شوي دي .

لکه څنګه چې په پوځي برخه کې دافغانستان روانه جګړه خورا نامتوازنه  ده خو بیا هم بری دتش لاسو مجاهدینو دی  دآنلاین جګړې په برخه کې هم کیسه کټ مټ همداسې ده ، داسلامي امارت د ویب سایټ په خلاف دنړۍ ترټولو ستر او مسلکي هکران او تخریبي شبکې له هرډول بشري او تخنیکي ځواک او پرمختللیو وسائلو سره په فعالیت بوخت دي خو په وړاندې یې دمجاهدینو بشري ځواک نسبتا کم او وسائل محدود دي ، خو بیا هم دالهي نصرت په برکت مجاهدین توانیدلي چې خپل آنلاین فعالیت جاري وساتي .

ترتیب : عبدالرؤف حکمت

د الاماره ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x