امريکايي اتباعو ته د امنيتي ګواښونو له امله تر ۳ مياشتو د «احتياط» سپارښتنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ۳مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې امريکايي اتباعو ته د امنيتي ګواښونو د زياتېدو له امله د ځان ساتلو خبرداری ورکړی.

د بهرنيو چارو د وزارت په اعلان پاڼه کې راغلي چې ددوی استخباراتي معلوماتو ښودلې چې القاعده، داعش او بوکو حرام ډله د پاريس له بريدونو وروسته امريکا خپل هدف ګرځوي، نو په کار ده چې امريکايي اتباع په ټوله نړۍ کې له ګڼې ګوڼې ډکو سيمو څخه لرې واوسي.

وزارت ويلي چې د راتلونکي زيږديز کال د فرورۍ د مياشتې تر ۲۸ مې نيټې حالات ترينګلي دي، چې امريکايان بايد هر وخت احتياط وکړي او ځانونه وساتي.

دپاريس له بريدونو وروسته د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د امنيتي ګواښونو د احساسيدو خبرونه ورکول کيږي.
تر دې وړاندې هم په المان او ځينې نورو اروپايي هېوادونو کې د بريدونو د کېدو خبرونه ورکړل شوي وو چې امنيتي ځواکونه يې د تيارسۍ حالت ته برابر کړي دي.

تېره ورځ د بيلجيم لومړي وزير شارل ميشيل هم په بروکسل کې د يوې اوونۍ له پاره د تيارسي حالت اعلان کړ او اندېښنه يې څرګنده کړه چې شونې ده چې د پاريس بريدونو ته ورته بريدونه په دغه هېواد کې هم ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د