
خوست: ملکي روغتون کې د ۵۰ بسترونو امکانات شخصي جېبو ته تللي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۴ل): د خوست د ملکي روغتون چارواکي وايي چې د دې ۱۵۰ بستریز روغتون څخه دوی ته یوازې د سلو بسترونو لپاره امکانات ورکول کېږي.
د دې روغتون مشر محمد یوسف فایض وويل چې د روغتون د سلو بسترونو لپاره هم امکانات یوه روغتيايي موسسه ورکوي، خو پخپله د عامې روغتيا مسوولینو د دوی لپاره د ۵۰ بسترونو د امکاناتو پوره کولو ته ټټر وهلی خو تر اوسه يې نه امکانات ورکړي او نه يې هم حساب ته حاضر دي.
د فایض په وينا د عامې روغتیا له لوري د ۵۰ بسترونو لپاره په ټول کال کې امکانات نه دي ورکړل شوي.
د خوست ولایت د عامې روغتيا د ریاست مرستیال ډاکټر ګل احمد شاه هم مني چې د دوی ریاست د دې روغتون د ۵۰ بسترونو لپاره د امکاناتو ټټر وهلی خو په وينا يې دوی ورته وخت په وخت سپارلي او هر څه په اسنادو کې موجود دي.
که څه هم د عامې روغتیا ریاست مرستیال د مرستو د حساب سینه هم وډبوله خو د ولایتي شورا غړو ته يې په روغتون کې په عملي برخه کې ډاډ ور نه شو کړای.
په ورته وخت کې خوست مېشتي وايي چې دغه روغتون د دوی لپاره بسنه نه کوي، که څه هم ۱۵۰ بستریز روغتون دی خو ډېر وخت يې ناروغان تر یاد شمېر هم اوړي.