نظــر

دیمکراسی او دیکتاتوری دوه سکه خویندی دی

democracy or dictatorship

بسم الله الرحمن الرحیم

ځینو خلکو ته ( دیموکراسی ) د (دیکتاتوری) مخالف او متضاد اړخ ښکاری دا ځکه چه نړیوال استعمار ( ماسونیزم ) دیموکراسی خلکو ته د دیکتاتوری مخالف قطب پیژندلی ده . په داسی حال کی چه دیموکراسی د دیکتاتوری د یوی سکی دوه مخه دی . خو د دوی د متضاد ښودلو دپاره استعمار هره میاشت ، اونی ،ورځ او ګړی په بیلونونو ډالر خرڅوی او خرڅی کړی دی چه دیموکراسی د خلکو په ذهنیتونو کی د دیکتاتوری سره نه پخلا کیدونکی او متضاد نظام وښیی .

دا د خلکو خطا ، خو ګناه نه ده چه دوی ولی حقایق نه شی په ګوته کولی اوکه د حقایقو څیړل نه غواړی نو بیا د خلکو لویه ګناه ده ، مثلا واکسین چه دیوی ځانګړی ناروغی د مخ نیوی د پاره ناروغانو ته ترزیق کیږی هغه ترزیق شوی مواد هم د هغه مشخصی ناروغی عامل لری ، که دغه واکسینو کی د هغه ناروغی عامل( تعقیم) شوی وی هغه ناروغی له منځه وړی . خو که سهوا یا قصدا دغه واکسینو کی د هغه ځانګړی ناروغی عامل تعقیم شوی نه وی ، نو ناروغی منځ ته راوړی نوددی واکسینو ترزیقول روغ بدن ته د ناروغی ایجادول دی .یا په بل عبارت واکسین هله واکسین وی چه هغه د ناورغی عامل پکی تعقیم شوی یا زپل شوی وی ، دیموکراسی همداسی د واکسینو په نوم ناروغی خلکو ته ورکوی .

د نړی حریص سرمایدارانو او سیاست مدارانو ( ماسونیستانو ) د ساینس او تکنالوژی د نورو پرمختګونو په څنګ کی د استثمار د عصری کولو د پاره یی د هر ځای او زمانی د شرایطو سره برابر هر دول نوی وسیلی او نوی عصری پلانونه رامنځته کول . په یوویشتمه پیړی کی استعمار د مظلوم بشریت د استثمارولواو غلامولو د پاره ډیر پرمخ تللی پلانونه او وسیلی په لاس کی لری چه خلک په خپله خوښه د استثمار په رسیو او کړیو کی ځانونه ننباسی اوپه خپلو غلامیو ویاړنه هم کوی.

استثمار چه د حرص په واسطه رامنځته کیږی، د بشری ژوند له اوله پیل شوی او د ژوند تر اخره پوری به دوام ولری همدی جنګ ته د( حق او باطل جګړه) هم وایی چه د هابیل او قابیل تر مڼخ پیښه شوه ، هغه جګړه ډیره ساده او صرف د دوه ورونو تر منځ وه مګر اساس یی همدا بی عدالتی ، فریب کاری او استثمار وو چه بشریت ورسره نن هم لاس او ګریوان دی، فساد هماغه فساد او ناروا وینی توییدنه هماغه ناروا وینو تویدنه ده چه په اوله ورڅ پیل شوی او د بشری ژوند تر اخره به دوام لری ولی د زمانی په تیریدو سره یی وسایل او لوبغاړی بدلیږی. خو مونږ دا هم له یاده باید ونه باسو چه الله ج دا خپل ټول مخلوقات د ساعت تیری د پاره نه دی خلق کړی ،انسانان او پیریان د عبادت د پاره پیدا شوی دی ( له عبادته د الله ج د احکامو اطاعت کول مراد دی). الله ج فرمایی چه ما د انسان خلقت په حسن تقویم سره کړی دی ولی دا انسان دی چه بیا اسفل سافالین( له ټولو مخلوقاتو ښکته او ذلیله )ته ورګرځی. الله ج دانسان د اطاعت او عبادت ته د ا کومه اړه نه وینی د هغه په شان کی کوم کمی او زیاتی نه راځی . دا د الله ج د انسان سره مرسته ده کوم چه د استثمار ، فسادونو او ناروا وینو تویولو سبب کیږی.

د خلافت نه شتون ، انسان د ازموینی په ډګر کی د حرص په لرلو سره د ناکامیو سره مخ کوی ، او د انسان څخه به حریص ، فاسد او وینی تویونکی جوړیږی . په دی ذلیل مقام کی به انسان دشیطان مقابل کی لکه له رمی چه کوم پسه ځانله شوی وی نو دپړانګ د پاره به ډیر اسانه منګلو کی ورځی . یعنی له دی وروسته به دا ډیر حریص او ظالم انسان جوړیږی او له دی انسان به شیطان د نورو بی ګناه او بی دفاع انسانانو د زورولو او استثمارولو ډپاره کار اخلی .

خوږو ورونو او خویندو ، شیطان ساده مه ګڼی ، مونږ باید له شیطانه الله ج ته پناه ویسو او الله ج ته د د شیطان د وسوسو له شره د ژغورنی دعاګانی وکړو، ( مونږ او تاسی په خپلو سترګو ولیدل چه د ربانی ، سیاف او ملګرو یی څه حال شو) سره ددی چه دوی په هر څه پوهیدل خو د حرص توفان د جهاد له سپیځلو صفونو را وویستل اولکه په دشت او بیابان کی دهغه ځانله شوو پسونو به شان د درنده حیواناتو خوراک شو. داسی نه چه دوی کمزوری وو ، ډیر ثابت ، پوه او دواړه د کابل پوهنتون د شرعیاتو ډیر پیاوړی استادان وو (مګر هدایت د الله ج له خوا وی) خو هغوی ډیر بدمرغه او ریا کار وو جهنم ته یی ځانونه وغورزول او نور ملګری به یی هم غورزی.

د الله ج ازموینه اسانه نه ده ، مونږ ډیر پهلوان دشمن ( شیطان ) په څنګ کی لرو ، تل باید خپلو الفاظو او افعالو ته پام ولرو، یوه ثانیه هم باید ځانونه ناخبره او غفلت کی پرینږدو که نه شیطان کمین کی ناست او حمله کوی، خو الله ج ډ انسانانو سره د لارښودنی مرسته کوی دا د انسان خوښه چه له لارشودنو ګټه اخلی او که نه . د الله ج له ارشادانو یوه لویه راهنمایی (همدا د انسان د خلافت دنده ) د بریالیتوب کیلی ده . انسان ددی دندی په وسیله شیطان خلع سلاح کوی او کله چه د بی وسلی شیطان سره د ایمان به وسله سنبال انسان جګړه لری ښکاره خبره ده چه دا انسان به ګټونګی او بریالی وی .

دا چه الله دفساد او وینو ټویولو د مخنیوی د پاره مومنانو ته د حرص د لری کولو وسیله ( خلافت ) ورکړو خو مونږ د خلافت مقام د پیژندنی د پاره اسلام پوهیدولو ته اړه لرو ، د خلافت مقام د اسلامی نظام په رامنځته کولو او قایموولو ترسره کیږی او مونږ په اسلام کی ددی خبری ډیر عملی مثالونه لرو .

شیطان هم د( اسلامی نظام) په مقابل کی د (دیموکراسی نظام) په رامنځته کولو بریالی شو. دا شیطانی نظام سل په سلو کی د اسلامی نظام خلاف او مخالف قطب کی قرار لری . کوم څه چه اسلام کی حلال دی په دیموکراسی کی حرام او کوم چه اسلام کی حرام په دیموکراسی کی حلال وی. خو په ظاهره یی په ښکلو جملو د دیموکراسی شیطانی دین ته داسی ښکلی بڼه ورکړه او دیموکراسی یی د دیکتاتوری نظامونو په متضاد او مخالف اړخ ونوماوه . په دی هکله یی بیلونونه او ټریلونونه ډالر خاوری کړل چه دیموکراسی ( د ازادیو ) په نوم خلکو ته وروپیژنی ، تر دی چه زمونږ ډیر ناخبره او ناپوهه دینی علما وایی چه مونږ د دیموکراسی سره څه مشکل نه لرو او یا داچه وایی اسلام هم د یموکراسی لری او یا وایی اسلام دیموکرات دین دی او …. . دا ځکه چه ماسونیستی استعمار د دیموکراسی د پاره ډیر زیات تبلیغات کړی او کوی یی ، او په دی لیار کی یی ډیری زیاتی پیسی ، وسلی او وسیلی په کار اچولی دی .

دیکتاتوری نظامونه : هغه نظامونه دی چه له اوله په زور او فریب کاریو یی قدرت تر لاسه کړی ، لمړنی مرحلو کی د خلکو سره شه سلوک کوی تر هغی چه خپلی زیلی خخی او پخی کړی ، چه ټول هغه نظامونه چه د الهی نظام ( خلافت ) په مقابل کی رامنځته کیږی د حرص په بنیاد ، د الله ج د مالکیت او شریعت غصب کوی ، چه په دی کار د دوی حرص وده کوی استثمار او استعمار رامنځته کوی( استثمار او استعمار په دیکتاتوری نظامونه کی وی). نو دیموکراسی نظام چه د( دیکتاتوری ) نظامونو په واسطه د اسلامی نظام په مقابل کی منځ ته راغلی وی هغه به خامخا د دیکتاتوری نظام وی .

دا دیموکراسی په اصل کی دیکتاتوری نظام دی. پخوا به دیکتاتوری ترخه زهر وو ، خلک پوهیدل چه مونږ وژنی خو په زور به تحمیلیدل، خو نن ورځ لکه د نورو پرمختګونو په شان سیاست کی هم پرمختګ شوی اوس د هماغه مهلک زهرو په شاوخوا خوږه شرینی رانغاړی او رنګ یی هم داسی ښکلی کوی چه د هرچاورته ورته زړه کیږی او په شرینی برسیره څه نشه توکی هم ورسره ګډ وی چه له خوراکه وروسته سمدلاسه نه مری ، خو بدن د تریخوالی او دردونو احساس نه شی کولی خو قرار قرار زړه او د مغزو عصبی سیستم کمزوری، غیر فعاله او مړ شی، خو خلک نه پوهیږی چه له زهرو مړشو . نو اوسنی دیموکراسی هماغه پخوانی دیکتاتوری ده صرف رنګ او خوند یی بل شان دی او یا دواړه سکه خویندی چه یکتاتوری یی مشره او دیموکراسی کشره خور ده .

ورونو دیموکراسی نظام په دی هم قانع نه شول چه د دیموکراسی دی بربنډه او یواځی یو ډول دیموکراسی وی) لکه د ماشومانو د شیرنیو په شان ، ځینی یی یو خوند ځینی یی بل خوند ، ځینی یی یو رنګ او ځینی یی بیا بل رنګ، ځینی یی جامد او ځینی نوریی بیا مایع او یا پوډرو او داسی نورو په شان وی چه د ماشومانو ذوق او مینه ورسره زیاته کړی . د نړی ماسونیستی استعمار پخوانی دیکتاتوری په نوی دیموکراسی نظام کی ایزمونه د دیموکراسی د چتری لاندی رامنځته کړل :

اول ــــ کمونیزم او کاپیتالیزم ــــ کمونیزم کی د اقتصاد ټولی زیرمی او کنترول د ټولنی په نوم چه خپله حکومت دی ورکړو ، او کاپیڼالیزم کی یی د اقتصاد پاچا فرد یا افراد وټاکل شو ، په اول صورت کی چه د حکومتی چارواکی د کمونست ګوند وو هر څه د کمونست ګوند ( یوفیصده ګروپ) په واک کی وو او نور سلو کی نهه نوی بی واکه ، ناداره او د یوی برخی په خدمت کی وو ، دا د نوی مترقی استثمار نوی بڼه وه ، په کاپیټالیزم کی هم هر څه د یو ګروپ سرمایدارانو په لاس کی( چه په سلو کی یوه برخه هم نه پوره کیدل ) وو او نور په سلو کی نهه نوی برخی ، بی واکه او د سرمایدارانو کارخانی یی په حرکت راوستی وی ، چه په دواړو صورتو کی نتیجه یوه وه مګر سیستم او لوبغاړی بدل وو . او دا ددی د پاره وو چه که څوک یو نه خوښوی بل ته به ولاړ شی خو له استثماره به تښته نه شی کولی او بله ګټه دا چه دا به رقابت وی دواړه خواوی به مادی ګټو کی یو له بله مخکی توب کوی او په دی ډول به د سانیس او تکنالوجی په د ډیرو پرمختګونو وسیله شی . او دریمه ګته دا چه اسلامی نړی به هم تیرباسی چه نړی کی اقتصادی لوی قدرتونه یواځی کمونیستان او کاپیټالستان دی نو مسلمانان به په اسانی سره د یوه یا د بل د سیوری لاندی د ذلت او اسارت ذلیله ژوند قبول کړی او همداسی هم وشوه .

دوهم ــــ اتیزم او ماتریالیزم ــــ پورتنی دوه ایزمونو مادی بڼه درلوده، خو دا ایزمونه بیا معنوی اړخ لری ، خو دپورتنی ایزمونو سره موازی روان وو . د کمونیزم راتګ سره ماټریالیزم له اولیتونو څخه وو یعنی له کمونستی مخکی هر چا باید ماټریالیزم منلی وی او مدرسو کی به د اسلام خلاف کمونیزم او ماټریالیزم تدریس کیدو ، نو هغه ټولنه به په پوره ډول له دین او مذهبه جلا شوه نو له دی وروسته به یی د کمونیزم فاسفه تعقیبوله .

دا کار په سرمایداری نظامونو کی هم وو مګر سرچپه ، او هغه دا چه په سرمایداری ټولنو کی به یی اول د سرمایداری نظام د عملی کولو هڅه درلوده او هغه د طبقاتی ټولنو جوړول وو ، ناداره خلک نیم مړه اونیم ژوندی په خپلو کارخانو کی مصروف وساتی چه له کاره غیره په نورو سیاسی خبرو کی نه وخت او نه دلچسپی ولری. د بلی خوا به دولت کوشش کوی چه د تولنیز ژوند په ځای انفرادیت رامنځته کړی چه د انفرادیت په ایجادولو کی خلک یو د بل سره د حکومت د جنایانو او بی عدالتیو مقابل کی یو بل سره تفاهم او مرسته نه شی کولی ، د مادی بی ثباتی له امله به خلک ډالر ته خدای وایی په عملی بڼه به د مادیاتو پرستش کوی اقتصاد به زیر بنا اومعبود ګڼی دحکومت میدیا هم وسه کوی چه خلک په خپل دین شکمن او بی باوره او حتی کرکه ورسره ورسره ولری او وخت به هم ورته نه لری نو هغه دینونه به الفاظو ګی خلاصه کیږی اود دین عملی اړخ به کمزوری ، تشریفاتی او یا بلکل نه وی نو خلک به یی ناخبره او یا له ډیرو عیاشیو او فحاشیو اتیست شوی وی . یعنی په کمونستی کی کفر اول او سرمایداری کی کفر په اخره کی وی .

دریم ــــ نشنلیزم او فاشیزم ــــ دا ایزمونه کوم اقتصادی سیستمونه نه دی،شیطانی نظام دا ایزمونه په ټولو ملکونو کی رامنځته کوی ،په اسانی یی خلک منی دا څکه چه دا یوه قومی ، ژبنی ، سمتی او… طبیعی مینه او جذبه ده هر څوک په فطری ډول د خپل ټاتوپی ، ژبی ، او خپلی وینی سره مینه لری . خو که دا فطرت په همدی مینه کی خلاصه شی دا طبیعی مینه ده تاوان نه بلکه ګټه لری او ضروری خبره ده حیوانات هم د خپل ټآټوبی سره مینه لری او انسانان خو نه یواځی دا چه د خپل ټاټوبی سره مینه ولری باید د خبل ټاټوبی د ساتنی د پاره په سراو مال دفاع وکړی څکه خو پر مونږ جهاد ضروری او فرض دی. خو که دا د ټاټوبی فطری او طبیعی مینه په ملی غرور او یا برتری بدله شی نو (بیا وطن دوستی په وطن پرستی) بدله شی کوم چه دا بد کار، شرک یا کبیره ګناه ده ډغی ته نشیلیزم او یا سوسیال دیموکرات وایی . او که د هټلر په شان افراطی شی بیا ورته فاشیزم ویل کیږی . کوم چه قوم وژنی پکی رامنځته کیږی. مونږ دا کار په ځپل کران هیواد کی د روسانو اوامریکایانودواړو د راتګ او وتلو وخت کی په خپلو سترګو ولیدو او وینو یی چه استعماری قوتونه د خپلی ماتی حالت کی له نشنلیزم او فاشیزم څخه د وسلی په شکل کار اخلی دوی به د ملک تجزیه رامنځته کوی تاسی ته دجالی استعمار ته ددی اخری ایزمونو د کارولو کارنامی روښانه شوی چه تلفات یی له نورو څو ځله زیات اوخطرناک دی او ډیر په اسانی سره د اوږد وخت دپاره کار کوی استعمار چه کوم کار په خپلو پیسو او وسلو اوله کی نه شی کولی هغه د نشنلیزم او یا فاشیزم په واسطه اخره کی په اسانی کوی .

د بخث موضوع را څخه لږه اوږده شوه ، خو دا موضوع ما اوس هم پوره نه ده څیړلی په هر یوه باندی کتابونه لیکل شوی او لیکل کیدی شی ، که زیاته یی ونه لیکی مسایل نه روښانه کیږی نو دا وو د دیموکراسی ماهیت چه اصل کی) هماغه دیکتاتوری نظام دی د ازادیو په رنګ کی) ، لکه زهر چه شاتو کی تاو شوی او یا پټ شوی وی چه هغه زهر نړیوالو ته شات ښکاره کړی . او په دی واسطه دیموکراسی د اسلامی نظام په مقابل کی نور هم قانونی او په ګته وښییی . او تاسو ته دا هم په ډاکه شول چه د ټولو ایزمونو اصلی منشا شیطانی نظام یا دیموکراسی ده چه ددی هر یو ایزم څخه په ځپل خای او وختت کی کار اخلی . په درناوی

الحاج استاد بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x