بدر او څو تصویره!

دادمحمد ناوک

دا د کفر او اسلام تر منځ په دې اندازه لومړی مسلح ټکر دی، دلته ځينو داسې ګنګوسې هم ګډې کړې وي، چې دا خلک لږ دي، هغوی ډېر دي موږ باید خپلې تباهۍ ته په لوی لاس ځان ور وانه چو.

خو د دوی زړونو ټوپونه وهل، ځکه قومندان يې داسې ښوونکی و، چې روزنه يې په نړۍ کې نمونه نه لري، درې سوه کسیز لښکر صفونه برابر کړل، دا صفونه د جګړې لپاره برابر شول، د وینې تویولو لپاره، د سرونو د غوڅولو لپاره، د تورو د چلولو لپاره…

د ده خېټه تر صف را وتلې وه، قومندان يې په لاس کې پر نیولي لرګي نس وچیخاوه:

ـ صف سم کړه!

ځوان وويل:

ـ خوږ دې کړم، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم غواړم غچ واخلم.

ملګري حیران ودرېدل، د جګړې ډګر ته تیاری دی، مخامخ زرکسیز لښکر مسلح او مجهز ولاړ دی، دلته پخپل منځ کې له خپل قومندان سره د قضا معامله!

رسول الله صلی الله علیه وسلم، ځان ور نږدې کړ، چې خوږ شوی کس غچ واخلي هغه وویل: زه لوڅ وم!

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تشی مبارک ورته لوڅ کړ، صحابي خوله پرې کېښوده، ښکل يې کړ.

سرښندویان حیران شول، سړي وویل:

یارسو الله صلی الله علیه وسلم، ګورئ د جګړې وخت دی، ښايي دا مو اخیري وي، نو زما به دا لوی ویاړ وي چې تر مرګ وړاندې مې ستاسې له بدن مبارک سره خوله لګېدلې.

«»«»«»

ځوانان يو تر بل مخکې کېدل، د خپل قومندان له خبرو وروسته یوه په لاس کې نیولې خورماوې وغورځولې، په خوښۍ يې وویل:

ـ بخین! بخین! دا خورماوې باید زما او د جنت تر منځ خنډ نه شي.

جګړې زور واخیست، درې سوه تنه له زرو سره لاس او ګرېوان شول، یو لوري په شمېر، وسله او تجهیزاتو تکیه کړې وه، بل اړخ له خپل باوره توره او سپر جوړ کړي و.

د ده له څنګ سره دوه تنکي ځوانان ودرېدل، دواړو په نوبت له ده نه د مقابل لوري د لښکر د قومندان پوښتنه وکړه، ور ويې وښود، خو لکه د ونې تنه چې په خاښونو پکې پټه وي، په خپلو ساتونکو کې داسې نغښتی و.

ځوان توره تیاره کړه، ورمنډه يې کړه، تر ټول ساتونکو يې ورتېر او په اس سپور قومندان يې په پښه وواهه، د قومندان زوی وار پرې وکړ، د ده لاس له اوږدې بېل شو، خو ونه شکید، معوذ رضی الله عنه جګړې ته زور ورکړ، خو په اوږه پورې نښتي لاس يې مزاحمت کاوه، څو واره يې مخې ته راغی، په اوږه پسې يې ټالونه وهل.

د لاس خپړه يې تر پښه لاندې کړه، اوږه يې پورته کش کړه، لاس په ځمکه خلاصه خپړه پاتې شو، په وینو لړلې اوږه يې بوچه ښکارېده، په یوه لاس يې مقابلې ته دوام ورکړ، په ځمکه پروت لاس، د جنګياليو په پښو کې خندل!

«»«»«»

د بدر له نښتې وروسته مسلمانان د نیول شويو کفارو په تړلو بوخت و، حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه روان و، چې په یو صحابي يې سترګې ولګېدې، ویې لیدل چې د ده ورور يې ور څملولی او تړي يې، پرې غږ يې کړل:

ـ کلک يې وتړه! مور يې ډېر بډایه ده، ښې پیسې به درکړې!

ورور يې ورغږ کړل:

ـ یا مصعب! زه دې د مور زوی یم او پردي چاته مې د کلک تړلو مشوره ورکوې!

ـ ته نه؛ زما ورور همدا مسلمان دی، چې ته يې ور څملولی يې!

«»«»«»

له نبوي جومات سره نيول شوي کفار لاس تړلي ناست و، د سعد رضی الله عنه څېره بدله ښکارېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل:

ـ پرې خپه شوې؟

ـ هو، ځکه چې دا د اسلام او کفر تر منځ لومړی جنګ و، دوی باید ټول ووژل شي چې یبا څوک له اسلام سره د ټکر کېدو سوچ ونه کړي، اوس خو به دوی د فديو په بدل کې خوشي شي، بیا به د ټکر هڅه کوي.

«»«»«»

نظر ابن حارث به له طایف نه قریشو په زاریو راوست چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ور ګډوډ او خپلو کیسو او ټوکو ته کش ورکړي، دی سیاح سړی و، ډېرې سیمې يې لیدلې وي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چېرته دعوت پیل کړ، ده به يې له څنګ سره خپلو نارو ته کش ورکړ، کیسې به يې پيل کړي، د مجلس په پای کې به شراب وکړنګېدل او نجونې به ونڅېدې.

دغه سړی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په تبلیغاتي جګړه بوخت و، د بدر له غزا وروسته د مسلمانانو ګوتو ته ژوندی ورغی، د نیول شویو کسانو کتار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ده سترګې ولګيدې، مدينې ته په لاره کې ودرېدل، ويې فرمايل:

ـ نظر ابن حارث را ګوښی کړئ!

حضرت علي کرمه الله وجهه ته يې امر وکړ:

ـ سر يې ووهه!

د توري خرپ د نظر سر پر ځمکه ورغړاوه.

«»«»«»

له نبوي جومات سره له نیول شویو نه د ګروېږنې لړۍ پیل شوه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره عباس هم په نیول شويو کسانو کې و، د هغه نوبت راورسيد، ويې ويل:

ـ یا رسول الله! زه پټ مسلمان وم، له دوی سره د جګړې په نیت نه وم راغلی.

ورته يې وفرمایل:

ـ که څه هم مسلمان يې، خو چې د دوی په صف کې راغلی يې باید د دوی په څېر چلند درسره وشي او باید فدیه راوړې!

«»«»«»

په مدينه کې منافقانو اوازې ګډې کړې، چې ټول مسلمانان شهیدان شول، قریش مسلح زر کسیز لښکر و، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم شهید شو، په هم دې وخت کې زید بن حارث رضی الله عنه د رسول الله صلی علیه وسلم په اوښه سپور راغی، منافقانو نارو ته کش ورکړ:

– هغه دی، دا يې لوی ثبوت دی، د محمد په اوښه زید راغی، هغه وژل شوی.

زید رضی الله عنه ناره کړه:

ـ زېری! ابوجهل ووژل شو، ابوالبختري ووژل شو، امیه ووژل شو، شیبه ووژل شو…

مدينه د تکبیر نارو وښوروله، د منافقانو خولې وازې پاتې شوې!

«»«»«»

سړی ستړی ستومانه، مکې ته ننوت، خلک پرې راټول شول، له یوې بلې خوا نارې وشوې:

ـ څه وشول بدر کې څه وشول؟

هغه پرلپسې لګیا شو:

ـ ابوالحکم ووژل شو، امیه ووژل شو، شیبه ووژل شو، عتبه ووژل شو…

خلک ګنګس شول، د امیه زوی د حرم دېوال ته تکیه کړې ناست و، ويې ویل:

– دا سړی لېونی شوی، تاسې زما پوښتنه ځينې وکړئ!

خلکو ورته وویل:

ـ صفوان څنګه و؟

سړي وویل:

ـ هغه خو هغه دی دېوال ته ناست دی، خو ما يې پلار او ورور ولیدل چې د مسلمانانو د تورو تر دم لاندې و.

«»«»«»

رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه دواړو ژړل، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه پرې راورسيد، ويې فرمایل:

ـ یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې ژاړئ؟ ما هم خبر کړئ چې درسره وژاړم!

ـ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

له نیول شویو کسانو نه د فدیې اخیستلو په اړه الله جل جلاله دا ایتونه نازل کړل:

بسم الله الرحمن الرحیم

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (67) لَّوْلاَ كِتَابٌ مِّنَ اللّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (68)

ژباړه: ( هیڅ) نبي ته نه ښایي چي له هغه سره دي اسیران وي (فدیه دي ورڅخه واخلي ) تر هغه پوري چي مضبوط شي ( د کافرانو پ وژلو سره ) په ځمکه کي ( آیا ) تاسي د دنیا د متاع اراده لرئ ( د فدیي په اخستلو سره) او الله ( تعالی در ته) د اخرت ( د ثواب چي د کفارو په وژلو کي دی) اراده لري، او الله غالب او دانا دی۶۷

که د الله له طرفه ( ازلي ) لیکنه نه وای ( چي مؤمنان به فاتحین او کافران به اسیران کیږي) نو هرو مرو به ( د فدیي د اخستلو له کبله ) تاسي ته لوی عذاب رسیدلی وای.۶۸

نو له هغه څه چي په غنيمت مو حاصل کړيی دي حلال او پاك ئې وخورئ، او له الله ووېرېږئ، يقيناً چي الله مهربان او بخښونكى دئ.۶۹

«»«»«»

د بدر له نښتې وروسته د دوی زړونه ډک و، دواړه د حرم دېوال ته تکیه کړي ناست و، عمیر ابن وهب، صفوان ته مخ کړ:

ـ که مې دا کور او اولادونه نه وای، محمد مې ختماوه.

صفوان همدا موقع وبلله، د ده د ټولې کورنۍ لګښت ته يې اوږه ورکړه او صفوان ابن امیه د مدينې په لور د عملیاتو لپاره روان شو، ژمنې سره يې وکړي چې دا عملیات به د دوی تر منځ راز وي.

«»«»«»

اته ورځې وروسته مدينې ته ورسید، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه پرې سترګې ولګيدې، ملګرو ته يې مخ کړ:

ـ عمیر راغی، له مخه يې شر اوري، زه يې راولم، تاسې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم پام کوئ!

ور ولاړ شو، تر ګرېوان يې ونیول، بل لاس يې د تورې په پوښ ورته ونیو، همداسې ګرېوان نیولی يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوست، رسول الله صلی الله ملګري یوې خواته کړل، ويې فرمايل:

ـ پرې يې ږده یاعمر!

عمیر ته يې مخ کړ:

ـ وايه! څنګه راغلی يې؟

ـ په زوی پسې مې راغلی يم، هغه چې تاسې په بدر کې نیولی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل:

ـ رښتیا ووایه، ایا له صفوان سره دې د حرم له دېوال سره زما د وژلو ژمنه ونه کړه!؟

عمیر ناره کړه: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله!

«»«»«»

په مکه کې صفوان اوازه ګډه کړې وه، چې څو ورځو کې به قریش داسې خبر واوري چې د بدر پېښه به يې هېره شي، خو څو ورځې وروسته چا د عمیر رضی الله عنه له ایمانه خبر کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د