ورزش

افغانستان، پاپوا نیو ګیني ته په ۲۰۱ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۳مه ۱۳۹۴ل): ملي لوبډلې د انټرکانټینینټل جام د سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه د پاپوا نیو ګیني په وړاندې ترسره کړه. دغه لوبه چې د نومبر په ۲۱مه پیل شوې وه نن د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

ملي لوبډلې د دغې څلور ورځنۍ لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. په لومړی وار توپ وهنې کې د ملي لوبډلې توپ وهوونکو ډیره خرابه لوبه وکړه.

افغانستان په ۳۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ځینو لوبغاړو غوره توپ وهنې په مرسته ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۹، اصغر ستانکزی په ۲۶ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۶ او شرف الدین اشرف په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د پاپوا نیو ګیني ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. د پاپوا نیو ګیني لپاره ناو، سوپر، وانوا دوه دوه ویکټې او ډای یوه ویکټه واخیسته.

د پاپوا نیو ګیني لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې د ډای او والوا غوره توپ وهنې په مرسته په ۷۳.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې.

د پاپوا نیو ګیني لوبډلې لپاره ډای په ۱۳۹ توپونو د نهو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۲۹ او والوا په ۱۱۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د ملي لوبډلې توپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه. د ملي لوبډلې لپاره یمین احمدزی درې، ظاهر خان درې، سمیع الله شینواري دوه، ګلبدین نایب یوه او شرف الدین اشرف یوه ویکټه واخیسته.

د ملي لوبډلې توپ وهوونکو په دوهم وار توپ وهنې کې غښتلې او پیاوړې توپ وهنه وکړه. ملي لوبډلې د محمد شهزاد، هشمت الله شهیدي او اصغیر ستانکزی د سلیزو او ګلبدین نایب او میرویس اشرف نیمه سلیزو په مرسته ۵۴۰ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره اصغر ستانکزی په ۱۶۳ توپونو د دیارلسو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۲۷، محمد شهزاد په ۱۳۷ توپونو د یوولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۱۶، هشمت الله شهیدي په ۲۱۴ توپونو د شپاړلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۲، ګلبدین نایب په ۸۷ توپونو د یوولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۵ او میرویس اشرف په ۷۴ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې.

د پاپوا نیو ګیني لوبډلې لپاره په دوهم وار توپ اچونې کې ډای دوه، والوا دوه، باو دوه، ناو یوه او سوپر هم یوه ویکټه واخیسته.

پاپوا نیو ګیني لوبډلې خپل دوهم پړاو توپ وهنه د ۳۹۰ منډو هدف په تعقیب پیل کړه خو له ځانګړو منډو جوړولو پرته د ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو ښکار شول.

پاپوا نیو ګیني لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې په ۶۱.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د ۲۰۱ منډو په ستر توپیر یي ماتې وخوړه.

د پاپوا نیو ګیني لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې والوا تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. والوا په ۱۵۱ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۱ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره په دوهم وار توپ اچونې کې یمین احمدزی او ظاهر خان حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. یمین احمدزی خپل ۱۲.۴ اورونو کې ۴۱ منډو ورکولو سره څلور ویکټې او ظاهر خان خپل ۸.۵ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړې.

دوهم وار توپ اچونې کې ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x