نړۍ

ترکيې د روسيې جنګي الوتکه رانسکوره کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواک د روسيې يوه جنګي الوتکه راغورځولې ده.

د ترکي چارواکو په وینا دا پېښه نن سهار د سوريې او ترکيې سرحدي سيمو تر منځ شوې ده.

د روسيې خبري اژانس «انټر فاکس» د دفاع وزارت چارواکو له قوله وایي، چې سوخوی ۲۴ «SU24» ډوله روسي جنګي الوتکه د سوريې پر خاوره نسکوره شوې.

د ترکيې دفاع وزازت چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دوی لس ځله دغې روسي الوتکې ته خبرداری ورکړ، چې د ترکيې پر فضايي حريم تېری ونه کړي او بالاخره ترکي ځواکونه اړ شول، چې د ايف ۱۶ جنګي الوتکو په واسطه دغه روسۍ الوتکه رانسکوره کړه.

عربي رسنيو د نسکورې شوې الوتکې لنډه ويډيو هم خپره کړې، چې الوتکې اور اخيستی او دواړو پيلوټانو يې د پراشوټ په مرسته ځانونه له الوتکې غورځولي دي.
الجزيره تلويزون د خپلو تازه معلوماتو له مخې وايي، چې يو پيلوټ وژل شوی او بل يې ورک دی.

د ناټو د نظامي اصولو له مخې هغه الوتکه، چې د کوم هېواد پر فضايي حريم تېری کوي، بايد درې ځله خبرداری ورکړل شي او له هغې وروسته دغه هېواد کولای شي، چې د سرغړوونکې الوتکې په اړه خپله پرېکړه وکړي.

د ترکيې لومړي وزير داود اوغلو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې بهرنيو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د روسي الوتکو د سرغړونې موضوع په ناټو سازمان او ملګرو ملتونو کې راپورته کړي.

د روان کال اکتوبر راهيسې، چې روسي الوتکو سوريه کې د داعش پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي، روسي الوتکو څو ځله د ترکيې پر فضايي حريم تېری کړی او ترکيې په دې اړه روسيې او ملګرو ملتونو ته خپل ګواښ او احتجاجي يادښت وړاندې کړی دی.

امريکا او ناټو هم روسېې ته ګواښ کړی، چې له داسې کړنو ځان وساتي او د تکراري سرغړونو په نتيجه کې د روسي الوتکو د نسکورېدو امکان هم شته.

تېره مياشت هم د ترکيې هوايي ځواک يوه بې پيلوټه روسي الوتکه رانسکوره کړې وه.

روسي چارواکو تر اوسه د يادې الوتکې د نسکوېدو په اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

https://www.youtube.com/watch?v=Akmlasb6wqk

https://www.youtube.com/watch?v=WdhpSO_T3ik

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x