نړۍ

د پاکستان لومړۍ ښځينه جنګي پيلوټه ووژل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړۍ ښځينه جنګي پيلوټه د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوی ده.

د پاکستان د هوايي ځواک وياند ويلي چې د پاکستان د پنجاب ايالت د ميانوالې په ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواک یوه (ايف ټي ۷) ډوله الوتکه د روزنې پرمهال غورځېدلې چې له امله يې د مريم مختار په نامه يوه ښځينه جنګي پيلوټه وژل شوې ده.

د هوايي ځواک وياند ويلي چې په الوتکه کې د دغه ځواک يو بل کارمند ثاقب عباسي او مريم مختيار د معمول سره سم په ورځنيو روزنيزو چارو بوخته وه چې الوتکه يې د تخنيکي ستونزې ښکار شوه او راوغورځېده.

په دغه پېښه کې ثاقب عباسي ټپي شوی او مريم مختيار وژل شوې ده.

د پاکستان د پوځ په تاريخ کې مختيار لومړۍ ښځينه پيلوټه وه چې د پېلوټۍ مقام ته رسېدلې وه.

۲۴ کلنه مريم مختيار د پاکستان د کراچي اوسېدونکې وه او له دوو کالونو راهيسې يې د پاکستان په هوايي ځواک کې دنده ترسره کوله.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x