سروې: پر امريکا د خلکو باور تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ۳مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا يوې څېړنيزې ادارې د يوې تازه ترسره شوې سروي په راپور کې ويل شوي چې د امريکا ۱۹ سلنه خلک په حکومت باور لري.

د پي ار سي په نامه د څېړنيزې ادارې په راپور کې راغلي چې د امريکا د تاريخ په نيمه پېړۍ کې په لومړي ځل پر امريکا د خلکو باور تر ټولو ټيټې کچې ته راغلی دی.

په ۲۰۰۱ کال په امريکا د خلکو دباور کچه ۶۰سلنه وه خو په افغانستان او عراق د امريکا يرغل هغه څه وو چې دغه محبوبيت يې هم ۱۹ سلنو ته راټيټ کړ.

ددغې سروې راپور د ۶۰۰۰ امريکايانو څخه د نظرونو اخيستلو پر بنسټ تيارشوی دی.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ زيږديز کال کې د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره کمپاينونو زور اخيستی خو په دې سروې کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په نوماندانو هم د۷۶ سلنه امريکايانو بدګوماني زياته شوې ده.

دوی وايي هغه څوک چې غواړي ځانونه اقتدار ته ورسوي په دوی کې داسې څوک هم شته چې که پرځای يې يو عادي سړي ته واک ورکړل شي خپل مسؤليت به په ښه توګه ترسره کړي.

د سروې په راپور کې دخلکو له نظرونو څخه څرګنده شوي چې له ۷۰ تر ۷۴ سلنه امريکايي چارواکي په رښتينې توګه خپلې چارې پرمخ نه بيايي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د