د ننګرهار د پخواني والي ساتونکو دوه وروڼه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار د پخواني والي مولوي عطاء الله لودين پلويانو د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه وروڼه وژلي.

د ننګرهار د نابينايانو د ټولنې مشر فضل غني بشر دوست وايي چې د کامې په ولسوالۍ کې يې دوه وروڼه د عطاء الله لودين د کسانو له خوا وژل شوي دي.

بشر دوست وايي چې ددوی خپله پلرنۍ ځمکه د عطاء الله لودين له لوري غصب شوې وه او خرڅه کړې يې وه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ مو ترې بېرته راوګرځوله، خو نن مې چې وروڼه ځمکې ته ورغلل د لودين کسانو ورته کمين نيولی و او دواړه يې ووژل.

هغه وويل چې له پېښې وروسته هيڅ پوليس او امنيتي کسان سيمې ته ورنغلل او د دوی پوښتنه يې ونه کړه.

نوموړي د کامې پر ولسوال او امنيه قومندان تور پوري کړ او ويې ويل چې سهار يې له پېښې وروسته ولسوال او امنيه قومندان ته خبر ورکړ خو دوی د پېسو په مقابل کې د دوی د پېښې څخه ځانونه نا خبره ساتلي دي.

بشر دوست وويل چې «څو ورځې وړاندې مو هم د لودين کسان چې غوښتل يې پر مونږ بريد وکړي نيولي وو او قومندانۍ ته مو سپارلي وو خو عطاء الله لودين قومندان ته زنګ وواهه او هغوی يې بېرته خوشې کړل.»

بل لور ته ننګرهار پخواني والي او د سولې د شورا غړي مولوي عطاء الله لودين په پېښه کې لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې دی په هېڅ ځای کې وسله وال کسان نه لري او نه هم دغه وژنې ددوی کسانو کړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي رسنيو سره په خبرو کې دغه پېښه تائيد کړه او ويې ويل چې ددې پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

مولوي عطاء الله لودين د حزب اسلامي «حکمتيار» د ګوند غړی دی او د ولسي جرګې پخوانی وکيل او د سولې د شورا برحال غړی دی، په ننګرهار کې د سليم کندوزي څخه مخکې د څه مودې له پاره والي پاتې شوی دی چې دده د ولايت پر مهال په ننګرهار کې هيڅ کوم بدلون رانغی، د نوموړي په اړه ویل کیږي چې ننګرهار ته د والي په حيث په راتګ خوښ نه و.

په افغانستان کې د ځمکو په سر لانجې هغه څه دي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې له امله وخت پر وخت خلک وژل کیږي او دولت هم ډېر ځله د ځمکو د غاصبينو څخه سر ټکوي او ډېری دولتي ځمکې اوس هم د زورواکو غاصبينو او چارواکو په ولکه کې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د