افغانستان

د غور ولایت په مرکزي سیمه کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): د غور ولایت څخه په تازه رارسیدلي راپورونو کې ویل شوي چې د دې ولایت د مرکز فیروزکوه په الله یار سیمه کې د طالب او حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.

سیمه ییز خلګ وایې چې طالب ځواکونو پر حکومتي مرکزونو او امنیتي پوستو بریدونه پيل کړي او د حکومتي ځواکونو څخه یې ځیني پوځي وسایط نیولي او مرګ ژوبله یې هم رامنځته کړي ده.

امنیتي چارواکو تراوسه د یوه سرتیري د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د غور ولایت امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او دلته د طالبانو حرکتونه ډیر تر سترګو کیږي چې دادی اوس طالبانو د دې ولایت تر مرکزه ځان رسولی او هلته یې جګړه پيل کړي.

طالبانو لا د جګړې په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x