ټولنیزه برخه

اند و اند(6) سبا چې…!

سبا چیسبا، چې نوی کال به وي،

سبا، چې د سبانۍ ورځ پيل به وي،
سبا، او سبانی کال چې زمونږ په ژوند کې به ډیر ارزښت ولري،
سبا او سبانی کال چې د تدبیر څخه ډکه پریکړه به یې بعضې د درویشانو په څیر په داسې رفتار ولاړ شي چې ډیر به پکې په ځوانۍ درانده سپین ږیري کړي؛ او ډیرکې خلک به د هغوی د شبابي دورې په ګناهونو هم پرده واچوي!

د سبا او سبانی کال پای به هم د لمر د ولیدلو د صحنې په څیر وي، داسې صحنه چې لمر به پکې غړ غړه کیږي او راتلونکی شپه به پکې لا توروي، شپه چې مونږ به پکې د سپوږمۍ د نرې او نازکې رڼا په جوارۍ کې یو!

سبا او سبانی کال چې اخرنی پړاو به یې تر ټولو زیات سخت وي!
سبا او سبانی کال چې اخري سخت پړاو به یې یا د تهجدو د آذان په څیر وي چې مونږ به د نورې سختې تیارې په طمعه کوي او یا به د سحر د آذان په شان وي چې د تیاری د ختمیدلو زیری به راکوي او خلک به د خپڅجن خوب څخه ویښوي!

سبا او سبانی کال چې زمونږ لپاره ډیر ارزښت لري!
سبا چې یا به نن شي او یا به د تل په شان سبا وي!
سبا، چې سبا کې به سبا وي او بل سبا کې بل سبا!
سبا، چې لا چا ندی لیدلی- همدا د سبا فلسفه ده چې ما تل ویرژن، خفه او انديښمن کوي.

سبا، چې د لمر په ښکاره کیدو به لمر له ځان سره د شپې تورتم ورک کړي،
سبا، چې لمر به هم هغه لمر وي، خو د تېرې شپې د تورې تیارې په مقابله کې به د ځلیدلو په لور روان شي،
سبا، چې پس د اوږده خوبه به مونږ له ځان سره د نوې ویښتابې په لور بیايي،
سبا، چې د نن نه وروسته وي، سبا چې هم سبا ته وايي!
سبا، چې نن به پکې پرون وي، او پرون به پکې تېر وي!
سبا، چې د اوږدې شپې څخه به په هغه نن کې بدلیږي!
سبا، چې هیڅ به هم پکې پر شا نشي تللای مګر هر څه به پکې پر مخ روانیدای شي!
سبا، چې مونږ به پکې هر څه پرون ګڼو، پرون په دې معنی چې د پرونی شپې تر ټولو سخت تورجن پړاو به پای ته رسیدلی وي!

سبا، چې لمر به پکې یوځل بیا د لید څخه ډکه سترګه ترلاسه کړي!
سبا چې مونږ به له سره پکې د نوی ژوند په تکل ځو،
سبا چې مونږ به پکې هر څه د پيل څخه پيلوو،
سبا چې مونږ به پکې هیڅ هم سبا نه ګڼو، بلکه نن – همدا د سبا فلسفه ده چې ما تل هاند ساتي!

ليوني ليكوال
lewany.leekwal@hotmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x