افغانستان

طالبان وايي فاریاب کې يې دوه امریکایان ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): سیمه ایزو طالبانو په فاریاب ولایت کې د چورلکې د رانسکورولو په نننۍ پېښه کې د دوو تنو امریکایانو د نیولو خبر ورکړ.

د ملي اردو دغه بهرنۍ قراردادي چورلکه نن مازیګر د یاد ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وویشتل شوه.

ځايي طالبان وايي چې په پېښه کې د ۳ تنو پر وژل کېدو سربېره د ملي اردو ۱۳ تنه سرتیري او ۲ امریکایان ژوندي په لاس ورغلي دي.

ځیني سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه دوه کسه بهرني اتباع کیدای شي د روس وي.

ځایې اوسیدونکي وایې پېښه د پښتونکوټ ولسوالۍ په غارتپه سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې چورلکي د هوا د خرابېدو له امله په ټېټه فضاء کې الوتنه کول.

تر دې دمه د پېښې په تړاو په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x