نړۍ

پوتین: زمونږ د الوتکي غورځول به ډیر بد عواقب ولري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): د روسیې ولسمشر ویلادیمیر بوتین نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د ترکیې له اړخه زمونږ د جنګي الوتکي غورځول به ډیر بد عواقب ولري.

نوموړي دا څرګنده نه کړه چې دغه عواقب به څه وي، خو زیاته یې کړه چې ددوی الوتکه په هیڅ صورت د ترکیې لپاره تهدید نه وه، بلکي په سوریه کې دداعش په خلاف یې جګړه کول.

نوموړي همدا راز د تروریزم په خلاف جګړه کې د ترکیې له خوا د جنګي الوتکي را غورځول د شا له خوا د وار سره تشبیه کړ. پوتین زیاته کړ، «ددې عواقب به د ترکیې او روسیې پر اړیکو ډیر بد وي.»

د روسیې څخه ځینو باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګي لافروف له مخکې څخه پلان شوی سفر هم وځنډول شو. تمه کیده چې نوموړی به سبا ترکیې ته سفر کوي او هلته به د خپل سیال سره ګوري.

پوتین چې د لومړي ځل لپاره یې د خپلي جنګي الوتکي په اړه څرګندوي کولې، وویل «مونږ به دغه پيښه نوره هم وڅیړو، خو لومړنۍ څیړني ښيي چې د روسیې جنګي الوتکه د سوریې د پولي څخه په څلور کیلومترۍ کې غورځېدلې.»

باید وویل شي چې نن سهار د جبل الترکمان په نامه سیمه کې دوه روسي الوتکو د بشار الاسد د نظام په مخالفو وسلوالو بمبارۍ کولې، چې دواړي یې د ترکیې په لور اوښتي.

د ترکي رسنیو د راپورونو سره سم یوه الوتکه هغه وخت بیرته سوریې ته وګرځېده کله چې د ترکیې د هوايي ځواک له خوا تنبیه کړل شوه، خو بله الوتکه د ۵ دقیقو لپاره د ترکیې په فضائي حریم کې پاته شوه، او په دغه موده کې لس ځله مکرره ورته وویل شوه چې د ترکیې د فضايي حریم څخه دي ووزي، چې د نه منلو په صورت کې د ایف ۱۶ الوتکي په واسطه په نښه شوه.

د هوايي ځواکونو او جنګي الوتکو کارپوهان وايي چې د یوې جنګي الوتکي لپاره په بل هیواد کې د ۵ دقیقو لپاره پاته کېدل ډېره زیاته موده ده.

د نړیوال قانون له مخي هر هیواد حق لري چې د خپل فضائي حریم د ساتني په موخه تیری کونکي الوتکي ته ۳ ځله اخطار ورکړي او بیا حق لري چې په وړاندي جدي اقدام وکړي.

ترکیې ددې تر مخه هم په انقره کې د روسیې سفیر احضار کړی وو او د روسي الوتکو له خوا یې د ترکیې پر حریم تیری په سختو ټکو غندلی وو او ګواښ یې کړی وو چې دوی په دې اړه تر دې زیات د تحمل او صبر څخه کار نه شي اخیستلای.

د سیاسي چارو کارپوهانو په وینا د ترکي هوايي ځواک له لوري د روسي الوتکي په دا شکل را غورځول د روسیې لپاره په سیمه کې لومړنی ګوزار وو چې کیدای شي له کبله یې په سیمه کې جګړه لا توده شي.

ترکیې د پيښي سمدستي وروسته ملګرو ملتونو او همداسي د ناټو هیوادونو امنیتي شورا دایرولو غوښتنه کړې.

ترکیا د ناټو غړی هیواد دی ، ناټو د اوروپايي هیوادونو پوځي ځواک دی چې له پیله یې جوړښت د روسي خطر څخه د اوروپائي هیوادونو د ساتني لپاره ایښودل شوی، دا لومړی ځل دی چې د ناټو غړی هیواد په مستقیم ډول د روسیې پوځي هدف په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x