افغانستان

کابل: د سیاسي چارو کارپوه احمدسعیدي په نښه شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي نن ماښام د نامعلومو وسله والو له لوري د پلازمېنه کابل په شهرنو کې وویشتل شو. نوموړی په ټپي حالت کې ایمرجنسي روغتون ته رسول شوی. د سعیدي روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

که څه هم د دې پيښي مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو نوموړي تیره ورځ پر ګډ حکومت په تېره پر اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله توندې نیوکې وکړې. سعیدي تېرو ټاکنو کې عبدالله عبدالله لپاره کمپاین وکړ. نوموړي پرون پر ډاکټر عبدالله تور پورې کړ چې حکومت یې مشروعیت نه لري، خپل مسؤولیت نه پيژني، د ولسمشر په شمول د ارګ ټوله کابینه او جګ پوړي چارواکي په فساد کې ښکېل دي، یوه ورځ درواغ وايي، بله ورځ پښېمانه شي.
احمد سعیدي وویل چې د دې حکومت د ړنګېدو لپاره به ډیر ژر لویه جرګه دایره شي او دغه غیر مشروع حکومت به له منځه یو وړل شي.

د سعیدي د تېرې ورځې خبرو لنډیز د نن ټکي اسیا په لاندې تړوني موندلي شئ:

احمد سعیدي: ډاکټر عبدالله درواغ وايي، حزب التحریر وسلواله ډله نه ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

تاسي خو حدب التحرير هم معرفى كرى چى مشر يي حًوك ده سياسي كه مذهبي تگ لاره لرى يا كوم استخباراتى دله ده؟؟؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x