سوریه کې د روسیې دوهمه الوتکه رانسکوره شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي چې مرکز یې په بریطانیا کې دی ویلي چې په لازقیه ولایت کې د روسیې جنګي هلیکوپتر رانسکوره شوي او پلوټ یې وژل شوی دی.

پېښه د روسیې اداري هیات تایید کړي او زیاتوي کله چې د ترکیې له لوري سوخوی جنګي الوتکه وویشتل شوه نو د پېښي ځای ته دوې جنګي ایم.آی.۸ ډوله چورلکي ولیږل شوي تر څو د پلوټانو ژوند وژغوري خو یوې یې د پلوټ ژغورلو ناکامه هڅه وکړه او په همدې سره وغورځېدل.

د روسي ځواکونو یوه جنرال سرګي رودسکوی په تلویزوني خپرونه کې وویل چې په پېښه کې د چورلکي پیلوټ وژل شوی او چورلکه هم تخریب شوي ده.

ها خوا بیا په سوریه کې د اسد رژیم خلاف جنګیدونکي یوې ډلي ویلي چې چورلکه ددوی له لوري د ټانګ ضد توغندی سره ویشتل شوي او راغورځول شوي ده، روسي چارواکو ددوی خبره رد کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د