افغانستان

اسلامي امارت په هیواد کي د تعلیم پلوي دی او د پرمختګ هڅه یی کوي – خبرپاڼه

نن ټکی آسیا: په یوه تازه اعلامیه کي چي نن د طالبانو د اسلامي امارت له خوا اعلان شوې، ویل شوي چي اسلامي امارت د علم او پوهي په اهمیت تر بل هر چا زیات پوهیږي، او تعلیم د دنیا او آخرت د سعادت سبب بولي.

په خبرپاڼه کی راغلي چي اسلامي امارت د هر هغه تعلیم پلوي او د پرمختګ هڅه یی کوي چي په یوه سالم چوکاټ کي حاصلیږي.

خو د خبرپاڼي په وینا اسلامي امارت هغه ادارو یا تعلیمي مراکزو ته هیڅ کله اجازه نه ورکوي، چي د عیسوني یا یهودي دین تبلیغ کوي، او د افغانستان د عام ولس اولادونه خپل باطل ادیانو ته دعوتوي.

طالبانو پر عام ولس باندي غږ کړی چي خپل اولادونه په دغو ادارو کي وانه چوي، او دا اداري باید تشخیص او معلومي کړي، تر څو عام ولس یی له شره وساتل سي.

باید وویل شي چي په افغانستان کي تبشیري او تنصیري مبلغینو د خپلو امکاناتو او مؤسسو په استخدام سره په دې توانیدلی چي یو شمیر ساده او غریب افغانان د خپل دین څخه واړوي، او په دې لاره کي تر حد زیات امکانات په کار اچولي دي.

داسی مالومیږی چي طالبان غواړي په دې خبرپاڼي سره هغه تورونه رد کړي چي ګواکي طالبان د تعلیم خلاف دي.

د یادوني وړ ده چي زمونږ د معلوماتو له مخي طالبان په افغانستان کي اوس هم خپل تعلیمي او تربوي فعالیت د تعلیم او تربیه د کمیسون په نامه د ادارې له خوا جاري ساتلی دی، او په دې لړ کي ځینی مدارس او مکتبونه د افغانستان په مختلفو برخو کي لري، او هم ددغه کمیسون له لاري د حکومتي او شخصي مدارسو څارنه کوي.

د طالبانو دا وروستی خبرپاڼه نن ټکی آسیا د خپلو هیوادوالو د لا معلوماتو لپاره دلته کټ مټ نشروي:


 

په هيواد کې دتعلیم او تربیې په اړه داسلامی امارت اعلاميه

داچې داسلامی امارت اکثريت غړي الحمدلله عالمان او زده کونکي يا استادان دي او دعلم او پوهې په اهميت تر بل هرچا زیات پوهيږي ، تعلیم او زده کړه چې واقعاتعليم او زده کړه وي دانساني ټولنې د دنيا او آخرت دسعادت سبب بولي ، داسلام ستر پیغمبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دتعليم په اړه واضحه لارښونه کړې او دعلم حاصلول يې دهرمؤمن لپاره اړين بللي دي، اسلامی امارت داسلام دمقدس دین د لارښونو په نظرکې نيولو سره دهر هغه تعلیم پلوي کوي او دپرمختګ هڅه يې کوي چې په یوه سالم چوکاټ کې حاصليږي او ددنيا او آخرت په اړه دانساني ټولنې استقامت ټاکي ، خو داسلامي امارت دغه دريځ کله هم دامعني نه لري چې خدای مکړه دتعلیم په نامه هرڅه چې کيږي مجاز او آزادبه وي ، زموږ دهيواد دتعلیم په سيستم کې هيڅکله هغسي په اصطلاح تعليم ته اجازه نشته چې هغه دعيسوي کانالونوپه دستورداسلامی ټولنو د انحرا ف لپاره په کار لويږي اودهیواد والو او لادونه با طلو اد یانو ته دعو توي نو په همدې وجه اسلامی امارت د ټولو مجازو تعلیماتو په ترلاسه کولو کې دخپلو هيوادوالو سره ګام په ګام ملګری ده او داراز تعلیم په لاره کې به خپل ټول وس له هیوادوالو ونه سپموی ، په مقابل کې له هیوادوالو هم غواړي چې هغه حلقي چي دتعلیم په نامه یهویت ،نصرانیت اونوروغیرشرعي طریقو ته دعو ت کوي په ځیر سره تشخيص او معلومي کړي او خپل اولادونه کله هم په داسي ادارو کې په اصطلاح دتعلیم په نامه داخل نکړی چې دتعلیم پرځای یې اولادونوته خدای مکړه دتنصير اوتبشير عيسوي مزخرف تعلیمات ورکړي او دخپل دین نه يې بيګانه کړي . والسلام

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۲/۲۲هق

۱۳۹۱/۱۰/۱۵ هش ـــ ۲۰۱۳/۱/۴م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x