fbpx

فيفا: وکيلان د استيضاح پر مهال له وزيرانو رشوتونه اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو اداره «فيفا» وايي چې د ولسي جرګې وکيلان د استيضاح پر مهال له وزيرانو څخه پیسې اخلي او دا کار يې د اندېښنې وړ بللی دی.

د فيفا د پارلماني چارو مسؤول شريف اختر وايي چې له وزيرانو څخه د استيضاح پر مهال د وکيلانو له لورې پيسې اخيستل په دغه ادارو کې د فساد پراختيا ته لاره هواره وي.

شريف اختر د ولسي جرګې له اداري پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې يو داسې ميکانيزم رامنځته کړي ترڅو د وزيرانو د استيضاح پر مهال د رشوتونو مخه ونيسي او په سمه توګه د وزيرانو استيضاح او نورې چارې تر سره شي.

هغه وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې په ولسي جرګه کې د نصاب د نيمګړتيا له امله ډيری قوانين بې تصويبه پاتې شوي دي.

په ولسي جرګه د اداري فساد او رشوت په اړه تر دې وړاندې هم د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي ويلي و چې د ولسي جرګې ډیری غړي له استيضاح څخه مخکې له وزيرانو پيسې اخلي.

عبدالرحيم ایوبي ويلي وو چې کره اسناد او شواهد لري چې د ولسي جرګې غړي په فساد تورن دي او د وزيرانو د استيضاح او نورو چارو پر وخت بډې او رشوتونه اخلي.

بل لورته د ولسي جرګې غړې نسيمه نيازۍ هم د فيفا د ادعا پخلی وکړ او د ولسي جرګې مشر يې د وزيرانو د استيضاح پر وخت په فساد تورن کړی دی.

د يادونې وړ ده چې نړۍ واله ټولنه او د افغانستان دولت په هېواد کې د اداري فساد له امله سر ټکوي او دغه ستونزه يوه له سترو ننګونو بولي، خو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم په هېواد کې اداري فساد پراختيا مومي چې د دولت سربېره يې ولسي خلک چې په دولتي ادارو کې يې کار بند وي، له ستونزو سره مخ کړي دي.

د فيفا د ادارې د راپور په اړه تر اوسه د ولسي جرګې رياست څه نه دي ويلي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د