شعـــــرونه

ﺩﺧﭙﻠﻲ ﮊﺑﻲ ﻟﻪ ﻭﺑﺎﻟــﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــــﻲ

پښتون

ﺩﺧﭙﻠﻲ ﮊﺑﻲ ﻟﻪ ﻭﺑﺎﻟــﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــــﻲ
ﻻ‌ ﻟﻪ ﺟګړﻮ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺟﻨﺠﺎﻟﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــﻲ

ﭼﻲ ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﻳﻲ ﺩ ﻣﺮګی ټﻐﺮ ﭘﻪ ﻛﻮﺭ ﻫـﻮﺍﺭ ﺩﻱ
ﻟﻪ ﺩﻱ ﻭﻳﺮژﻟﻲ ﺯﺑﻮﻥ ﺣﺎﻟﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــﻲ

ګﻮﺭﻱ ﺩﻭﺧﺖ ﺩﺍﮊﺩﻫــﺎ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻛﻲ ﺩﺍړﻲ ﺷﻤﺎﺭﻱ
ﻟﻪ لﻭړ ﻫﻤﺖ ﺍﻭ ﻟﻮﻱ ﻛﻤﺎﻟﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــــﻲ

ګﻮﺭﻩ ﭘﻪ ﺩﻱ ﭘﺮ ځﺎﻥ ﺑﺴﻴﺎ ﺍﻭ ﺍﻭ ﺩ? ﻣړﻪ ﺩﻧﻴﺎﻛـــﻲ
ﺩﺑﻞ ﻟﻪ ﻓﻘﺮ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺳﻮﺍﻟﻪ ﭘښﺘـــﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــــﻲ

ﺩ ژونـــــدانه ﺩ حســـن ﻧﺎﺯ ﻭ ﺍﺩﺍ څـــﻪ ﭘﻴﮋﻧـــــﻲ
لا خوﺩﻣﺮګ ﻟﻪ ﺧﻂ ﻭﺧﺎﻟﻪ ﭘښــــﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــــﻲ

ګﻮﺭ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﺷـــﻮﻣﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﺩﭘښﺘﻮ ﭘﻴﻞ ﺷـــﻮﻱ
چی ‌ﻳــــﻲ ﻟﻪ ﺑﺮﺟﻪ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻓﺎﻟـﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــﻲ

ﺑﺲ ﭘﻪ ﻏﻴﺮﺕ ﺍﻭﭘـــﻪ ﻣــــﻴړﺎﻧﻪ ﻧـﻮ ﺩﻧﻴـــﺎ ﻣﻨﻠـــﻲ
ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﻟـﻪ ﺳﻴــــﺎﻟــﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـﻲ

حمد الله حلیم یار

————————-

سپینی توری

چي يو ځلي راپورته كـــړو مورال دسپينـــي تـــــوري
هرچــــاته به معلوم شي لــــوړجلال دسپينــــي توري

منطق او په تدبيــر كه غليم نه پريـــــږدي وطـــن نو
ملګـــروراته پاتي بس يو ســوال دسپينـــي تــــــوري

صليبـــــــه! تر هغــودي فلـــك غيږ كي ځــاي نشته
خورې چـــي پلوشـــي وي پر هـــــلال دسپيــــني توري

دسپينـــې عقيـــــدې سپيڅلـــو زڼـــو دامــــي واواري
ځانونـــــه خبردار كــــړئ په كمــــال دسپيــــني تـوري

قيصـــر او دكسرا زنګني توري يــــي كــــړې ماتــــي
تاريـخ كي مو پيدا نشــــو هيڅ سيـــال دسپينــــي توري

عـــــروج دمسلمــان چــــي دذلـــت سرحـــد ته رســــي
اي ربـــــه په ما مـــه ويــــنه زوال دسپيـــني تــــــوري

دتورو جګــــړه ماروپرګنو ژونــــد بـــه پري تنګ كــړي
زلمي چي كلــــه ومومـــي مجــــال دسپينـــــي تــــوري

ترمرګه يي بــــــل ساتــــي حليم يار وايـــي ملــــګــرو!
دژونــــــد وتورتمونو تــــــه مشال دسپينـــــــي تـــوري

حمدالله حليم يار
————–

دمشهد په لور

ځو د ميخانې په لــوري ګـــــــام اخلو
نن به دساقي له لاســـه جــــــام اخلـــو

ژونده ته ورځـــه ستا يي په مخه ښـــه
مونږ دمرګ په بيـــه ستا انجــــــام اخلو

مونږ يو دنړۍ يو زوريدلــــى قـــــــام
نور لــــه ظالــــمانو انتقـــــــام اخلـــــو

اي ديون ملګـــرو ! حوصــــلې په كار
ګام به دمنــــــزل په لور په پــــام اخلو

مونږ چي پيداكړي ده كعبــــه دعشـــــق
خدايـــه! ستاله مينې نه الهام اخلـــــــــو

ځوډيوې په لاس يي دمشهد په لور
يوځل دشهيد لالــی ســـــلام اخلــــو

حمــدالله حلــیم یـار

—————–


د مشهد په لور

ځو د ميخانې په لــوري ګـــــــام اخلو
نن به دساقي له لاســـه جــــــام اخلـــو

ژونده ته ورځـــه ستا يي په مخه ښـــه
مونږ دمرګ په بيـــه ستا انجــــــام اخلو

مونږ يو دنړۍ يو زوريدلــــى قـــــــام
نور لــــه ظالــــمانو انتقـــــــام اخلـــــو

اي ديون ملګـــرو ! حوصــــلې په كار
ګام به دمنــــــزل په لور په پــــام اخلو

مونږ چي پيداكړي ده كعبــــه دعشـــــق
خدايـــه! ستاله مينې نه الهام اخلـــــــــو

ځوډيوې په لاس يي دمشهد  په لور
يوځل دشهيد لالــی ســـــلام اخلــــو

حمــدالله حلــیم یـار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x