افغانستان

د ملي اردو سرتیرو هم د اروپا په لور مخه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو او کډوالو د چارو کارپوهان او چارواکي وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۱۶۰۰۰۰ زره افغانان اروپا ته رسیدلي او زیات شمېر یې نور پر لاره دي.

دا هغه کډوال دي چې اروپا ته یې مخه کړې، هغه چې پاکستان، ایران، منځني ختیځ هیوادونو، اسټرالیا او نورو سیمو ته یې هجرت کړی نه دي شمېرل شوي.

ځکه چې دغه کډوالو په افغانستان کې پر اوسني ګډحکومت ډاډ نه دي او په وينا يې خپل راتلونکی ورته په افغانستان کې روښانه نه ښکاري.

نن ټکي اسیا ته ځینو کره سرچینو وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت زیات شمېر منسوبین او د ملي اردو عسکر هم په زیاته کچه له هیواده پښې سپکوي.

اروپا او په خاصه توګه جرمني هغه کډوال مني چې په افغانستان کې ژوند ته د رشتیا هم خطره وي، چې له کبله یې د ملي اردو ټول عسکر او قومندانان ځان په جرمني کې د استوګني حقدار بولي.isa khan farar

جرمني او نورو اوروپايي هیوادونو ته تښتېدلي عسکر او عام مهاجرین له ځانه سره داسي جعلي ورقي ګرځوي چې په کښي د طالبانو له لوري دوی ته ګواښونه شوي وي.

په ایټالیا کې یوې افغاني مهاجري د اسوشیټډ پریس اژانس ته ویلي چې دوی درې کاله مخکي د ایټالیا حکومت په جعلي خط غلط کړ او ځانته یې د خپلي کورنۍ سره پناه واخیستله، او زیاتوي چې اوس دغه خطونه ډیر اعتبار نه لري ، ځکه چې له یوه مخي ټول ګډوال له ځانو سره ورته لیکونه لري.

باید وویل شي هغه افغانان او د ملي اردو عسکر چې د طالبانو سره په کومه جګړه د رسنیو پر مخ راغلي، ځان تر بل هر چا زیات د جرمني حقدار بولي، چې په همدې ضمن کې د عیسی خان لغماني په نامه هغه عسکر چې د ولسي جرګې ، ولس مشر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، او د ولسمشر مرستیالانو له لوري ونازول شو، د اتل لقب ورکړل شو او په زیاته کچه ورسره مالي او تشویقي مرستي وشولې، له هیواده پښې سپکي کړې.

عیسی خان لغمانی په پلازمینه کابل کې د طالبانو د یوه برید د شنډولو په خاطر اتل بلل شوی وو، نوموړي ادعا کړې وه چې شپږ طالب بریدګر یې په یوه یوه ټک وویشتل.

ویل کیږي چې عیسی خان د ایران پر لاره، لومړی ترکیې ته رسیدلی او بیا د سمندر له لاري تر یونانه رسیدلی.

هغه انځورونه چې پر ټولنیزو پاڼو د عیسی خان لغماني ملګرو نشر کړي، ښيي چې نوموړی د نورو افغان کډوالو سره اوروپا ته د رسیدو او پناه اخیستو په تمه دی.

د نوموړي پر تښتېدو افغانانو په ټولنیزو پاڼو کې د ګډ حکومت څخه د ډیري مایوسی اظهار کړی، دوی وايي چې د عیسی خان لغماني غوندي د ملي اردو منسوبین له هیواده تښتي، عام ولسي وګړي خو ملامت نه دي چې په افغانستان کې د ګډحکومت د «فاسدي ادارې»، اقتصادي وضعیت او کمزري حکومتدارۍ له کبله له هیواده پښو سپکولو ته ترجیح ورکوي.

isa khan laghmani (2) isa khan laghmani (7) isa khan laghmani (6) isa khan laghmani (5) isa khan laghmani (4) isa khan laghmani (3)

د عیسی خان لغماني په اړه په فیسبوک کې نشر شوي اوسني او پخواني پوسټونه په لاندي ادرس کې موندلای شئ:

http://on.fb.me/1Xek01S

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x