انجینر احمد شاه احمدرزی

د طالبانو په اړه د انجينر احمد شاه احمدزي خاطره

احمدالله احمدزی

انجينر احمدشاه احمدزی وتلې جهادي څېره ده، له شوروي يرغل وړاندې يې د کابل پوهنتون انجينري پوهنځی لوستی، ۱۹۷۵م کې د لوړو زده‌کړو په موخه امريکا ته ولاړ، ۱۹۷۵م کې يې له کلوروډا پوهنتونه په انجينري کې ماستري کړې او له هغې وروسته د سعودي عربستان په ملک فيصل پوهنتون کې استاد و.

پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال افغانستان ته راغی، لومړی يې د برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند د مرستيال په توګه او له څو کاله ځنډ وروسته يې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ اتحاد اسلامي کې د مرستيال په توګه کار کړی دی.

د مجاهدينو د حکومت پر مهال د عبوري حکومت صدر اعظم او کورنيو چارو وزير پاتې شوی دی.

د انجينر صیب تر ټولو غوره خوی دا دی، چې په خپلو او د مجاهدينو په تېروتنو اقرار کوي او وايي، چې د تېر جهاد ليډران له خپل ولس او جهاد سره رښتيني نه وه او اوس هم چې کوم پخواني جهادي مشران له امريکا سره کار او مرسته کوي، هېواد کې د سولې تر ټولو زيات مخالف همدا خلک دي.

له انجينر صيب سره په يو مجلس کې مخ شوم او خبره د طالبانو په حکومت او چارواکو راغله.

انجينر صيب ته مې وويل، چې د پخواني جهاد په مشرانو او طالبانو کې د توپير ټکي درته څه ښکاري؟

انجينر صيب په لومړي کې وويل، چې مجاهدين او طالبان دواړه د دې هېواد خلک دي، د دوی تر منځ بايد هېڅ توپير ونه شي. هغوی هم د دې هېواد بچي دي، هېواد ته يې خدمت کړی او طالبان هم د دې هېواد بچي دي، هېواد يې له سختو ناورينونو راويستی او اوس هم د هېواد ازادۍ لپاره جنګيږي او قرباني ورکوي.

مګر ما چې په خپله خبره يو څه ټينګار وکړ، چې يو څه توپير خو به وي او ملت ته بايد د زړه خبره وکړو.

انجينر صيب وويل، چې د تېر جهاد پر مهال جهادي ليډرانو او طالبانو کې جوهري توپير د فکر، قول او عمل و. پخوانيو ليډرانو به خپلو پلويانو او ولس ته درواغ ويل. کول به يې يو څه او ويل به يې بل څه. خپلو ما تحتو سره به يې د يوې خبرې ژمنه وکړه، مګر په لوی لاس به يې بيا له وعدې سرغړونه کوله. تل به يې هڅه کوله، چې خلکو ته ځانونه بوخت وښيي او عامو خلکو ورته لاس رسی نه لاره.

د طالبانو په اړه يې وويل، چې يو وخت لندن کې اوسېدم او د طالبانو د حکومت پر مهال مې بهرنيو چارو وزارت ته ټيليفون وکړ، غوښتل مې، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل سره خبرې وکړم، مګر تيليفون يو ټيټ پوړي طالب پورته کړ، خپل تعارف يې وکړ او د متوکل صيب د غياب خبره يې راته وکړه.

انجينر صيب زياتوي، چې دغه طالب ته مې د هېواد د روانو حالاتو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ورته مې وويل، چې متوکل صیب ته د ده خبرې ورسوي، چې طالب چارواکي بايد هېواد له روانو بحرانو وباسي، افغان لوريو سره په دې اړه سلامشورې وکړي او د افغانستان په اړه يوې داسې پرېکړې ته ورسيږي، چې د هېواد راتلونکی پرې روښانه شي.

د انجينر صيب په وينا بله ورځ له افغانستانه زنګ راغی او ګورم، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل خبرې کوي، زما له تيليفون کولو يې مننه وکړه راته يې وويل، چې دوی د داسې مشرانو خبرو او مشورو ته سترګې پر لاره دي او دی به د ده پيغام د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته هم ورسوي.

په سبا و که بله ورځ د ملاصيب له دفتره زنګ راغی او د طالبانو له دفتره يو تن ځان را وپيژاند، زما د خبرو او پيغام په اړه يې له ما سره خبرې وکړې، زما د هڅو او وړانديز درناوی يې وکړ او بلنه يې راکړه، چې افغانستان ته راشم او په دې اړه له طالبانو سره ګډې هلې ځلې وکړم.

انجينر صيب وويل، دغه ورځ مې فکر وکړ، چې ګوره د يو عادي مامور، د بهرنيو چارو وزير او د مشر ملاصيب خبره يوه وه، زما يو عادي پيغام ته يې دومره اهميت ورکړ او په عين حال کې د جهاد پر مهال د خپلو مشرانو ژمنو او درواغو په اړه مې هم فکر وکړ، چې خلکو او خپلو پلويانو سره به يې څومره درواغ ويل، قصدا به يې خلکو ته درواغ ويل او د خلکو له ښه نيت او اخلاصه به يې ناوړه استفاده کوله.

د طالبانو د روان مقاومت په اړه انجينر صيب وايي، چې په دومره سختو حالاتو له دومره ستر نړيوال ايتلاف سره مقاومت ډېر ستونزمن کار دی او زه کله فکر کوم، چې دوی سره به پردي استخبارات څه مرسته کوي او کنه.

د انجينر صیب په وينا د خپلو تجربو له مخې ويلی شم، چې پردي هېوادونه هېڅکله نه غواړي، چې مقاومت دې د يو مشر او يو بيرغ لاندې وي؛ ځکه چې دغه مرستندوی هېوادونه يې د خپل ځان لپاره ګواښ بولي او طالبانو ته چې ګورم، چې له تېرو دوو لسيزو راهيسې د يو مشر او يو بيرغ لاندې سره راټول دي، د کشر، مشر او امير خبره يې يوه ده، نو زه دغه غورځنګ هېڅکله پردی نه شم ګڼلی او که خبره د تېروتنو شي، نو هر چا کې کمزورۍ او ستونزې شته.

د انجينر صيب له قوله د پخوانيو مجاهدينو په پرتله د طالبانو مالي او نظامي بودجه د نشت برابر ده او دوی په دومره سختو حالاتو کې له دومره ستر نړيوال ايتلاف سره جنګيږي، نو زه وايم، چې د پخوانيو مجاهدينو په پرتله يې تېروتنې هم د نشت برابر دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
kham mohammad
میلمه
kham mohammad

دروند او د قدر وړ لیکوال (احمد الله احمدزي) څخه یوه نړۍ مننه. ډېره په زړه پورې لیکنه ده. هیله ده چې دا ډول لیکنو ته دوام ورکړئ.
قلم مو لا ځواکمن غواړم.