افغانستان

فارياب: د نیول شویو کسانو د خلاصون په موخه عملیات پیل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په فارياب ولایت کې د طالب ځواکونو له لوري د نیول شویو کسانو د خلاصون په موخه يې عمليات پیل کړي دي.

تېره ورځ مازیګر مهال هغه چورلکه چې له مزارشریف نه فارياب ته په لاره وه، د طالب ځواکونو له لوري په نښه او له سپرلۍ نه يې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې دغه چورلکه د یوې خصوصي کمپنۍ وه، چې د تخنیکي ستونزو له امله يې ناسته کړې ده، خو ځايي طالبان وايي چې دوی چورلکه په شیرین تګاب ولسوالۍ کې په نښه کړه چې په پښتونکوټ يې سقوط وکړ.

که څه هم تېره ورځ د فارياب ځايي چارواکو دغه چورلکه د ملي پوځ اړوند بللې وه، خو د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دا د یوې خصوصي کمپنۍ چورلکه ده، خبرپاڼه کې د کمپنۍ د نوم او نورو ځانګړنو په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو په رسمي خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو دغه چورلکه ویشتلې او ترې نیول شوي ۱۵ تنه يې ټول پوځي لباس لري، چې دوی خوندي ځایونو ته رسولي دي.

خبرپاڼه کاږي: «چورلکه کې سپاره کسان زیاتره ددښمن نظامي کسان دي اودزیاترو یې نظامي جامي په تن دي ، چورلکي له را غورځیدو وروسته اور واخست اوپه بشپړه توګه وسوځول شوه چې تر۲ ساعتونوپوري یې داورلمبي پورته کیدلې او په فضاء کې یې ترليري لیري د اور دودونه لیدل کیدل.»

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا مسوولینو د نیول شویو کسانو د خلاصون لپاره د عملياتو تاييد کړی او د دې لوا ویاند رضا رضايي وايي چې دوی هڅه کوي نیول شوي کسان وژغوري.

په فارياب کې ځايي طالبان وايي چې دوی په نیول شویو کسانو کې دوه تنه بهرنیان هم نیولي چې دم ګړۍ يې د هویت په اړه څه نه شي ویلی، خو په وينا يې ټول د دوی تر واک لاندې او خوندي ځايونو کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x