افغانستان

د طالبانو جعلي لیکونه نور په اروپا کې نه چلیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): هغه افغان کډوال چې د ښه ژوند او اقتصاد په خاطر د اروپا په لور له خطره ډک سفر کوي، له ځانونو سره داسې اسناد هم وړي چې ور باندې اروپا کې د پناه اخیستلو لپاره ځان حقدار وښيي.

د اسوشیټډپریس له وروستي راپور سره سم د کډوالو قاچاقبران په ډیرو پیسو کډوالو ته د طالبانو په نامه ګواښ لیکونه جوړوي، چې په دې لیکونو کې د دوی ژوند تهدید شوی وي او په ملکي یا پوځي ادارو کې د کار کولو په وجه ورته ګواښ شوی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسوشیټډپریس اژانس ته ویلي چې دوی کله هم چاته د تهدید په خاطر لیک نه دی لیږلی دا رنګه لیکونه ټول جعلي دي.

ویل کیږي چې اروپا ته د رسیدلو کډوالو څخه یې زیات شمېر د طالبانو له خوا داسې لیکونه له ځان سره لري چې پکې دوی له غربي ملاتړ څخه برخمن حکومت کې په کار کولو تورن شوي وي.

هغه کډوال چې په انګلیسي خبري کولای شي، بهانه کوي چې د امریکایانو او یا نورو بهرنیانو سره یې د ژباړونکو په حیث کار کړی، ځکه یې اوس طالبان ژوند تهدیدوي، ویل کیږي چې دغه کسان هم له ځانونو سره یو شمېر جعلي اسناد ګرځوي چې د دوی ادعا ثابتوي.

اسوشیټډپریس ته یوه جعل کار ویلي چې دا رنګه لیکونه ډیر اسانه جوړیږي د طالبانو له ویب پاڼي څخه د اسلامي امارت لوګو را کښته کړه، ترې لاندي په پښتو لیک ولیکه او کډوال ته یې ورکړه.

نوموړي ویلي چې یو ښه مسلکي لیک د ۸۰۰ ډالرو څخه بیا تر ۱۰۰۰ ډالرو پوري قیمت لري.

په جرمني کې افغان کډوال وايي چې د اکثره لیکونو لهجه او متن یو ډول مالومیږي چې له کبله یې اوس اروپايي هیوادونه هم شکمن شوي او دغسي لیکونو ته زیات اعتبار نه ورکوي.

taliban fake latter3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x