نظــر

په ( ازاد بازار ) کې ماشومان هم خرڅیږي

څو کاله وړاندې افغانستان ته دامریکایي یرغل دپساوند په دود له دیموکراسۍ سره غبرګه دازاد بازار اصطلاح هم راغله ، راډیوګانو ویل چې ددې اقتصادي نظام له برکته به افغانان دپیسو په راټولولو او ګڼلو پسې ونه رسیږي او ټول وطن به  دنیویارک دوال سټریټ غوندې دپیسو ډیپو شي .

دازاد بازار  په اړه ویل کیدل چې داد کمونیستي اقتصاد (اشتراکیت ) په مقابل کې دلویدیځ بدیل اقتصادي موډل دی ، چې دآدم سمیت په نوم یې کوم چا اساس ایښی ، دازاد بازار نه ظاهرا مطلب داوو چې مارکیټ باید په تمامه معنی دسرمایه درانو او مستهلکینو خوښې ته وسپارل شي ، او په بازار کې دحکومت هرډول مداخله قانونا ممنوع اعلان شي .

دهمدې فکر په اساس وو چې دیموکراسۍ خېلو دنوي اساسي قانون دتدوین په مهال داساسي قانون په لسمه ماده کې ولیکل چې ( په دولت لازمه ده چې دازاد بازار دنظام او اصولو په اساس دپانګونو او خصوصي تشبثاتو ملاتړ، حمایت او دامنیت تضمین وکړي ) په دې توګه افغانستان رسما دازاد بازار یا پانګوال نظام رحم کرم ته وسپارل شو .

دافغاني کمونیستانو نادودې په خپل ځای خو په افغانستان کې داشتراکي اقتصادي  نظام دشکست یوه وجه دابلل کیږي ، چې افغاني کمونیستانو دمارکس له  درجه بندۍ سره سم  دسوسیالیزم  سلسله مراحل نه وو مراعت کړي ، او بې وخته یې کارګري انقلاب برپا کړی وو ، ځکه مارکس ویل چې کارګري انقلاب باید دسرمایه دارۍ په ضد راپورته شي ، خو افغاني کمونیستانو له بیړې کار واخیست او داسې مهال چې افغانستان دفیوډالیزم په مرحله کې وو او کارګرانو هیڅ  شتون نه درلود ، دوی سوسیال انقلاب ته خیز وهل .

لږ ترلږه په اقتصادي بخش کې داشتراکي تجربې په شان دسرمایه دارۍ او ازاد بازار په برخه کې  هم همداسې بیړنۍ  او غیرمسلکي چلند ترسره شو .

دمارکس سیال  او دسرمایه دارۍ معتقد ژان ژاک روسو داشتراکیت په شان سرمایه دارۍ ته هم تکاملي مراحل ټاکلي ، چې له پنځ ګونو مراحلو طی کولو وروسته باید دازاد بازار اقتصاد په کې تطبیق شي .

خو دافغانستان  دیموکراسۍ خېلو په داسې مهال چې افغانستان په لومړنۍ مرحله ( دودیز اقتصاد ) کې قرار درلود ، او دڅلورملیارده  ډالرو په قیمت وارداتو په مقابل کې افغانستان یوازې  دڅلور میلیونه  ډالرو معادل صادرات لرل ، او ملي اقتصاد یوازې په استهلاک کې خلاصه کیده ، دمطلق ازاد بازار اقتصاد اعلان کړ .

په داسې حال کې چې اقتصادي وضعیت په هیڅ شکل ازاد بازار ته اماده نه وو او نه یې خلکو په اړه معلومات درلودل ، داقتصادي مطلقه ازادۍ اعلان  دحرفوي مالي ځبیښونکو ، میلونرانو او محتکرینو لپاره  خورا په زړه پورې فرصت وو ، ترڅو ددربدره  افغان ملت هډوکي نور هم وشپیلوي ، او هیواد له عامه فقر اوطبقاتي ناورین سره مخامخ کړي .

همداسې وشول ، دازاد بازار په سیوري کې دمارکیټ واک په بشپړ ډول څو بې رحمه سرمایه دارانو ته وسپارل شو، دنرخ او نرخنامې پدیده داقتصادي اخلاقو سره یوځای له منځه لاړه ، او دعوامو استثمار پیل شو ، دتوکو نرخونه ټاکل دبازاري استمثارګرو دخوښې خبره وګرځيده ، او په وړاندې یې چا ځکه داعتراض غږ نه شوای اوچتولی ، ځکه  چې داساسي قانون لسمې مادې همدغه وضعیت ( ازاد بازار ) په رسمیت پیژندلی وو .

سره له دې چې تراوسه دنړۍ په هیڅ هیواد کې  سل فیصده ازاد اقتصاد شتون نلري ، بلکې دټولو هیوادونو بازارونو نسبي ( کمه یا زیاته ) ازادي لري ، خو په افغانستان کې بازار په مطلق ډول ازاد اعلان شو،او د افغان مستهلکینو د  نفعې په خاطر هیڅ استثناء هم په رسمیت نه پیژندل کیدله .

دازاد بازار دیوولس کلن چلښت په پایله کې اولس په تیره دښارونو عام اوسیدونکي په سختۍ وځپل شول ، پانګه یوازې دلږ شمیر سرمایه دارانو په بانکي حسابونو کې راجمع شوه او اولس یوځل بیا دپولۍ ټک ته کیناست.

دازاد بازار داقتصاد په پایله کې که له یوې خوا په ښارونو کې دسوالګرونو لښکرې په څپوشوې بله غاړه ځینې داسې  نادودې او زړه دردونکي پیښې هم رامنځ ته شوې چې په رښتیني توګه یې دبازار ازادي په اثبات ورسوله .

د ۲۰۱۲ کال ددسمبر په ۲۷ پژواک اژانس خبر ورکړ چې دپروان په چاریکار ښار کې یوې کورنۍ خپله ماشومه لور په ۷ زره افغانۍ پلورلې ده ، همدا راز داتیره شپه  دجنورۍ په ۴ مه  امریکاغږ آشنا راډیو وویل چې دبلخ ولایت په مزار شریف ښار کې یوې کورنۍ خپل زوی داقتصادي ستونزو له امله په ۲۶ زره افغانۍ پلورلی دی .

دا پیښې څرګندوي چې دعامو افغانانو مالي وضعیت په کوم حالت کې قرار لري ، په داسې حال کې چې دهیواد زیاتره ماشومان دخوارځواکۍ له امله ځوریږي یا ژوند له لاسه ورکوي خو دولسمشر دلومړي مرستیا ل په ګډون حاکمه طبقه دشوګر اولوړ فشار ناروغان دي ، او هره ورځ خپلې وازدې ویلوي ، معلومیږي چې ازاد بازار یا دسرمایه دارانو نظام تروروستۍ کچې بیداد کړی .

همدا اوس په کابل کې ساړه ترهډوکو وزي ، خو دلرګیو بیه ترهغوګاونډیو سیمو لوړه ده چې له افغانستانه  دسون لرګې ورته صادریږي .

که دبازار ازادي  او په ټوله کې اقتصادي چلند اواخلاق په همدې حال پاته شي ، لرې نه ده چې هیوادوال دخپلو اولادونو په شمول دخرڅلاو ټول توکي له لاسه ورکړي ، چې بیا به وضعیت دکنترول نه وي . 

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x