
غور: چغچران ته څېرمه د دوو قومندانانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د غور د مرکز په چغچران په الله یار سیمه کې د طالب ځواکونو او دولتي عسکرو تر منځ په جګړه کې ۱۱ تنه وژل شوي او د پنځو نورو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.
طالب ځواکونه وايي چې په دې جګړه کې يې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۱ تنه وژلي او پنځه تنه يې ژوندي نیولي دي.
د غور امنیتي مسوولینو هم په جګړه کې د ۱۱ تنو وژل کېدل مني خو وايي چې د دوی یو افسر پکې وژل شوی، پاتې اته تنه طالب ځواکونه او دوه عام وګړي دي.
د غور امنیه قومندان مصطفی محسني وايي چې په دې جګړه کې د دوی یو تن افسر وژل شوی دی، خو د نیولو شويو په اړه يې څه نه دي ويلي.
طالبانو په دې جګړه کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو منلي او ويلي يې دي چې په جګړه کې ګڼ مهمات هم تر لاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د غور په څنګ فارياب ولایت کې د ملي اردو یوه چورلکه طالب ځواکونو ويشتلي او د دوو بهرنیو په ګډون يې ۱۳ تنه دولتي عسکر ژوندي نیولي دي.
دولتي سرچينو د چورلکې د ويشتل کېدو منلي دي، خو په کابل کې مېشتو بهرنیانو د خپلو دوو تنو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.