
پروان: طالب ځواکونو کوه ساپي کې بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې تېره شپه يې د پروان ولایت په کوه ساپي ولسوالۍ کې یوه امريکايي کشفي الوتکه نسکوره کړې ده.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پانه لیکي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د کوه ساپي په احمدزیو کلي کې دغه الوتکه په نښه او را نسکوره کړه.
د پروان ولایت د کوه ساپي ولسوال سیف الله بیدار هم وايي چې د بهرنیو ځواکونو یوه کشفي الوتکه تېره شپه د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نسکوره شوې ده.
بیدار وايي چې دغه الوتکه چې په سیمه کې يې کشفي فعالیت کاوه « ناڅاپه » په یوه شاړه ځمکه کې را غورځاره شوه.
په کابل کې د مېشتو بهرنیانو مطبوعاتي څانګې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم طالب ځواکونو د فارياب په پښتونکوټ کې یوه پوځي چورلکه په نښه کړه، چې درې تنه يې پکې ووژل او د دوو بهرنیانو په ګډون يې ۱۵ تنه نور ژوندي ونيول.
د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د دې کسانو د موندنې او خلاصون په موخه يې عملیات پیل کړي دي.