نظــر

د جسدونو سپکاوی، د اجيرې اردو له لوری دردونکی وحشت

په دې وروستیو کې  په فیسبوک او نورو ټولنيزو شبکو  کې یوه ويډیو خپره شوې چې  د ملي ارد عسکرو لخوا د طالب مړو  سپکاوی شویدی .

د ويډیو په اړه ویل کېږي چې دوه کاله مخکې په پکتیا ولایت مرکز ګردیز سره  په پینځه کیلو مترۍ کې پرته سيمه، سرکاري کلا کې رامنځته شوې.

په ويډیو کې د مړو شوو کسانو په اړه ویل کېږي چې د همدې ولایت دي او د صليبیانو سره ددری ساعته   جگړې وروسته له دوی  سره اسلحه ختمه شوه، بېرته د چوڼۍ نومې  کلي ته چې د مجاهدینو مرکز وه روان ول، 

په لاره کې ګوډاگیانو پولیسو او اردو ورته مخه  ونيولهو ناڅاپي يې پرې برید وکړ،  دا چې له مجاهدینو سره اسلحه ختمه شوې وه نو جګړې امکان نه درلود، ملګري سره خواره واره شول  یولس  ملگري د چوڼۍ کلي ته روغ رمټ ورسیدل او  ددې دوه شهیدانو په شمول یو بل غازي محاصره شول، په مړو کې   لومړنی كس عبد الستار سعادت نومېده  او تر دې دمه لا شهيد نه وه،  په پښه د صليبیانو لخوا  ويشتل شوى و  او بله مرمۍ د گوډاگيانو په نس کې ویشتلى وه چې وروسته لکه څرنګه چې په ويډو کې ښودل کېږي چې  په سخت ظلم او وحشت په شهادت ورسول شو.

 

 دوهم روزي خان نومېږي، د روزي خان په اړه  کلیوالو حکایت کاوه:  کله چې روزی د ګوډاګیانو لخوا محاصره شو ګوډاګیانو ورته وویل چې کلاشنکوپ وغورځوه او تسلیم شه ، شهيد روزي خان ورته په خندا کې وویل: تسلیم! او هغه هم تاسو ته. کليوالو زیاته کړه،  چې شهيد روزي خان ملي اردو ته کلاشنکوپ  ونیوه،  په کلاشینکوپ کې يې  مرمۍ  نه وه، یواځې غوښتل يې چې ګوډاګیان وډار کړي او په ده ډزې  وکړي، څو يې   شهید کړي او ژوندی يې ونه نیسي، ګوډاګیانو هم سمدستي ډزې ورباندې شروع کړې او په شهادت يې ورساوه.

په ويډیو کې ښودل کېږي چې ملي اردو عسکر  طالب مړي  په موټر پوری تړي او بیا یې کشوي.

ځيني عسکر مړو ته ښکنځل کوي او ځيني نور يې بیا د ويشتلو غوښتنه کوي.

یو عسکر چې له دې کاره ناخوښ ښکاري  وايي: (( دا کار مه کوئ، دا به مشهوره شي، د اردو نوم به مو په شرمونو وشرميږي.))

خو په ځواب کې یې بل عسکر وايي چې:(( نه! څه به مشهوره شي؟))

په ويډیو کې ښودل کېږي چې ځيني عسکر په مړو  پښې ږدي  او بیا یې په موټر پسې تړي.

د طالب مړو سپکاوی په کراتو ځل د امريکايي ځواکونو لخوا، ملي اردو او استخباراتي کړیو لخوا شویدی.

دا  په داسې حال کې چې امريکايي ځواکونو څو میاشتې مخکې په طالب مړو ميتیازې، له هغې مخکې يې مړو ته اور  واچولو چې د ټولو ملي، بین المللي اصولو خلاف دی.

همدا راز ملي پوليسو د طالب مړي  په چړو وهلي او هم يې له مرگ وروسته په سرونو ورختلي دي.

د یادونې وړ ده چې  د مړو بې حرمتي په هېڅ یو مذهب، دود او قانون کې نشته، خو جگړه ځپلي عسکر دومره وحشيان شوي دي چې د مړو د سوځېدو واخله تر ميتیازو کولو پورې هر څه کوي.

http://www.facebook.com/photo.php?v=122360727932046&set=vb.100004743572980&type=2&theater

 

—-

– خالد احسان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x