د نن سرلیکنه

د ظاهر قدیر څرګندونې ریښتیا غیر مسؤلانه دي؟! ـ سرليکنه

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: دولتي چارواکو په یوه خوله د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ښاغلي حاجي ظاهر قدیر هغه څرګندونې غیر مسؤلانه و بللې چې د تیرې دوشنبې په ورځ يې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له لوري د داعش د حمایت په اړه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې له ولسمشریزې ماڼۍ رانیوالې بیا تر دفاع اوکورنیو چارو وزارت او ملي امنیت پوري د هیواد ټول اجرايي ، دفاعي او امنیتي مسؤلین د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکې د څرګندونو په اړه داسې توند غبرګون ښيي او هغه په کلکه ردوي.

حاجي ظاهر قدیر په خپلو افشاء کوونکو څرګندونو کې وویل :

(( په خدای قسم چې د داعش پوځي قومندانان په کابل کې ژوند کوي ، په خدای قسم چې هغوی بهرنیو سفارتونو ته ورځي ، په خدای قسم چې هغوی زمونږ امنیتي ادارو ته تګ راتګ کوي)) .

ښايي د ولسي جرګې لومړی مرستیال د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي په توګه د ګډ حکومت د ډیرو هغو تر پردې لاندې جریاناتو په اړه تر دې نور هم ډیر معلومات له ځانه سره ولري کوم چې د یاد حکومت او د هغه د طراحانو (امریکایانو) ترمنځ تر اوسه پټ ساتل شوي او اوس يې دهیواد په دغو تر ټولو نازکو شرائطو کې امریکایانو د دولتي چارواکو په خوله د افشاء کولو اراده کړې وي .

دا هیڅ بعیده نه ده چې امریکايي چارواکي او د هغوی د تحت الحمایه حکومت د امنیت ملي شورا داعش وسله وال په کابل کې تر خپل نظارت لاندې حمایه او په افغانستان کې یې د ګډ وډي جوړولو لپاره استخدام کړي.

ځکه امریکایان غواړي د ګډ حکومت له بيوسي او بي کفایتي نه په استفادې سره دلته نور هم هرج او مرج او ګډ وډي رامنځته کړي او د داعش حمایه د دې کار لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.

د داعش په اړه د ښاغلي قدیر افشاء ګري هم د هغه د خپل فکر او ارادې محصول نه بلکې هغه امریکايي فرمایش دی چې هدف يي افغان ولس ته دا ور فهمول دي چې په دې هیواد کې د هرډول اخلال ګریو ابتکار او اجراء بیاهم د امریکایانو او په کابل کې د هغوي د سفارتي چارواکو په صلاحیت پوري تړلې خبره ده .

همدا امریکایان دی چې په ننګرهار کې له یوې خوا د داعش په را پیداکولو سره ولسي خلګ له ستونزو سره مخ کوي او له بلې خوا يې په مقابل کې د ولسي جرګې د مرستیال له لوري قومي ملیشي او اربکیان مسلح کوي او له هغوی سره يي جنګوي.

په ننګرهار کې د داعش جګړه ماران په شمال کې د دوستم ملیشې او د غزني په اندړو اونورو سیمو کې دولتي اربکیان ټول د عین هدف لپاره له همدې یوې سرچیني تمویلیږي ، که په ننګرهار کې داعشیان ژوندي انسانان په بمونو الوزوي ، که د غزني په اندړو کې دولتي اربکیان د ولسي خلګو میرمنې په زور مرکزونو ته بیايي او که په شمال کې د دوستم ملیشي د دولتي حاکمیت د تأمین په پلمه د خلګو کورونه سوځوي د ټولو هدف یودی او هغه د افغان ولس ترمنځ د اختلافاتو او داخلي شخړو راپیداکول او دلته امریکايي اشغال ته د دوام فرصت برابرول دي.

که څه هم چې دولتي چارواکو د داعش د حمایت په اړه د ظاهر قدیر څرګندونې په کلکه رد کړې ، خو په کابل کې د امریکا سفارت لا تر اوسه د هغو په اړه بي تفاوتي غوره کړې ، چې د امریکايي چارواکو دا بي تفاوتي په ضمني ډول د ښاغلي قدیر د څرګندونو د ریښتیا والې تله درنه وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د داعش فتنه د اسلامی نړی او اسلامی نظامی د مخنیوی د پاره که د سپټمیر تر پیښی زیاته نه وی کمه هم نه ده ، د سپټمبر پیښه د دویم ، دریم یا اخری صلیبی جنګ اعلانول او پیلول او د داعش فتنه د مسلمانانو خپل منځی ویشنه او خبل منځی جنګونه رامنځته کول دی زیاته هڅه یی د شییعه او سنی لوی حنګ رامنځته کول دی نو په دی واسطه به دغه د شیعه او سنی غلامانو سیاسی قدرت هم له لاسه وباسی یعنی اسلامی نړی به د امریکا په شان خپله او د اسراییلو په واسطه به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x