نړۍ

تونس: د ولسمشر د ساتونکو په بس له چاودنې وروسته بېړنۍ حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د شمالي افريقا په تونس هېواد کې پرون سهار د ولسمشر د ساتونکو په موټر کې د چاودنې له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د تونس د ولسمشر د ساتونکو بس موټر ولسمشرۍ ماڼۍ ته په لاره و.

له بريد وورسته د تونس ولسمشر الباجي قائد السبسي په دغه هېواد کې د ۳۰ ورځو له پاره بيړنی حالت اعلان کړی او ددغه هېواد په پلازمینه کې يې د شپې له ۱۰بجو څخه د سهار تر پنځو بجو ګرځبنديز اعلان کړی.

له پېښې وروسته ولسمشر الباجي اروپا ته خپل سفر چې ټاکل شوې وه نن پيل کړي لغوه کړ.

د تونس رسنیو د عيني شاهدانو له قوله ويلي چې چاودنه د ساتونکو په بس کې د سرتيري بريد د واسکټ له امله رامنځته شوې ده.

که څه هم اوسمهال په تونس کې کوم جدي تاوتريخوالی نشته خو د مصر دپخواني ولسمشر محمد مرسي پر نظام د کودتا او دمرسي د نيولو سره دغه هېواد مخالف دی.

تر دا مهاله د بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x