نظــر

د امارت په څېر په يو شرعي امر کې غير شرعي مخالفت

ليکوال ـ مجاهد منهاج-

کله چې په يوه مسئله کې د دوه مسلمانانو تر منځ مخالفت راشي ، دوی بايد اسلامي شريعت ته مراجعه وکړي او له اسلامي شريعت څخه د خپلمنځي مخالفت حل طلب کړي. د دوی مخالفت بايد د حق د اثبات لپاره وي نه د يو او بل د بدنامولو ، کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره .

کله چې د طالبانو د پخوانی مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر په ډاګه شو  ، د طالبانو د رهبري شوری د قاطع اکثريت له لوري ملا اختر محمد منصور د نوي امير په توګه وټاکل شو او د هيواد ، سيمې او نړۍ په کچه اکثريت طالبانو ، جيدو علماء کرامو او جهادي تنظيمونو ورسره بيعت وکړ او دی يې د خپل امير په توګه ومانه .

خو دا دی څو مياشتې وروسته موږ وليدل چې څو کسان د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې راټول شول او د ځان لپاره يې نوی سرپرست مشر وټاکه چې وروسته يې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د زيړوک په سيمه کې او تازه په تازه د هرات ولایت د غوريانو په ولسوالۍ کې د سيمه ايزو ځينو کليوالو سره غونډې دايرې کړې. . دغه غونډې حکومتي پوستو ته بيخي نيږدې ترسره شوې او د کابل حکومت پلوه رسنيو تر پراخ خبري پوښښ لاندې ونيولې او اوږده اوږده راپورونه يې پرې جوړ او خپاره کړل.

د دغې نوې کوچنی ډلګکۍ سرپرست امير څلور مرستيالان لري خو ځينو نومول شوو مرستيالانو يې له دوی سره اړيکې لرل رد کړي دي. په هر حال کوم دلايل چې د دغې نوې ډلې د رامنځته کولو د اړتيا او مشروعيت لپاره د دغه ډلې د کسانو لخوا له رسنيو سره شريک کيږي يوازې تش تورونه او تهمتونه دي چې د اثبات لپاره يې کوم سند او ثبوت تر اوسه ندی وړاندې شوی. نه يې تر اوسه د ملا اختر محمد منصور د امارت د بطلان لپاره له قرانکريم ، احاديثو، اجماع او قياس څخه کوم قانع کونکي دلايل وړاندې کړيدي او نه  د خپلې ډلې او نوي سرپرست مشر د مشروعيت لپاره له اسلامي شريعت څخه کوم دلايل لري ، يوازې ورځ تر بلې يې ژبه پوچه او تونديږي او په ټولنيزو شبکو کې خو يې بيا پلويان بيخي د ژبې او قلم عفت هم نه مراعاتوي ، آن پوچ او ښکنځل ليکي.

دې حقيقت ته په کتو د چارو شنونکي په دې آند دي چې د دغې ډلې جوړونکي ډير کينه کښ او ضدپال کسان معلوميږي ، تحرکات او تبليغات يې دومره له حسد نه ډک دي چې له خپل اصلي مشرتابه سره يې د جوړجاړي ټول چانسونه د هرې ورځې په تيريدو له لاسه ورکوي ، دا چې دوی د کم علمۍ يا د سياسي بصيرت د کمزورۍ او يا له کومې بلې وجې داسې ډول غير سنجيده او احساساتي برخورد کوي له هر چا سره يوه پيدا شوې پوښتنه ده . خو شنونکي بيا دې پوښتنې ته ځواب دا وايي چې په دوی کې د ګډ حکومت د استخباراتو او د سيمې ځينو استخباراتي کړيو نفوذ کړی او کوم خبري پوښښ چې د دوی تحرکاتو ته د حکومت پلوه رسنيو له لوري ورکول کيږي دا هم کوم عادي او تصادفي بهير ندی ، بلکه ښکاري چې دغه زمينه د امنيت ملي رياست ورته برابروي او د هغوی په خوښه رسنۍ د دوی تحرکاتو او غونډو ته دومره لوی انعکاس ورکوي او د ګډ حکومت استخبارات ترې د تبليغاتي ابزارو په څير استفاده کوي.

شنونکي زياتوي چې څرنګه چې له ملا اخترمحمد منصور سره د دوی د مخالفت طرز او طريقه ساده ، عاميانه او په سخت ضد ولاړه او غير شرعي ده نو له همدې امله دوی تر اوسه د هيچا زړونو ته لاره نده پيدا کړې او که يو څوک په ټولنيزو شبکو کې د دوی په وړاندې غبرګونونو ته ځير شي ، داسې معلوميږي چې له دوی څخه د طالبانو په ليکو کې ډيره زياته کرکه خوره شوې ده او تر څو چې دوی د خپلې داعيې د حق په جانب ثابتولو لپاره له اسلامي شريعت څخه قانع کونکي دلايل وړاندې نکړي له مسلمانانو او طالبانو څخه به يې څوک ملاتړ ته زړه ښه نکړي ځکه امارت يو شرعي مسئله ده او په شرعي مسئله کې يو مسلمان هم له شرعي حکم څخه پرته د چا نفساني غوښتنې او عقلي تاويلی ماويلی نه تسليموي که داسې شونې وای نو پخواني ولسمشر کرزي خو به ټول طالبان په همغه اوايلو کې خپل کړي وای ځکه د هغه خبرې ډيرې غوړې  ، غولونکې او نرمې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x