ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۳۱) – جنت او د هغه پراخی در په زړه کړه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

جنت او د هغه پراخی در په زړه کړه!

په ژوند کې انسان له هر ډول حالاتو سره مخ کېږی، کله تنګسه او کله خوشحاله وی، که یو څو ورځې غمجن شوی، یا دې چا حق تر پښو لاندې کړ، ته د دغو ستونزو په بدل کې د جنت نعمتونه در په زړه کړه، که داسې دې وکړل، نو ټولې اندېښنې به دې پاې ته ورسېږی، او له ډیر لوی تاوان نه به خلاص شې.

هوښیار هغه څوک دی، چې د اخرت لپاره کار کوی، ځکه چې هغه همېشنی ژوند دی، او تر ټولو ناپوه هغه څوک دی، چې په دې فانی نړۍ پسې نښتی وی، او همداسې خلک د مصیبت پر مهال ډېر اندېښمن او په خپلو کړو پښېمانه ښکاری، ځکه دوی سپکه او بې ارزښته نړۍ په پام کې نیولې، په داسې حال کې چې په دې نړۍ کې ډېر نه پاتې کېږی، حقیقت دا دی چې هېڅ ستونزه مو نه خوښېږی، او باید خوښه مو نشی، خو باید صبر پرې وکړو.

که دوی د جهالت او وحشت دغه توره او چټله پرده له سترګو پورته کړی، نو حقایق به ورته په ډاګه شی، او په ابدی کور (جنت) کې به خپلې ماڼۍ، حورې او غلاَمان په ثابت شوې توګه وګوری.

ایا موږ په دې اړه فکر کړی،؟ چې په جنت کې استوګن خلک نه مرګ لری، نه اندېښنه، نه لوړې او نه ژورې، نه زړښت لری او نه فنا، هغوی به په داسې کوټو کې استوګنه کوی، چې ظاهر به یې له باطن څخه ښکاری، او باطن به یې له ظاهر څخه.

هلته داسې څه شته چې نه سترګو لیدلی، نه د هغې په اړه غوږونو څه اوریدلی، او نه د کوم انسان په زړه کې د هغې تصور کېدای شی، پر اس سپور کس به یې د ونې تر سیوری لاندې سل کاله مزل کوی، خو بیا به یې هم لاندې کولای نشی، یوه د ملغلرو خېمه یې شپېته میله اوږدوالې لری، ویالې یې پر اوبو، شیدو، شاتو او شرابو تر و تازه او ډکې بهېږی، ماڼۍ یې ښکلې او تختونه یې اوچت دی.

لنډه دا، چې د ارمانونو او د هیلو د پوره کېدو ځای جنت دی، او په جنت کې هر څه شته:

” کله چې لاره د دغه ستر او نه فنا کېدونکی کور پر لور وی، نو ددې نړۍ غمونه بیا انسان ته واړه او سپک ښکاری. ”

تکړه شه! نېکې چارې تر سره کړه، چې د الله تعالی جنت ته ورشې، او د هغه په ګاونډ کې استوګن شې.

( سَلَامٌ عَلَیْکُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ )

” ( او جنتیانو ته به په جنت کې وویل شی چې ) پر تاسې سلامتیا ده، څنګه چې تاسو په دنیا کې له صبر څخه کار واخیست، د هغه په برکت نن تاسې ددې وړ ګرځېدلی یاست، نو څه ښه دی دغه د اخرت کور. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x