نظــر

پر فرانسې باندې د نومبر د ۱۳ مې نيټې د بریدونو اصلي علتونه کوم دي؟

احمد خالد محمدي

روان کال د نومبر په ۱۳ نیټه اته کسانو د پاریس په شپږو ځایونو باندې بریدونه تر سره کړل ، چې په پایله کې ۱۲۹ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ پورې نور ټپیان شول. د دغو بریدونو مسؤلیت د داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې په غاړه واخيست.

د نړۍ د ډیرو هیوادونو مشرانو دغه بریدونه وغندل. د فرانسې ولس مشر فرانسوا اولانډ د اسلامي دولت یا داعش په وړاندې د جګړې اعلان په داسې حال کې وکړ، چې له دې نه مخکې هم فرانسوي الوتکو په عراق او سوریې کې د داعش تر کنترول لاندې سیمې بمبارولی.

فرانسې د هیواد دننه بیړنۍ حالت اعلان کړ، ۱۵۰۰ امنیتي ځواکونه یې د پاریس کوڅو کې تعینات کړل، امنیتي اقدامات نور هم کلک شول تر څو د فرانسې امنیت خوندي شي. د فرانسي ولسمشر ژمنه وکړه چې د دغو بریدونو ځواب به په بی رحمۍ سره ورکړي. فرانسې د سوریې په الرقه ښار باندې د پرله پسې بمباریو او سوریې ته د پوځي تجهیزاتو د لیږلو تر څنګ ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم د داعش د له منځه وړلو طرح وړاندې کړه، چې پکې له ټولو هيوادونو څخه غوښتنه شوې ده چې د داعش په وړاندې په جګړه کې ګډون وکړي. دغه وړاندیز د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق سره ومانه.

پر فرانسې د دغو بریدونو څخه څرګندیږي چې داعش ډله په مسلمانو اروپايې ځوانانو کې په کافي اندازې باندې نفوذ لري. مهمه خبره دا ده چې که چیرته د دغو بریدونو پلانګذاري په سوریه یا عراق کې شوې هم شوې وي نو سربیره پر دې دا امکان نه لري چې بریدګرو به له سوريې او یا له عراق څخه وسلې، پیسې او نور امکانات له ځان سره فرانسې ته انتقال کړي وي، بلکه وسلې، نقلیه وسايط، او د اوسيدو ځای خپله په فرانسه او یا هم اروپا کې دوی ته چمتو شوي دي.

دلته پوښتنه مطرح کیږي چې څه شي د دې لامل شو چې په فرانسه کې زیږیدلی کس دی د خپل هيواد او خلکو په وړاندې په داسې اقدام لاس پورې کړي؟ ولې د فرانسې په خلاف دومره ډیره کرکه چې حتی د خپل خواږه ژوند پروا هم ونه ساتل شي؟ آيا یوازې د فرانسې کوڅو ته د ۱۵۰۰ امنیتي ځواکونو لیږل او د امنیت شورا د پریکړې په اساس سوریې او عراق کې نظامي مداخلې به د فرانسې امنیت خوندي کړي؟

که څه هم په ظاهره داسې ښکارې چې په فرانسې باندې د نومبر د میاشتي د ۱۳ بریدونه د “داعش” په وړاندې په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ په ايتلاف کې ګډون او د دوی په خلاف په عرق اوسوریه کې هوايي عملیات په بدله کې تر سره شوي وي ؛ خو زه استدلال کوم چې له دې پرته نور څه هم شته یعنې یوازې د داعش په وړاندې د فرانسې نظامي مداخلې دغه ځوانان نه وه په قهر کړۍ بلکه د دوی او نورو په زرهاو کسانو په زړونو کې د فرانسې په وړاندې د انتقام روحیه د اسلامي نړۍ په وړاندې د فرانسې تاریخې غیر منصفانه چلند را پارولې دي. چې زه یې دلته یوازې د نمونې په توګه د ځینو یادونه اړینه بولم:

لومړی د فرانسې استعمارۍ او تاریخي بی عدالتۍ:

فرانسه د ملګروملتونو د امنیت شوروا د دایمې غړۍ هيواد دی او د اروپا په لويه وچه کې یو له ډیرو مهمو هيوادونو څخه شمیرل کیږي، چې د ۶۷ میلونه نفوس په درلودلوسر د لانجو او جګړو نه ډګ تاریخ لري. په ۱۰۹۵ کال کې د مسلمانانو په خلاف د صلیبي جګړې لومړی اعلان هم د پاپ اربن دویم Pope Urban II له خوا په همدې هيواد کې وشو.

کله چې فرانسه او ټوله اروپا په ۱۲۹۱ کال کې په صلیبي جګړو کې په بشپړ ډول ناکام شول، نو فرانسې د اروپا سره لانجې پیل کړې. له ۱۳۳۷ څخه تر ۱۴۵۳ کال پورې فرانسه په اروپا کې په جګړې کې ښکیله وه چې په تاریخ کې ورته سل کلنه جګړه وايي.

په ۱۶ پیړۍ کې دغه هيواد د کاتولیک او پروتستانت ترمنځ مذهبي جګړې تود مرکز وو په اتلسمه پيړۍ کې یې لاس استعمار ته اوږد کړ او بیا د مستعمرو په سر د سیالۍ له کبله یې د انګلستان سره اووه کلنه جکړه پرمخ بوتله چې همدغه اووه کلنه جګړه په ۱۷۸۹ کال د فرانسې د انقلاب باعث وګرځيده.

د فرانسې د انقلاب دوره هم د امن او سوکالۍ دوره نه وه بلکه د انقلاب د مخالفینو په نامه په زرهاوو کسانو سرونه پرې شول. دغه دوره هم د وژنې او زندانې کولو دوره وه، ډیری غربي لیکوالان د ترهګرۍ یا Terror کلمې رامنځته کیدل هم له همدغې دورې څخه ګڼې.

د فرانسې د انقلاب څخه وروسته واک ناپیلون ترلاسه او تقریباً ټوله اروپا او د افریقي شمالي هیواد مصر یې هم اشغال کړ. د ناپیلون دوره لا ډیره خونړۍ او د جګړو او لانجو څخه ډیره ډکه دوره وه. کله چې په ۱۸۱۴ کال کې د ناپیلیون ماتي وخوړه نو په ۱۸۱۵ کال کې په اروپا کې د ویانا کنګره جوړه شوه. د ویانا د کنګرې څخه وروسته فرانسې او ټولې اروپا په خپلو منځنو کې لانجې کنترول او ټیټې کچې ته راوستې.

په دغه دوران کې فرانسې منسوخ شوې کاتولیزم ته شا کړه او په دین نه ولاړ نوي وضعې اصول او قواعد یې تصویب کړل، په ۱۸۷۰ کال کې یې شاهې نظام له منځه ولاړ او د دریم ځل لپاره جمهوریت تشکیل شو، په ۱۹۰۵ کال کې فرانسې د سکیلوریزم سخت قانون د Laicite په نامه وضع کړچې د عصري فرانسې فدرالي اصول وګرځیدل.

فرانسې د داخلې ناکراریو د حل او فصل او له نورو اروپایې هیوادونو سره د ستونزو د حل څخه وروسته د ضعیف او کمزورو هیوادونو په خلاف یوه بله اوږده جګړه پیل او د نړۍ په مختلفو لویو وچو کې یې د هیوادونو په استعمار باندې لاس پورې کړ. په ۱۹ او ۲۰ پیړۍ فرانسه د نړۍ دویم ستراستعمارګر هيواد شو. د فرانسې له خوا په استعمار شویو سیمو کې ډیری د مسلمانانو هیوادونه لکه تونس، الجزایر، مالی، نایجر موزمبیک، سنیګال، موراتانیا، سوریه، لبنان او داسې نور هم شامل و.

فرانسې د دغو پاسنیو ذکر شویو هيوادونو منابع کلونه کلونه د خپل هيواد د تقویت او پرمختګ لپاره وکارول، چې اوس په اسلامي نړۍ کې ډیری اسلامي او ناسیونالستي غورځنګونه د مسلمانانو د خاورې یرغل او استعمار یو غیر اخلاقي، بی انصافي او ظالمانه چلند بولي او له فرانسې څخه د تیر ظلم د بخښنې غوښتنه کوي.

له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۶۲ پورې د الجزایر د خپلواکۍ د جګړې دوره وه. فرانسې د بشر حقوق، انساني کرامت او ټول انساني نورمونه تر پښو لاندې کړل په ډیرې بې دردۍ او او بی رحمۍ سره یې په زرګونو الجزایریان ووژل. دغه هیواد هڅه دا وه چې الجزایر تر ابده پورې د فرانسې مستعمره وي. خو د ټول زور کارولو سره سره بیا هم د الجزایر ولس وکولی شول چې فرانسه له خپل هيواد څخه وشړي او په زور سره خپلواکي تر لاسه کړي.

که څه هم اوس د الجزایر او فرانسې تر منځ اړیکې سمې شوې دي. لیکن یوه حساسه موضوع چې هغه د فرانسې له لورې په الجزایر کې د پخوانیو ظلمونو بخښنه ده د دواړو هيوادونو ترمنځ لانجمنه پاتې ده. د الجزایر حکومت غوښتنه کوي چې فرانسه بايد د استعمار د وخت د ظلم او بربریت بخښنه وغواړي، مګر فرانسې تر اوسه دا کار نه دی کړی یوازې د فرانسې ولس مشر فرانسوا اولانډ د الجزایر پارلمان ته د وینا په مهال دومره وویل چې په الجزایر باندې تر ۱۳۲ کالو پورې ظالمانه، او غیرمنصفانه استعمار نظام حاکم و، او زه دا تصدیقوم چې همدغه استعماري نظام له کبله ډیرو سختۍ ګاللي دي. مګر په رسمې شکل د دغو وحشتونو بخښنه ونه غوښتل شوه. اوس با احساسه الجزایري ځوانان د فرانسې تیري او بی عدالتي د خپل هيواد په وړاندې لولې نو نظرونه یې د فرانسې په وړاندې تغیر کوي. او په زړونو کې یې د تاریخي بي عدالتي انتقام ځکه پيدا کیږي چې فرانسه تر اوسه د خپل پخواني بی انصافي بخښنه نه غواړي.

د فرانسې بله تاریخي بی عدالتۍ په منځني ختیځ کې د یوې ژبې، یوه دین او ګډ فرهنګ عرب قوم له یو بل سره جلا کول دی. د عربو با احساسه ځوانان چې کله د منځنې ختیځ هيوادونو لکه عراق، سوریه، فلسطین، لبنان ترمنځ جبرې اېستل شوې سرحدې کرښې او د اسرایلو هیواد د جوړيدو تاریخ لولي نو ورته معلومیږي چې دغه غیر منصفانه کرښه چې دوی ورته سایکس او پیکوټ وايي فرانسې او انګلستان جوړه کړې وه.

د دوی د پلرونو وطن په ۱۹۱۷ کال د فرانسې او انګلستان لخوا په خپلو منځو کې وویشل شو. فرانسې سوریه او لبنان خپلې مستعمرې کرځولې وې، انګلستان بیا عراق او فلسطین خپل کړې وو. وروسته بیا اسرايل هم د همدغو هيوادونو په مرسته رامنځته شو چې تر اوسه یې ټولو عربي هيوادونو ته سردرد جوړ کړی دی.

کله چې یو سوریایې ځوان د پاسپورټ پرته لبنان ته نه پريښودل کیږي نو ده سره پوښتنه پيدا کیږي چې ولې؟ که د سرحد په ذریعه د هم مذهبه، هم کلتوره، او هم ژبې ولسونو جلاء کیدل ښه کار وي نو ای! اروپایانو تاسو ولې په د خپلو هيوادونو ترمنځ سرحدونه بی معنا کړي دي؟

په اسلامي نړۍ کې د ډیموکراسۍ او ولس واکۍ ته نه ژمنتیا:

د فرانسې څخه د کرکي بل تر ټولو لوی لامل په اسلامي هيوادونو کې د فرانسې دوه مخیزه Double Standard پالیسۍ ده. که څه هم په ظاهره خو فرانسویان ځانونه ډیموکراسۍ او ولسواکۍ ته ژمن بولي، او ادعا لري چې د بشر د حقوق لومړۍ اعلامیه هم همدوی رامنځته کړې لیکن عملاً لیدل کیږي چې همدغه فرانسه په اسلامي هيوادونو کې د اسلامي او ناسیونالیستي راولاړ شویو ولسي غورځنګونو مخالفت کوي او یوازې د هغو دیکتاتور نظامونو ملاتړ کوي، چې یا دوي ته وفاداره او یا هم د دوی لاسپوڅي وي.

د بیلګې په توګه د الجزایر مثال یادولۍ شو چې په دغه هيواد کې په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱ کال کې پارلماني ټاکني ترسره شوې. د دغو انتخاباتو پایلې دا شوې چې پکې اسلامي ګوند مطلق اکثریت تر لاسه کړي. کله چې د الجزایر سیکولر پوځ دا درک کړه چې اسلامي ګوند به حکومت جوړوي نو فوراً یې پوځي کودتا وکړه، هغه کسان یې چې اسلامي ګوند ته رایې ورکړې وې زنداني کړل او یا ووژل. همدارنګه د الجزایر پوځ د اسلامي ګوند ( Islamic Salvation Front ) یا FIS ډیری کارکونکي زندانونو ته واچول او یا ووژل.

ډیموکراسي پلوی غرب د دې پر ځای چې د ډیموکراسۍ ملاتړ وکړي، پوځي کودتا سره یې نظامي او مالي مرستې پیل کړې. فرانسې له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۴ پورې د الجزایر له پوځي حکومت ته خپلې مرستې دوه چنده ډیري کړې.

اروپايې اتحاديې د فرانسې په خوښه له ۱۹۹۰ څخه وروسته الجزایر کودتايي غیر مشروع حکومت ته په خپلو مرستو کې ډیروالی راووست تر څو د FIS اسلامي ګوند نور هم ښه وځپي. د لته له فرانسې څخه پوښته مطرح کیږي که چیرته واقعاً تاسو د دیموکراسۍ حامیان یاست نو ولي د پوځي کودتا ملاتړ کوئ ؟

په اسلامي هيوادونو کې د فرانسې نوی استعماري Neo Colonism پالیسۍ که څه هم په ۱۹۶۰ لسیزې کې د فرانسې له استعمار څخه تقریباً ټولې مستعمري، چې ډیری یې په افریقا کې وې خپلواکه شوې لیکن د فرانسې نوی استعماري Neo Colonisim لړۍ بیا پیل شوه. فرانسې په خپلو پخوانیو مستعمرو کې خپل لاسپوڅي او داسې ګوډاګیان واک ته ورسول چې د خپل هيواد او خلکو د ملي منافعو څخه ورته د فرانسۍ ګټو ارزښت ډیر وو.

د فرانسې د نوي استعمار لاندې د خلکو ښه بیلګه کولی شو چې په افریقا کې د لیبیا، الجزایر، مالي، نایجر، بورکینا فاسو ترمنځ لويي صحرا په منځ کې د طوارق قوم چې په ټولې نړۍ کې تر ټولو غریب او تر ټولو د ژوند ټیټه کچه لري یادونه وکړو.

لومړی خو فرانسې په ۱۹۶۰ لسیزې کې په صحرا کې د طوارق مسلمانانو په ځمکه د اتوم بم لومړۍ ازموینه وکړه. دغه چاودنه د ایروشیما د چاودنې څخه څلور چنده لويه وه، دا چې په دغه وخت کې څومره انسانان ووژل شول، څومره کسان د اتومي چاودنې او د یورانیمو د منتشریدو له کبله په بیلابیلو امراضو مبتلا شول، هیڅ څوک نه پوهيږي، ځکه د هغوی په هکله معلومات یوازې له فرانسې سره وو.

تقریباً څلويښت کاله کیږي چې فرانسوي اریوا Areva کمپنی دطوراق د قوم له ځمکې څخه چې د نایجر هيواد په شمال کې موقعیت لري، یورانیم په داسې بڼه استخراجوي چې د هفتې اووه ورځي څلرویشت ساعته پرته له ځنډ څخه کار جریان لري.

فرانسه د دغو یورانیمو په ذریعه نه یوازې دا چې خپل ښارونه یې روښانه کړي او انرژی ترې تر لاسه کوي بلکه دغه د نایجر په هیواد کې د طوراقو د ځمکې څخه استخراج شوي یورانیم په ټولې نړۍ خرڅوي او په بیلونونو یورو تر لاسه کوي. همدغه د نایجرد هيواد د یورانیمو برکت دی چې فرانسه ورځ تر بلې قوت مومي، ښارونه يې آباد او خلک یې آرام او سوکاله ژوند مومي؛ مګر د یورانیمو اصلي خاوندان طوارق په نړۍ کې تر ټولو دیر غریب خلک دې حتی د یورانیمو په کان کې په دندې هم نه ګمارل کيږي.

له دې پرته د نایجر په شمال کې دغه کان په میلونونو ټنه د یورانیمو ضایعات یا Uranium Waste لري چې په صحرا کې تیتیږي او له کبله یې د طوارق قوم خلک او د دوی حیوانات له سختو وژونکو ناروغیو سره مخ کیږي.

هغه ماشومان چې د یورانیمو څخه له منتشر شويو وړانګو څخه مړه کیږي د معادن روغتون یا SOMIR Mining Company Hospital دوی ته د مرګ اسناد هم نه ورکوي.

پوښتنه دلته دا پيدا کیږي چې ولې د نایجر حکومت او د دغه هيواد ولسمشر د طوارق قوم په دغه دردونکي حال باندې غور نه کوي او د فرانسې د دغه عمل غندنه نه کوي. ځواب دا دی چې نوي استعمار دغه پروسه داسې ترتیب کړې چې له یوې خوا د نایجر اوسنۍ ولس مشر طوارق نه دی بلکه د هوسا د قوم څخه چې هغه تور پوستي دي دی. دویم دا چې د نایجر اوسنۍ ولس مشر محمدو یوسفو Mahmadou Issoufuخپله د Areva د یورانیمو د کمپنۍ کارمند پاتی شوی دی.

د نایجر د هيواد یورانیم د طوراق څخه پرته د نایجر هيواد نورو خلکو د ژوند په سطحه کې هم ښکاره مثبت بدلون ځکه نه دی راوستی، چې نایجر هيواد په ټولې نړۍ کې تر ټولو غریب هيواد دی، او د خلکو د ژوند سطحه یې په ټولې نړۍ کې تر ټولو په ټیټه کچه کې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام UNDP د انساني ودې د جدول Human Development Index په کتار کې د نایجر تر ټولو وروستۍ یعنې ۱۸۷ درجه هيواد دی چې له دغه هيواد څخه بل هيواد په درجه کې شاته نه دی، حتی افغانستان ۱۶۹ درجه هيواد دی. پوښتنه دا ده چې انساني حقوق چیرته دي؟

په اسلامي هیوادونوکې د فرانسي پوځي مداخلې:

که څه هم په ۲۰۰۳ کال کې فرانسه د امريکا متحده ایالاتو او برتانیې له لورې په عراق باندې د تیري مخالفه وه، او داسي اټکل کیده چې کواکې د فرانسې په سیاسي ګړۍ کې داسي خلک هم موجود دي چې هغوی په واقعی مانا باندې په نړۍ کې امن غواړي، له جګړې او بي انصافی څخه کرکه لري؛ لیکن وروسته د همدغو سیاست مدارانو منافقانه چلند وښودله چې د عراق د جګړې مخالفت د فرانسې د ملي ګټو خبره وه، نه د بشردوستي او نړیوالو قوانینو ته احترام.

داځکه چې د فرانسي اوسنۍ ولسمشر چې کله په ۲۰۰۶ کال کې د فرانسې ولسمشر نه وه نو ویلي وو چې د فرانسيې حکومت باید له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۶۲ کال پورې په الجزایر کې د بربریت او تیري بخښنه وغواړي، لیکن کله چې دی په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسي ولسمشر شو نو ویی ویل چې بخښنه نه غواړو خو د فرانسې د استعمار د دوران ظالمونه یې په الجزایر کې وغندل. که څه هم فرانسوا اولانډ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو امر وکړ خو په عین حال کې نوموړي په مالي او سوریې کې پوځي مداخله وکړه.

په ۲۰۱۱ کال کې یې د معمر القذافي حکومت په خلاف د لیبیا پر وړاندې پوځي مداخله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې نه وه منظور شوې، دملګرو ملتونو امینت شورا یوازې د No Fly Zone اجازه کړې وه ؛ لیکن فرانسې که څه هم د عراق د یرغل مخالفه وه؛ خو د لیبیا د تیلو لپاره یې بیا د نړیوالو اصول خلاف په لیبیا هوايي حملې وکړې او د معمر القذافي حکومت چې د نړیوالو قوانیو په اساس مشروع حکومت و، ړنګ کړ.

فرانسوي مسلمانانو سره د فرانسي د تبعیض نه ډک چلند:

له ۱۹۶۰ لسیزې څخه د افریقا په شمالي هيوادونو کې استبدادي او غربي نړۍ لاسپوڅي دولتونه واکمن شول نو د دوی د فساد او ظلم له کبله ډیری اسلامي هیوادونو څخه مسلمانان مجبور شول چې فرانسې او نورو اروپایی هیوادونو ته هجرت وکړي. دا چې فرانسې په کافي اندازې خام مواد او کمپنی درلودې او کارګرانو ته جدي اړتیا احساس کیده نو په کم مزد سره د کارګرانو د موندنې لپار فرانسې هم ډیری مسلمان مهاجرین خپلو هيوادونو کې میشت کړل او د دوي د انرژی په زور یې خپل ښارونه چې په دویمې نړیوالې جګړې کې وران شوي وو آباد کړل.

د مسلمان مهاجرینو دویم او دریم نسل په فرانسې کې ستر شول فرانسوي خلکو په عام ډول او د فرانسي حکومت په خاص ډول له دغو خلکو سره تبعیضي چلند پیل کړل په ۱۹۹۴ م کال کې د فرانسيې دولت په رسمي ډول مسلماني په دولتي مکاتبو کې د مسلمانو نجوڼو د ټکریو په سر کولو باندې بندیز ولګاوه. د ۲۰۱۳ کال د سروۍ په اساس په فرانسه کې د مسلمانانو نفوذ ۱۰ فیصده چې دغه تعداد ۶.۵ میلونه کسانو ته رسیږي.

اوس همدغه مسلمان مهاجرین چې دویم او دریم نسل یې په فرانسه کې میشت او په ټوله مانا فرانسويان شوي د تبعیضي چلند ښکار دي. دوي ته د اصلي فرانسوي په سترګه نه ګڼل کیږي. په فرانسه کې Islamophobia د ډیریدو په حال کې ده. مسلمان دوښمنه عناصرو اولین او اسانه هدف با حجابه مسلماني ښځيې دي. د فرانسې حکومت او رسنيو تاکید په دې دی چې خلکو ته ور زده کړي چې اسلام په فرانسه کې ستونزه ده، او مسلمانان د فرانسې د جمهوریت مخالفین دي. نو همدغه اعمالو د عامو فرانسويانو په ذهنیتو کې بدلون رامنخته کړی دی، د Le Monde د سروۍ د پایلو په اساس چې په ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۲۴ تر سره شوه ۷۴ فیصده خلک فکر کوي چې اسلام د فرانسيوي ارزښتونو سره نامناسب دی.

همدا وجه ده چې په فرانسه کې زیږیدلې مسلمانان د هويت له بحران یا Identity Crisis سره مخامخ شوي دي. نو له همدې کبله دوی اسلامي هويت خپلوي او دغه ځوانان چې خپل تیر تاریخ او خپل دین ته ګوري نو همدغه لاره او هويت دوي ته تر ټولو وچت ښکارۍ او د فرانسې په وړاندې په زړه کې ورته نفرت او کرکه ډیريږي او کله چې د دوي په هیوادونوکې پخوانی او اوسنۍ بی عدالتی لولي نو په زوړونو کې يې انتقام ولوله پیدا کیږي او له دوی سره دغه تبعیضي او سپک چلند دوي څخه Francophobe یا له فرانسې څخه متنفرین جوړوي.

پايله :

له پاسنیو حقایقو څخه څرګندیږي د فرانسې استعماري تاریخ ، د ډیموکراسۍ او بشري حقوقو په اړه دوه مخیز چلند، په اسلامي هیوادونو کې د فرانسې پوځي مداخلې، په کمزورو هيوادونو کې د نوي استعمار پالیسۍ او په خپل هيواد کې دننه له خپلو مسلمانو اتباعو سره تبعیضي چلند د دې لامل ګرځيدلی چې فرانسه د بریدونو ښکار شي.

بله مهمه خبره دا ده چې یوازې د فرانسې کوڅو ته د څواکونو لیږل او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړې په اساس سوریې او عراق باندې پوځې مداخلې نه نشي کولی د فرانسې او نړۍ امنیت خوندي کړي او نه هم دا کار د ستونزې د حل لاره ده. دا ځکه چې همدغه ډول اقدام مخکې هم تر سره شو، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ولس مشر جورج ډبلیو بوش د طالبانو د ځپلو لپاره په افغانستان او په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د ځپلو لپاره په عراق کې پوځې مداخلې وکړې. اوس پنځلس کاله وروسته پایلې یې هر چا ته روښانه دي.

د فرانسې امنیت د خوندیتوب لپاره وړاندیز دا دې چې فرانسه دې د خپل استعماري دوران د بي عدالتی او ظلمونو بخښنه وغواړي، د ديموکراسي او بشري حقوقو په هکله دې خپلې وینا مطابق عمل وکړي، په هغو هيوادونو کې چې نوې استعماري پالیسۍ تطبیقوي هغه دې متوفقې کړي، د مسلمانانو په هيوادونو کې دې پوځې مداخلې نه کوي او خپل مسلمان اتباع دې انسانان وګڼي او د دوی په وړاندې دې له تبعیضي چلند څخه لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x