افغانستان

امریکا ته د حامد کرزي د سفر په اړه د طالبانو غبرګون

نن ټکی آسیا: حامد کرزی په راتلونکي پنجشنبه باندي پلان لري چي امریکا ته سفر ولري، او هلته به د پنټاګون او سپیني ماڼۍ د چارواکو سره وګوري، او تمه کیږي چي به دغه سفر کي به په افغانستان کي د 2014 وروسته د امریکايي د شتون په اړه وروستی پریکړه کیږي.

امریکا غواړي چي په افغانستان کي د 2014 وروسته یوازي نهه زره امریکايي عسکر پریږدي، تر څو افغاني عسکرو ته روزنه جاري ساتي، او هم ورسره په هوايي بریدونو کي کومک وکړي.

طالبانو په خپل وروستی خبرپاڼه کي چي نن ټکی آسیا ته یی هم رالیږلي، امریکا ته د حامد کرزي ددې سفر په اړه خپل غبرګون کټ مټ په لاندي ډول ښودلی دی:


دکرزی د ادارې او امريکا ترمنځ په اصطلاح امنیتي تړون په اړه داسلامی امارت اعلاميه

داچې امريکايي اولس مشر اوباما کرزی امريکاته ددې لپاره ورغوښتی چې  په افغانستان کې دپاته کيدونکو يوشمير امریکایې عسکرو  په اړه سند ورباندې لاس ليک کړي او په سيمه کې امريکايې  حضورته دخپلو کږو پاليسيو له مخې دوام  ورکړي ، اسلامی امارت يې په اړه لاندي غبرګون ښيې :

۱ــ که امريکا په افغانستان او سيمه کې دآرامۍ او دخپلو خلکو لپاره ددې روان ناورين نه دوتلو لار ګورې نو هرڅه ژر بايد خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي او نور دې،  د غې بې ګټې اوبي مفهومه جګړې ته عملا دپای ټکی کيږدي .

۲ــ که امريکا ګمان کړی وي چې په خپلو يوشمير پاته کېدونکو عسکرو سره به وشي کړای په سيمه کې خپل شوم عزايم پلي کړي او دلته  به ځان  ته   دآرام بستر ومومي ، نو موږ ښکاره او په زغرده ورته وايو چې داسي خیالونه هم لکه دايولس کلن جنګ چې هيڅ نتيجه يې نه ده ورته ورکړي تش خیال ده چې کله به يې هم دعملي کولو چانس ونه مومئ .

۳ــ داچې په سيمه او افغانستان کې آمريکايي شتون ددومره لوي ناورين او دټولې سیمې دناقراري سبب ګرځيدلی ، که امريکايان وغواړې خپل لیږ یا ډیرعسکر زموږ په هیوادکې دهرڅه مودې لپاره وساتي معنی يې داده چې ترهغې مودې پورې په سيمه کې جګړه او تباهي غواړي چې له ټولونه زیات زيان به یې بیا هم امريکا ویني .

۴ـــ دامريکا ولس او بانفوذه جهتونه  بايدخپل حکومت نور ددې جګړې له اوږدولو چې امریکا پکي  دماتې او مطلقې ناکامۍ سره مخ ده راوګرځوي او نور دابي ګټې اوبي مفهومه لوبه پای ته ورسوي .

۵ ــ دامريکا حکومت  او حامدکرزی بایدپوه شې چي له امريکا سره دهغو دعسکرو دشتون تړون لاسليکول يواځې دده او دامريکا ترمنځ شخصي معامله ده چې ملت ېې ردوي اوهيڅ شرعي ،قانوني او حقوقي اعتبار به ونلري اسلامي امارت به یې په وړا ندي هغه ډول مقدس جهاد ته دوام ور کوي لکه څرنګه چي یې دا یولس کاله دوام ور کړ .

۶ ــ کرزی بايد متوجه وي چې په خپل دغه اقدام سره که يي وکړ ، نو دجګړې دپای ته رسولو په تابوت یې وروستی ميخ ټک وا هه  اوله هغه ورو سته دي بیا دهيڅ راز آرام اوسکون طمع  نه کوي .

۷ ــ که د کرزي په مشرې دکابل اداره د يوه امريکایی عسکرد شتون سره هم توافق وکړي نو په راتلونکي کې به هم دتیر په څیردټولو ناخوالو ، تلفاتو او ورانیو مسئولين هم دوی  وي او دوی به وي چې دافغان ملت لپاره يې په هيوادکې اوږدمهاله اور بل کړ اوروانه جګړه ېې لاهم ستوغه او شديده کړه .

۸ ــ ددغه سند دلاسليک په اړه چې پورته کومې یادوني  وشوي دا يواځې زموږخبرې او پريکړه نه ده بلکې اکثريت ملت په همدې باورده چې په راتلونکي کې به يې تاسو عملي عکس العمل وګورئ .

۹ــ اسلامی امارت باور لري چې په افغانستان امریکایي یرغل سیمې ته دیوه راغلي توپان حیثیت لري ، او معلومه خبره ده چې توپان وچ یا لانده او سرحدونه ،نه پیژني بلکې ټول په یوه ډول ګواښلی شي ، که چیرې دسیمې هیوادونه دامریکایي حضور داوږدیدو په اړه بې تفاوته شي نو باید په اوږدمهالي توګه په سیمه کې جګړو ، نارامۍ ، استثمار ، اشغال او دامریکایي شتون څخه راپیدا شویو نورو ستونزوته  په کم نظر ونه ګوري  .

۱۰ ــ  موږ په خپل ځوریدلي ملت ، ټوله سيمه اواسلامی هيوادونو غږ کوو چې په امريکايي شتون سره به ټوله سيمه له اوږد مهاله جګړې او لا بې ثباتۍ سره مخ کيږي او ددې ناسور دبشپړ له منځه وړلو لپاره بايد داسلامی امارت سره خپله همکاري  ونه سپموي ترڅو دغه دسرطان دانه په کامله معنی له بیخه و خیږي او ټوله سیمه یې له خطر نه وساتل شي ،همدارنګه دغرب په و لسو نو هم ژغ کوو چي خپل او لا دونه او دافغانستان او لس دي نور په دي او ر کې له کبا بیدلو وژغو ري او خپل سر تمبه حکمرانان دي له خپل سر و پریکړو را و ګر ځوي .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۲/۲۳هق

۱۳۹۱/۱۰/۱۶هش ــ ۲۰۱۳/۱/۵م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x