
ظاهر قدير وايي دی د « ولسي پاڅون » مشري کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د امنیتي مسوولینو د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې نوموړی ملېشي نه جوړوي خو په وينا يې د « خودجوشه ولسي پاڅون» مشر دی.
پرون – سه شنبه – امنیتي مسوولینو د ظاهر قدیر د هغو څرګندونو په ځواب کې چې افغان دولت او بهرني سفارتونه يې د داعش په کلک ملاتړ تورن کړل، وویل چې نوموړی غواړي په دې توګه ملېشې جوړونې ته لاره هواره کړي او په ختيځ کې خپلې پښې کلکې کړي.
نن د ولسي جرګې په غونډه کې ظاهر قدیر د ملېشې جوړولو څرګندونې رد کړې خو ويې ويل چې دی د هغو اربکیانو مشر دی چې د ده په وينا «خودجوشه» را پورته شوي دي.
تېره ورځ په خبري ناسته کې د کورنیو چارو وزارت وزیر، ملي امنیت ریاست او لوی درستیز د ظاهر قدیر د تېرې شنبې د څرګندونو پر ضد توند غبرګون وښود.
د پوځ لوی درستیز جنرال قدیم شاه شهیم ګواښ وکړ، چې که ظاهر قدیر د خپلې دعوې لپاره اسناد او شواهد وړاندې نه کړي، نو که څه هم زندانونه له « ترهګرو » څخه ډک دي، خو دی به هم زندان ته ور ولېږل شي.
که څه هم د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د نوموړي څرګندونې ناسمې وبللې او د خپلې دعوې لپاره يې د ګڼو داعشي وسله والو د وژل کېدو هم وویل، خو د داعش تر لاس لاندې سیمو اوسېدونکي د ظاهر قدیر له څرګندونو سره همغږي ښيي.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د نن ټکی اسیا سیمه یز همکار ته ويلي چې دی په جلال اباد ښار کې هغه پلازه هم پېژني چې د داعشي ډلې وسله والو ته پکې فتواوې ورکول کېږي او مهم منظم له همدې پلازې نه د جګړې کرښو ته په دولتي موټرو کې رسول کېږي.
وړاندې تر دې هم پوځي شنونکو د داعش په نوم ډلګۍ د امریکا په همکارۍ د ای اسی ای او د افغان استخباراتو د همکاریو د هوکړه لیک پایله بللې وه چې په سیمه کې باید نوې ډرامه پیل کړي.
د سیاسي چارو د شنونکو په قول په ختيځ کې د ظاهر قدير د جنګياليو را پیدا کول د بهرنیو کړیو په غوښتنه او همکاري ترسره کېږي، چې دا په دې سیمه کې د اربکيانو د جوړولو نوې پروسه ده.
د دوی په نظر په ننګرهار کې د داعش جګړه ماران په شمال کې د دوستم ملیشې او د غزني په اندړو اونورو سیمو کې دولتي اربکیان ټول د عین هدف لپاره له همدې یوې سرچیني تمویلیږي ، که په ننګرهار کې داعشیان ژوندي انسانان په بمونو الوزوي ، که د غزني په اندړو کې دولتي اربکیان د ولسي خلګو میرمنې په زور مرکزونو ته بیايي او که په شمال کې د دوستم ملیشي د دولتي حاکمیت د تأمین په پلمه د خلګو کورونه سوځوي د ټولو هدف یودی او هغه د افغان ولس ترمنځ د اختلافاتو او داخلي شخړو راپیداکول او دلته امریکايي اشغال ته د دوام فرصت برابرول دي.
دا چه د پشتنو قاتل وحشی او بی سواده ګلم جم شمال او د قدیر نینځکه شرقی ولایتو ته د افغانانو د خپل منځی جنګونو دوهمه یا دریمه مرحله ده ، مقدمه یی هماغه د حزب اسلامی په مشری د اربکانو جوړول وو ، لمړی مرحله یی په یوه هیواد او یونه ارګ کی د ع او غ دوه جمهور ریسانو ټاکل وو چه ټول حکومت یی په دوه برخو وویشلو ، یعنی خپلمنځی جنګونه به د شارونو به ځای له ارګه او د کابل له وزارتو او ریاستو پیل کیږی چه همدا اوس په غیاب کی وسلی ویشل شوی… نور لوستل »