افغانستان

کندهار: د بولدک ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ایز برید شوی

نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت چارواکي وايي چي نن د دې ولایت د سرحدي ولسوالۍ بولدک پر ودانۍ باندي ډله ایز برید وشو، چي له کبله یې په وینا لس تنه ملکی وګړي ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ویلي چي نن غرمه د دولسو بجو په شاوخوا دوه تنه وسلوالو د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ، چي له لومړی یوه تن په ځان پوري چاودېدونکي توکه وچاودول، او دوهم ملګرې په ودانۍ کي دننه پر امنیتي ځواکونو ډزي پیل کړې، چي تر ډیره یی دوام وکړ.

نومړي مخکي ویلي وه چي د پيښي له ځایه څخه لس تنه ټپيان روغتون ته رسول شوي، خو په د خبري رسنیو سره په وروستی تماس کی ښاغلي جاوید فیصل ویلي چي په برید کي پنځه تنه وژل شوي، چي په هغو کي یو تن د ولسي شوری مشر جمعه خان هم شامل دی، او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي، چي ځینی یی د ولسوالۍ مراجعین دي .

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق چي خپله هم د بولدک دی، هم ورته معلومات ورکړي، او ویلي چي تر اوسه د تلفاتو سهي اندازه نه ده ورته معلومه شوې.

د بلي خوا د بولدک ولسوالۍ څخه عیني شاهدینو رسنیو ته ویلي چي بریدګر درې کسه، چي لومړي یی د موټر په واسطه د ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کي چاودنه وکړه، او دوه نور بیا ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شول، او هلته یې ډزي پيل کړې.

ویل کیږي چي په ولسوالۍ کي د نښتي په وخت د ولسي شوری غړي هم راټول شوي وه، او په غونډه بوخت وه.

د پيښي مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، او نه هم چارواکو کومي لوري ته تر اوسه منسوب کړی دی، خو ګمان کیږي چي طالبانو به دا برید تر سره کړی وي، ځکه مخکي هم طالبانو پر حکومتي ودانیو پراخ بریدونه کړي، او هم یې په څو ځله اخطارونه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x