افغانستان

ارګ پر «احمد سعیدي» شوی برید وغانده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په پخواني افغان ډیپلومات او د سیاسي چارو په شننونکي «احمد سعیدي» وسلوال برید غندلی دی.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني ټولو امنیتي ارګانونو ته دستور ورکړی چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر اشرف غني د عامې روغتیا مسئولینو ته د احمد سعیدي په درملنه کې د پاملرنې سپارښتنه کړې.

احمد سعیدي تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل ښار په «حاجي یعقوب څلور لارې» کې په داسې حال کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وویشتل شو چې کور ته پر لار و.

نوموړی دا وخت په روغتون کې تر بیړنۍ درملنې لاندې دی. ځینو سرچینو ویلي و چې د سر ټپونه یې ژور او د اندیښنې وړ دي. خو وروستي راپورونه وايي چې لومړني عملیات یې په کامیابۍ پای ته رسیدلي.

نوموړی د طلوع او نورو تلویزونونو په سیاسي خپرونو او بحثونو کې د ګډحکومت په سیاستونونو د رغنده منتقد په توګه پیژندل کیده.

اجرائیه ریاست پر احمد سعیدي د وسلوال برید په اړه تر اوسه په رسمي ډول څرګندونې نه دي کړي، خو د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور چې د ډاکټر عبد الله عبد الله نږدې شخص بلل کیږي، له دغه برید څو ساعته وروسته دا برید د «ځانګړو کړیو او پنځمې ستنې» کار ګڼلی او ویلي یې دي چې بې غبرګونه به پاتې نه شي.

د دې پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو وړاندې ښاغلي سعیدي څرګنده کړې وه چې د ملي امنیت شورا «تر فشار لاندې» دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x