افغانستان

هلمند: د باختر تلویزیون مشر په کولنګ وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴، ۱۳۹۴ ل): د هملند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د باختر تلویزیون او یوه خصوصي پوهنتون مشر د خپل یوه ساتونکي له لوري په کولنګ سره وژل شوی دی.

د وادي خصوصي پوهنتون مشر عبدالصمد توبه ګار د باختر تلویزیون د مشرۍ ترڅنګ د لښکرګاه ښاروالۍ کارمند هم دی، نوموړۍ تېره شپه په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.

د توبه ګار ساتونکي دده تر وژلو وروسته دهغه پیسې له ځانه سره اخیستي او موټر یې هم بیولی دی.

د هلمند د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر شاه محمود اشنا پېښه تایید کړي او زیاتوي چې د عبدالصمد توبه ګار موټر د کندهار اډې سره موندل شوی خو ساتونکی په تېښته بریالی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x