افغانستان

روزګان: په چاودنه کي د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د روزګان ولایت څخه امنیتي چارواکو خبر ورکړی چي تیره ورځ د سړک د غاړي د یوې چاودني له کبله درې تنه دولتي سرتیري ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د امنیه قومندانۍ ویاند فرید عایل رسنیو ته ویلي چي پيښه تیره ورځ د خاص روزګان ولسوالۍ د چکجۍ په سیمه کې را منځته شول، کله چي د پولیسو یو عراده موټر د سړک د غاړي پر ماین ور برابر سو، چي له کبله یې موټر ویجاړ او درې تنه دولتي سرتیري ووژل شول او بل ټپي شو.

د نومړي په وینا په وژل شویو کسانو دوه تنه د ملي امنیت کارکونکي، او بل پولیس دی، او ټپي شوی کس هم پولیس دی.

هغه همداراز ویلي چي په پيښه کي یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

طالبانو ددې پيښي مسئولیت پرون لا اخیستی وو، او ویلي وه چي په چاودنه کي څلور تنه پولیس مړه او درې نور ټپیان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x