
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴، ۱۳۹۴ ل): د ننګرهار د ترانسپورت چارواکي وايي چې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې يې د مساپرو له پاره د يوه ترمينل د جوړېدو چارې پيل کړي دي.
د ننګرهار د ځمکني ترانسپورت رئيس ډاکټر محمد ايوب شرافت رسنيو ته ويلي چې د ترانسپورت وزارت د ۵۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت په تورخم کې د مساپرو له پاره ترمينل جوړوي.
شرافت وويل چې دغه ترمينل به د تورخم ګمرګ ته څېرمه د مسافرو د تګ راتګ په ساحه کې په ۲۷ جريبه ځمکه کې په اساسي توګه جوړيږي، چې د ترانسپورت وزارت له خوا ورته ۵۰۰ زره امريکايي ډالر ځانګړي شوي دي، خو هغه زياته کړه چې په دې ترمنيل له ۵۰۰ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات لګښت راځي.
د شرافت د معلوماتو له مخې دغه ترمينل به چارديوالي ولري او تمځايونه،جومات او ځينې نورې د اړتيا وړ خونې به په کې جوړې شي.
د رياست چارواکو ويلي چې ددې ترمينل له بشپړېدو وروسته په پلان کې لري چې د تورخم په ښارګوټي کې يو بل سوداګريز ترمينل هم جوړ کړي.
د ننګرهار ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې هم راغلي چې د ترانسپورت وزارت يو پلاوی ننګرهار ته دياد ترمنيل د جوړېدو په موخه راغلی او له والي سليم کندوزي سره ليدلي او د ترمينل په چارو کې يې ترې د مرستې غوښتنه کړې.