نظــر

نوى فكر – د قتيل خوږياڼى لیکنه

له هغې ورځې چې بهرني ځواكونه زمونږ هېواد ته راغوښتل شوي او د يوې ټلوالې په دې ډاډ، چې:

“مونږ به ستاسې پلى ځواك وو او هوايي هغه به تاسې اوسئ” د ناتو ټولو غړيو په وركړ شوي ډاډ دې ته زړه ښه كړ، چې د ناتو ، آيساف په نومونو او ځينو نورو خوزښتونو تر نامه لاندې د ځمكې او هوا له لارې زمونږ هېواد ته رادننه شي او له راتگ سره يې دا مفكوره هم پيدا شوه، چې په افغانستان كې د تېرو ۵۰ كلونو د ملي مخكښانو او د پخو تجربو لرونكيو اشخاصو ځاى بايد ځوانان ونيسي.

په هېواد كې په تېره د رسنيو مشري هغه چا ونيوله، چې ځوانان گڼل كيدل او د وزارتونو مرستيالان داسې خلك وټاكل شول، چې هيڅ كاري تجربه يې نه درلوده. همدا علت و، چې په هېواد كې داسې څه رامنځته شول، چې مونږ ورته بشپړ فساد ويلى شو؛ ځكه كوم يرغل، چې د وزيرانو د خپلوانو لخوا پر وزارتونو تر سره شو؛ نو يو عالم گډوډي او نامسلكي ترې په هېواد كې راوزېږيده.

مونږ په ډېر افسوس وليدل، چې پرډېرو كوچنيو نجونو او هلكانو جنسي تېري تر سره شول او د شيطاني هوسونو د تسكين لپاره يې هغه څه رامنځته كړل، چې اسلام او مدني ټولنې دواړو ته د منلو وړ نه ول. بهرنيو ځواكونو په اديرواو ښاديو او د جوماتونو په جماعت ولاړو خلكو په وژلو لاس پورې كړ او له كورونو څخه يې خلك، چې سپين ږيري، ښځې او ماشومان په كې ول، راوويستل په ډېره بې رحمۍ يې ووژل او له تېروتنې ډك منطق يې دا وړاندې كاوه، چې “مونږ يې هېواد له سره جوړوو؛ دوى له مونږ سره جگړه كوي او زمونږ پر ضد جنگيږي “.

د افسوس خبره خو دا ده، چې سړى په څه ډول خپل قاتل ته دوست ووايي. دوى ته دا په تكرار ويل شوي، چې: غټ، غټ بمونه پرې وغورزوئ او پر ضد يې داسې وجنگيږئ، چې نسل يې تباه شي او مونږ په آرام زړه د سلطنت او جمهوري رياست په پسته گدۍ پرته له دې، چې په زړه كې له چا ترهه او وېره ولرو، كينو او له افغانستان څخه هغه څه جوړكړو، چې مونږ يې غواړو او د دوه نيم سوه كلونو د ناخوالو غچ يې له اولاده واخلو، چې پر مونږ يې كړي دي.
سړى دغه راز تفكر ته حيرانيږي؛ ځكه، چې په هغه وخت كې هم په دوى پورې تړلي كسان لوړ پوړي چارواكي ول او دا نور خلك، چې دوى يې خپل دښمنان بولي كډې په شا گرزيدل، كورونه او ځمكې يې د همدغې ټلوالې اړوند كسانو غصب كړي؛ نه يې مال خوندي و او نه يې پت.

څه موده وړاندې د دوى په يو اړوند اخبار كې يو بې حيثيته، بې ابرو او پلورل شوي وليكل، چې:
لوى ننگرهار، لوى كندهار او لويه پكتيا دې په دوى پورې اړه ولري او نور افغانستان دې زمونږه وي، چې هر نوم ورباندې ږدو؛ هغه به ورباندې ږدو او څوك به زمونږ د سترگو اغزي نه وي.
دغه له ځانه پردى شوى جناب هغه څوك دى، چې هېواد ورته د معاملې يوه متاع ښكاري او د هېواد آبادول ورته د ځاى، ځان او خپلې كورنۍ د آبادولو لوبه.

ځوان فكر يوه داسې موضوع ده، چې هم په وزارتونو كې موجوده ده او هم يې د آزادۍ راديو په اوونۍ كې يو ځل زم زمه كوي.

زه ځوان فكر په درې برخو وېشم:

– هغه ځوانان ، چې د مسلك له مخې رسيدلي؛ ځان او هېواد پېژني، په وزارتونو كې د مرستيالانو په نوم له زړو او پخوانيو ښامارانو ډېرښه كار كولى شي. يعنې، چې ليسانس او له دې په لوړه سويه روزل شوي دي او د مسلكي كار وړتيا لري.

– هغه ځوانان، چې تر دولسم ټولگي يې زده كړې كړي له هېواد او خلكو سره زياته مينه لري.

– هغه ځوانان دي، چې د ټوپكسالارانو ساتونكي دي؛ ټوپك په لاس د دوى لپاره جنگيږي، جنگول كيږي او دوى ته مقامات د سر په بيه گټي. سره له دې، چې د مهر او گوتې لگولو پرته بل لياقت نه لري؛ خو د سواد له خواږه نعمت څخه بې برخې ساتل شوي دي.

دغه د بل لپاره مقام گټونكي، چې هغوى يې هيڅ لياقت نه لري اوس هم پخپل ناروا عمل اخته دي او تل په دې فكر كې دي، چې د نوي جنايت لپاره لار برابره كړي.
زما هيله داده، چې په دغه برخه كې گټور فكر وشي او چې د ځوان فكر خبره په خپلو خپرونو كې رامنځته كوي، بايد د ځوانانو په اړه فكر وكړي او ټولو ځوانانو ته په يوه سترگه ونه كتل شي.
زه هغو ځوانانو ته د قدر په سترگه گورم، چې يوازنى هدف يې د خلكو او هېواد مقدساتو ته خدمت وي او حق لري، چې د نوي او ځوان فكر په نامه ياد شي. په دغه برخه كې گډوله فكر كول پخپله سترجنايت دى او هېوادپال يې په ښه سترگه نه گوري او له هېواد سره يې د مينې په خاطر غندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x