د ملي امنيت له لوري خپور شوی د عبدالقيوم انځور

نيمروز: د حزب التحرير ډلې سيمه ييز مشر نيول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چې د حزب التحرير ډلې مشر يې د افغانستان په نيمروز ولايت کې نيولی دی.

عبدالقيوم چې په نيمروز ولایت کې يې د حزب التحرير ځينې فرهنګي توکي، کتابونه، مجلې، خپرول او خلک يې دغه ګوند ته رابلل د افغانستان د ملي امنيت له لوري نيول شوی دی.

د ملي امنيت له رياست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې عبدالقيوم په نيمروز کې د حزب التحريرګوند سيمه ييز مسؤل و او له درې کالونو راهيسې يې په دغه ولايت کې فعاليت کاوه، چې نن له يو کمپيوټر، او د حزب التحرير ګوندځينې تبليغاتي پاڼې او مجلې هم نيول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د وزيرانو د شورا په غونډه کې د حزب التحرير ډله د ترهګرو تنظيمونو ملکي څانګه بللې وه.

خو د ډاکټر عبدالله عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې د حزب التحرير د افغانستان څانګې په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي چې لويديڅ هره ورځ په افغانستان کې په سلګونو مسلمانان وژني خو د افغانستان دولت په دغه ډول جناياتو چوپه خوله دی او په ځېنې مواردو کې دولت خپله هم په جرمونو کې نيغ په نيغه لاس لري، مګر بيا هم د لويديځوالو ظلمونه تروريستي نه بولي.

په اعلاميه کې راغلي چې اجراييه ريیس د مسلمانانو پر وړاندې دغرب ناوړه سياستونه پرمخ وړي.
په اعلاميه کې د ډاکټر عبدالله څرګندونې، د هغه سطحي فکر بلل شوی او ويل شوي چې د هغه ټولې څرګندونې بې بنسټه وې ځکه چې د ثبوت له پاره يې هيڅ ډول شواهد وړاندې نه کړل.

د عبدالله له څرګندونو څخه يوه ورځ وروسته د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي چې پرون پرې د کابل په ښار کې د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري بريد وشو وويل چې حزب التحرير ترهګره ډله نه ده او په افغانستان کې له نږدې ۲۰ کلونو راهيسې فعاليت کوي او په غير وسله واله مبارزه عقيده لري.

سعيدي دا هم ويلي و چې ډاکټر عبدالله د حز ب التحرير په اړه بشپړ معلومات نه لري.

که څه هم حزب التحرير ډلې ته په افغانستان کې دسياسي فعاليت اجازه نه ده ورکړل شوې خو دغه ډله د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې پراخ نفوذ لري او فعاليت کوي چې هدف يې د ديپلوماسۍ او تبليغاتو له لارۍ د اسلامي خلافت رامنځته کول دي.

د حزب التحرير بنسټ په ۱۹۵۳زيږديز کال د يوه فلسطيني شيخ تقی الدين النبهاني له لوري کېښودل شو او هدف يې په ټوله نړۍ کې د اسلامي خلافت قايمول دي، چې په همدې هدف د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې فعاليت لري او افغانستان کې يې په ۲۰۰۳ زيږدیز کال کې خپل فعاليت پيل کړ.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د حزب التحرير ډلې غړی نيول کيږي.
په دې اړه تر اوسه د افغانستان د حزب التحرير مسؤلينو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د