نظــر

چی دغه رنګ یی د انسان دی سړی څه ووایی

حاجي غلام محمد معصومي-

هره ورځ چی خلګ له کورونوڅخه راووځی دا سی خبري واوری چی د پرون خبره د سړی څخه هیره سی.

د افغانستان د هر ولایت خبر چی واوری سړی فکر کوی چی تر دی به نو غټ مشکل نه وی خو چی د بل ولایت خبرونه بیا واورې، نو هغه دی هیر سی، ځکه د هري ورځي خبرونه یو تربل بد تر او خواشینوونکي دي.

د هزاره هیوادوالو د سر پر یکولو خبره لا نه وه سړه سوی چی بیا یی نور هزاره مسافران پر هغه زړه لار له موټرانو راکښته کړل او نا معلوم ځای ته یی له ځان سره بوتلل، خو چی خبر یی واری وایی چی هزارګانو په جاغوری کی د کوچیانو څخه سلهاوو پسونه په زور تښتولي دي.

اوس بیا له رسنیو څخه اورو، چي تښتونکي ناڅرګند وسله وال د ملاتقوا په مشرۍ له منځګړو غواړي، چي دوی ته دي د پسونو د ورکړي ترڅنګ نقدي پیسې هم ورکړي.

پښتانه متل کوي، چي «وهم دي چیري، ډب دي چیري؟» په دې وخت کي ماته خپله هغه کیسه رایاده سوه، چي زه خپله په همداسي یوې بلا اخته سوی وم.

ددې کیسې اوس ۲۲ کاله تیریږي، هغه مهال چي لا په هیواد کي ټوپکسالاران حاکم وو.

له کابل څخه مي خپل شخصي موټر ننګرهار ته روان کړ، تر ماهیپرلاندي ۳ تنو سپرلیو لاس راکړ او له مايې وغوښتل، چي تر سروبي ولسوالۍ پوري يې ورسوم، زما هم زړه پر وسوځید او په ورین تندي مي بېله کرايې موټر ته پورته کړل.

ترسلام او روغبړ ورسته یی را ته وویل چی استاد د کوم ځای یی؟

ما ور ته وویل، د کندهار یم.

کله چی د سروبی ورسیدو، یادو ځوانانو را ته وویل ، موږ همدلته تا کیږو موټر یوې څنډي ته ودروه.

ماهم د سرپه ښورولو موټر کرار کړ او له دوی مي وغوښتل، چي له موټر څخه په احتیاط کښته سي، خو په دې وخت کي يې یوتن راته وویل، استاده موږ دهغه غره تر پوستی پوري ورسوه.

زه شکمن سوم او ورته ومي ویل، ولی زه هلته نه ځم؟ خو دوی ټینګار کاوه او اخر يې له جیب څخه توپنچه راویستل او را ته یی وویل چی په زور دی بیا یو، ما ور ته وویل سمه ده در ځی! د قومندان قلم او قومندان چمن پوستو ته یی بوتلم هلته یو کس ناست و او زما سره یو ملګری بل هم را سره و موږ یی دواړه په یو یخ او خیرن کانټېنر کي بندیان کړو، موتر یی را څخه واخستی د شپی ۱۰ بجی یی را ویستولو د روحانی په نامه یو کس زموږ څخه تحقیقات کول دا کس د وردګ او دقومندان قلم مرستیال و، دوی را ته ویل چی کندهاریانو زموږ څخه وسله وړی ده ته به تر هغه زموږ سره بندی یی چی کندهاریانو موږ ته وسله را کړل ته به خلاصیږی، ماورته وویل چی کومو کندهاریانو وړی ده زه هغه نه پیژنم تا سی ما پیژنی زه څوک یم هغه څوک دی؟ روحانی چی ډیره ښه ځوانی یی هم در لودل په خبره هم ښه پوه معلومیدی را ته یی وویل چی زما وسله په کار ده بس.

ما ور ته وویل چی زه نه وسله لرم او نه هم خلګ پېژنم، نو وسله له کومه کړم یاهغه کسان کله زما په نیولو تاسي ته وسلې درکوي، ځکه زه له هغوی سره هیڅ شناخت نه لرم.
۲ ورځی بندی وم د احمد زویو شورا را باندی خبره سول ځکه زما سره بندي ملګری احمد زی و د هغه په خاطر يې زه هم له دې یخ کانټینري بندیخانې څخه راخلاص کړم.

د بندیخاني یو ساتونکي را ته وویل چی روحانی په وردګو ولایت کی ۱۲ نفر ژوندی څاګانو ته اچولی دی ډیری خبری مه ور سره کوی ما ویل ښه دی او له هغه وروسته مي زیات دلایل ورسره نه ویل.

دیاد ساتونکي له دې خبري سره ماته د کندهاري ځوان شاعر احمد فاني هغه شعر راپه زړه سو، چي وايي:

« په ټول وجود کی زړه نا دا دی سړی څه ووایی

بس، چي ددغه کلي خان دی سړی څه ووايي؟

اوس هم د هزارګانو مسافر نیول ما ته هغه د خپل نیول کیدو او بندي کیدو زړه کیسه را په یاد کړه.

همدارنګه د حاجی قدیر د زوی وروستۍ خبری چی می واریدلی او پر دولت یی نیوکه کول چی داعش دولت جوړکړی دی ظاهر قدیر په ننګرهار کي دداعش د را پیدا کیدو او پرمختګ پړه پر دولت ور واچول، خو د ملي امنیت لوی ریاست ویاند تواب غورځنګ دنوموړي یادي څرګندوني رد کړې.

هغه کسان، چي د داعش سرتیري يې له نژدې لیدلي وايي، داعیشیانو مصنوعي ږیري او ببرسرونه ایښي دي، په اصل کي دوی ټول ږیر خریلي او کټیان دي، لیکن عام افغانان د وحشت او دهشت له مخي وژني، ویره خپروي او له دې وژنو څخه خوند اخلي.

عام ولس بی کسه، بی وسه او بی رهبره دی هر یو چی نن را ووزی یوه ټا په پر وهل سوی وی د مجاهدینو ډله، د طالبانو تحریک، داعش اخوان المسلمین، حزب تحریر، جیش المسلمین او نور داسي نومونه، چي یا موږ نه دي اورېدلي یا لا هم پرلاري دي.

په دې وطن کي هر نوم چلیږي او خلک يې د اوبو اخیستو غوندي ځګ ته لاس اچوي، خو نتجه يې بیاهم وینه، مرګ، ژړا، بوغاري، کونډي، خاوري په سر او مظلومیت دی، زه حیران یم چی دا خلګ به کله او څوک را ویښ کړي تر څو یو ځل بیا افغانستان په نړېواله کچه افغانستان او اوسیدونکي يې د کرارۍ ساواخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

کوچیان دغه ټول کارونه دمجبوریت له مخی کوی!د ږغ اوریدلو یی څوک نشته،پخوانی څړځایونه یی د کرزی صیب په وخت کی د فرمان له لاری هزاره ګانو ته ورکړل شول، او دا لړۍ همداسی دوام لری، په اورزګان ولایت کی د حکیم شجاعی په نامه هزاره وسله وال نه یوازی کوچیان ځوروی بلکه تر اوسه پوری یی د رسنیو او ولسی خلکو په حواله تر سلو زیات پښتانه وژلی دی او ددوی مالونه یی چور او غصب کړیدی،حکومت هم ورباندی خبر دۍ مګر غوږونه یی ورباندی کاڼه اچولی دی،په همدی توګه دجلریز ولسوالۍ د هزاره اربکیانو کړنی د کوچیانو په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x