نظــر

د نړۍ په مخ دجهادي ډلو په پرتله د اسلامي امارت ځانګړتیاوي

د نړۍ  د ټولو جهادي  ډلو او تنظیمونو په  منځ  کې  چې  د ازادۍ  تر عنوان  لاندي  وسلوال  جهاد پر مخ بیائي  یوازي  د افغانستان  اسلامي  امارت  دی  چې  تر ټولو  لوړ  او ځانګړی  امتیاز  لري ، ځلانده  ځانګړتیا ئي  په  دې  کې ده  چې  د سپېڅلي  شریعت  په  بنسټ  ولاړ  پلی  نظام  دی  د ګردي  نړۍ  په  وړاندي  د روښان  دريځ  څښتن دی ، همدا سبب  دی  چې  کفري  نړۍ  د زرګونو کلومیټره لیري  واټن  څخه  ئي  دهمدې  نظام  د مخنیوي  او پرځولو  لپاره  مزلونه  او پړاوونه  راوهلي دي  د ګردي  نړۍ  له  ګوټ  ګوټ  څخه  ئي  یرغلګر  راغونډ کړل  د افغانستان  په  جګړو ځپلي  او بې چاره  مسلمان  او مظلوم  ولس يي  بې دریغه  زور وازمایه  چې  تراوسه  ئي  ددې  جګړې  په  قیمت  کې  شپاړس  تریبلونه  ډالر وبایلل 

او د زرګونو مجهزو فوځیانو سرونه  يي  وخوړل  او اقتصاد يي  آن  تردې  کچي  پرېووت  چې  په  معائینه خانه  کې  پروت  دی  دواړه  ګردو ئي  فعالیت  پرې ایښی دی ، اوس  د کوما په  حالت  کې  قرار لري  ، د نړۍ  د غربي  قطب  پرځیدل  د انسان  دعقلي  قوې  له  پوښښ  څخه  وتلی  او په  همدې  ساحه  کې  د خیالاتو پرواز آن  تر ممنوع  سرحده  رسیدلی وو، دا  نا ممکنو تصوراتو ته  چې  يي  د امکان  جامې  ورواغوستې  او د وقوع  په  درشل کې  دی  او دا تخمینونه  چې  په  عملي  ډګر کې  سرچپه  وختل  ددې  یوازنی  سبب  او علت  زموږ  په  فکر کې  دادی  چې  د اسلامي  امارت   ټولو پیروانو د شریعت  ځلاند نظام  په  ګورت کې  ټینګ  ونیو ، آن  له  آمرینو تر مجاهدینو په  خپلو ځانو او په  ولس  ئي  قدم  په  قدم  پلي  کیدوته  د خپل  سر په  بیه  دعمل  جامه  ورواغوسته ، د اسلامي  امارت  په  نظام  او دریځ  کې  ناوړه  او ناروا کارونه  ځای  نه  لري ، د بېلګي  په  توګه   د اسلامي  امارت  تر قومندې  لاندي  چې  د افغانستان  له  ختیځه  تر لوېدیځه  او له جنوبه  ترشماله  ګڼ توکمیز مجاهدین  او د مختلفو سیمو جهادیان  کارکوي ، د افغانستان  په  لرو بر کې  داسي  پیښي  د یوچا نه  دي  تر سترګو شوي  چې  مجاهدینو کوم  شتمن  کس  وتښتاوه  او بیائي  د روپو بدل کې  خوشی  کړ ، ځکه  دا  ناروا  عمل دی  د اسلامي  امارت  په  نظام  او دریځ  کې  ځای  نه  لري ، دې  خبري  ته  په  فام سره  تاسو فکر وکړئ  که  دومره ګڼتوکمیزي  ډلي  دبل  چا تر قومندي  لاندي  وي  نو کوم  ناوړه  اعمال به  يي  چې هملته  به  ونه  لیدل  شي چې مثال  ئي  د کابل  په  زوال  ولاړه  اداره ده ، دویمه  بیلګه  داده چې  اسلامي  امارت  د مظلومانو غږ اوري  او مرسته  ئي  کوي ، ما پخپله  ولیدل  چې  یوه مظلومه  ښځه  د ظالمانو په ظلمونو کې  کړې ده کله  چې  دهغې  مظلومي  رپوټ  د اسلامي  امارت  مسئولو کسانوته  ورسیده  سمدلاسه  ئي  د هغه  ولایت  لوړ رتبه  کسان  پنځه سوه  کیلومتره لیري  واټن  په  غرو او دښتونوکې مزلوته  مجبور کړل  چې  تر څو هغه همالته  ورسیدل  او د مجاهدینو په  مټ  ئي  هغه مظلومه  ښځه  د ظالمانو له منګولوڅخه  وژغورله ، نور به  تردې  خبرو تیرشو اصل  هدف  داوو چې  اسلامي  امارت  د سوچه  سپېڅلي  شریعت  د نظام  نوم دی  او پلي  کیدوته  ئي  د زړه  له  کومي  ژمن دی  دادی  چې  اوس  د هیواد په  ډیره  برخه  پلی دی ، همدا وجه  او سبب  دی  چې  دغربي  یرغلګرو پخلاف  جګړه  کې  ئي  د لوی خدای  د غیبي  لښکرو نصرت  ځان  ته  جلب  کړی  دی ، په  (۲۰۱۱) کال کې  واشنګټن  پوست  ورځ  پاڼي  د یو امریکائي  چارواکي له  خولې  رپوټ  نشر کړ چې  هغه  وویل  : (  زموږ خدای  له موږ سره  د مرستي  څنګ  زموږ مخالف  لوري  ته  بدل  کړی دی ) داټول  هغه  دلائل دي  چې  د اسلامي  امارت  تر چتر لاندي  مجاهدین د خدای  دین  ته  وفادار دي  او د خدای  ددین  لپاره  مجاهدین  د ولس  په  ملتیا هر راز قرباني  ورکولو ته  چمتودي ، د اسلامي  امارت  مجاهدین  د یوشخص  د حکمرانۍ  لپاره  جهاد نه  کوي  بلکي  د یو سوچه  اسلامي  نظام  د حاکمیت  لپاره  جګړه  کوي ، همدا  وجه  ده  چې غربیان  او ددوی  لاسناستي  حیران  پاتي  دي  چې ددوی  هر ډول  شیطاني  جال  په یونیم  قدم  کې  د مجاهدینو په  ښکیلولو او هیلولو کې  له  ناکامۍ  سره  مخ  شي ، د اسلامي  امارت  دا هغه  ځانګړتیا ده چې  د نړۍ په  مخ  نور جهادي  تنظیمونه  او ډلي  چې  آن  د پنځوس  کلونو په  تیریدو سره  د ازادۍ  تر عنوان  لاندي  له  دښمن  سره لاس  او ګریوان  دي  خو تر اوسه  لا  نه دي  بریالي  شوي ، او که  بریالي  هم  شي  خو په  هماغه  هیواد کې  د اسلامي  نظام  د حاکمیت  خوب  نشي  لیدلای ، ځکه  ولسونه  ئي  داسي  خلګ دي  چې  په  سل ګونو کلونه  ئي  ژوند د کفري  دیموکراسۍ  لاندي  کړی دی ، څوک  چې  د کفري  دیموکراسۍ تر سیوري  لاندي  ژوند وکړي ، هغه  ولس  بیا په  اسانه  د اسلامي  نظام  حاکمیت  ته  نشي  چمتو کیدای ، د افغانستان  اسلامي  امارت  تر سیور لاندي  ټول  هغه  ولس  دی  چې  سپېڅلي  سوچه  مسلمانان دي ، د تاریخ  په  اوږدو کې  که  وګورو  د افغانستان  مسلمان  ولس  لا  له  وړاندي  ټولي  معاملې  د سپېڅلي  شریعت  په  ر ڼاکې  د سیمئزو عالمانو په  حاکمیت  او مشرۍ  کې  سرته  رسوي  د اسلامي  امارت  دا هغه  ځانګړتیاده  چې  د نړۍ  نور مسلمان  ولسونه ، تنظیمونه ، ډلي  او ټپلي  ټولي  ترې  بې  برخي  پاتي  دي  ، دټولو خبرو او دلائلو نتیجه  داده  چې  د یرغلګرو په  خلاف  د اسلامي  امارت  وسلوال  جهاد ، نه  دیوه  شخص  د حکمرانۍ لپاره  ده  اونه  یوازي  د سطحي  ازادۍ  لپاره ده  بلکي  فکري ، عقیدوي ، او یوه  سوچه  اسلامي  نظام  د حاکمیت  لپاره ده ، هغه که  د هرشخص  په  سرپرستي کې  رامنځته  شو هدف  تر لاسه  شو ، نه شخص  مطرح  دی اونه د اشخاصو په  نیت  کار پیل شوی ، څوک  چې  تبصرې کوي  چې  طالبانو یوځل د حکومت  خوند کتلی دی ، اوس ئي  هم  هغه  په خوله کې ده  ځکه  په  حکومت کې د بلچا تحمل او برداش  نشي  کولای  دا ګنګوسې  یوازي  خیالونه  او خوبونه  دي  ځکه  هغه  طالبان  چې  مخکي  ئي  د حکومت  سرپرستي  په  لاس  کې  وه ، هغه  اکثریت  د کافرانو پخلاف  جګړوکې  په  شهادت  ورسیدل  یا معیوب  شول  اوځینې ئي  په  هیواد دنني  او بهرکي  په  محبسونوکي  پراته  دي ، په  باورسره  ویلای  شم  تر څوچې  یرغلګرکافران  د هیواد په  خاوره کې  شتون  ولري ، که  زر ( ۱۰۰۰) میاشتي  تیري  شي  او څو پیړۍ  خاوري  شي ، دا جهاد به  ورځ  تر بلي  تودیږي  ، سنګر او ډګر به  لانور ګرمیږي ، د کافرانو په خلاف  به  جهاد لانور عصري  کیږي ، د بمونو او ډلئزو تعرضونو په  غړومبهارکې به  د کافرانو ککري ګیلیږي ، زغروال  ټانکونه  او شوبلي به ئي  پاش  پاش  کیږي  خو آخیر به  بریاوي  د مسلمانو مجاهدینو شامل حال ګرځي  .

نخلع   ونترک  من یفجرک … نخشی  عذابک  وان عذابک  بالکفار ملحق ، نرجو من الله  ذالک  و ماذالک  علی  الله بعزیز .      

مولوی محمداویس  ( عباس )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x