له محمد(صلی الله علیه و سلم) سره مینه- څورلسمه(۱۴) برخه

ژباړه او لیکنه: حمـــــد الله(دانشمند)

د مسلمانانو په مینځ کې د میني او محبت ځلانده نمونه”سلام” اچول ده؛ دایوه الهي تحفه ده، چې د پېړیو په تېرېدو لا هم زړه شوې نه ده او نه به د قیامت تر ورځې زړه شي، آن د جنتیانو به په جنت کې د نورو زیاتو نعمتونو تر څنګ- چې موږ یې په دې فاني حواسو نه شو درک کولای- سلام اچول هم یو ځانګړی نعمت وي، دا له عادت سره په ټکر کې نه ده؛ ځکه د بیان نعمت الله پاک پر انسان لورولی دی.

عجیبه داده، چې یو بې حسه، بې فهمه، بې ژبې، بې ساه؛ څيز په چا د یو ساکښ، ژبور او پوه انسان په څېر “سلام” ووایي! دا چې د یادې سترې مرتبې څښتن به څوک وي؟ ځواب یې په لاندې نبوي ملغلرو کې موندلای شئ.

له “جابر بن سمرة”(رضی الله عنه) نه روایت دی، وایي: (د اسلام ستر لارښود) نبي علیه السلام و فرمایل:«زه په حقیقت سره هغه کاڼی په مکه (مکرمه) کې پېژنم، چې په ما به یې سلام وایه، زما تر رسالت(نبوت) نه وړاندې، په حقیقت سره یې اوس هم پېژنم».

بل روایت له “علي”(کرم الله وجهه) نه شوی، وایي: (زه له (ستر سالار) نبي علیه السلام سره په مکه(مکرمه) کې و ځینو څنډو ته و وتم، که به له غره سره مخ شوو، که به له ونې (درختې) سره مخ شوو، هغوی به د مبارک علیه السلام په لاندې وینا (السلام عليك يا رسول الله) استقبال(ښه راغلاست) کاوه.

تر دې عجیبه لا دا چې یوې ونې به خپلې ریښې پريکړې، د هغه مبارک په بلنه به د هغه پر لور و خوځېده، د هغه مبارک په رسالت به یې شاهدي ویله.

له “عبد الله بن عمر”(رضی الله عنهما) نه روایت دی، وایي: زه له (ستر لارښود) نبي علیه السلام سره ناست وم، یو کوچي راغلی، هغه مبارک ورته وویل:(ایا د غوره کار و کړو ته اړتیا لرې؟ د یوي الله پاک پر وجود(شتون) او نبي علیه السلام پر رسالت شاهدي ووایه).

اعرابي(کوچي) ورته کړه: کوم څېز ستا له پاره شاهدي وايي؟ هغه مبارک ورته ویل : (دا ونه (درخته)) مبارک علیه السلام ونه را و غوښتله، هغه د یوې کندې پر غاړه زرغونه وه، هغه سمدستي راغله تر څو د هغه مبارک په مخ کې و درېده، هغه مبارک د شهادت د کلمې غوښتنه ترې وکړه، هغې درې ځله په(لوړ اواز) کلمه د شهادت و ویله، بېرته هغې سیمې ته ولاړه کوم چې مخکې وه.

کوچې زیاته کړه: زه خپل قوم ته ورزم، که یې زما منل، نو واړه به ستا په خدمت کې حاضر کړم، که یې و نه منله، نو زه بیاه له تاسو سره پاتېږم.

د هغه مبارک دومره احترام په جماداتو، نباتاتو کې له هغه مبارک سره د محبت په پوره پیمانه دلالت کوي.
(عن جابر بن سمرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( إني لا أعرف حجر بمكة كان يسلم علي قبل أن أبعث إني لأعرفه الآن ) رواه مسلم و الترمذي والإمام أحمد).

وعن علي رضي الله تعالى عنه قال كنت مع النبي صلى الله عليه وسلم بمكة فخرجنا في بعض نواحيها فما استقبله جبل ولا شجر إلا وهو يقول السلام عليك يا رسول الله. ابن عمر رضي الله عنهما: كنا مع النبي صلى الله عليه وسلم في سفر فأقبل أعرابي، فلما دنا منه قال له رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((أين تريد؟)) قال: إلى أهلي، قال: ((هل لك في خير؟)) قال: وما هو؟ قال: ((تشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأن محمداً عبده ورسوله)).

قال الأعرابي: ومن يشهد على ما تقول؟ فأشار النبي إلى شجرة، وقال: ((هذه السلَمَة))، فدعاها رسول الله صلى الله عليه وسلم وهي بشاطئ الوادي، فأقبلَتْ تَخُدُّ الأرض خداً حتى قامت بين يديه, فاستشهدها ثلاثاً، فشهدت ثلاثاً أنه كما قال. ثم رجعت إلى مَنبَتها، ورجع الأعرابي إلى قومه، وهو يقول للنبي صلى الله عليه وسلم: إن اتبعوني أتيتُكَ بهم، وإلا رجعتُ فكنتُ معك.
نور بیا …

ددې لړۍ د نورو برخو د لوستلو له پاره دلتهکليک وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د