fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلور دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د احد غزا

د انتقامي جګړې لپاره د قريشو تياري

د بدر په ډګر كې د قريشو ماتې او هملته د دوى د مخورو مشرانو مړينې د مكې د مشركينو په زړونو كې اور بل كړى وْ، د هر يوه په سر د انتقام او غچ اخيستلو لمبې سرې وې، خو ددې پخاطر چې غم له مسلمانانو نه پټ وساتي، نو په ښكاره يې پخپلو مړو ژړا ګانې بندې كړې وې او د خپلو بنديانو فديه يې هم ځنډوله.

ټول پدې سره سلا شوي وو چې په مسلمانانو به خپل زړونه يخوي او د يوې خونړۍ جګړې اور به ورباندې بلوي. د همداسې يوې عامې جګړې لپاره يې تياريانې پيل كړې وې، داسې يوى جګړې ته خو د دوى هر يو تږى وْ، خو عكرمه بن ابو جهل، صفوان بن اميه، ابو سفيان بن حرب او عبدالله بن ابي ربيعه غوندې سرداران پدې كار كې له ټولو نه مخكې وو.

جګړې ته د تيارۍ په سلسله كې د قريشو د مشرانو لومړنى دا كار وْ چې هغه تجارتي كاروان يې پخپل لاس كې ونيو كوم چې د بدر د غزا سبب شوى وْ هغه چې د ابو سفيان په مشرۍ له شام نه سلامت راستون شوى وْ. په دغه كاروان كې زر اوښان او د پنځوس زره دينارونو په بيه نور مالونه وْو د مالونو خاوندانو ته يې وويل: تاسو ته معلومه ده چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څومره زيان درواړاوه، سرداران يې در ووژل، نو ددې مالونو په ذريعه دده په خلاف جګړه كې زمونږ مرسته وكړىْ، كيداى شي انتقام ورنه واخلو! هغوى هم ورسره ومنله او دا ټول مالونه د جنګ لپاره تخصيص شول. الله تعالى پدې اړه دا آيت را نازل كړ: ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ )). (الانفال: 36)

[بيشكه هغه كسان چې كافران شويدي نفقه كوي (لګوي) دوى مالونه خپل، د پاره ددې چې منع كړي دوى (خلك) له لارې د الله څخه نو ژر به نور هم ولګوي دغه مالونه بيا به شي (دغه انفاق) پر دوى حسرت (پښيماني چې مال يې ځي او مطلب يې نه پرې حاصليږي) بيا به په آخر كې مغلوب شي.]

په دوهم قدم كې يې احابيش، كنانه او د تهامه خلك خپلې خوښې ته پريښودل چې د مسلمانانو په خلاف جګړه كې په څومره اندازه برخه اخلي، خو هغوى ټول يې په مختلفو طريقو سره دې لور ته هڅول، ان تردې پورې چې صفوان بن اميه د عربو هغه شاعر باټ (غره) كړ كوم چې د بدر په غزا كې اسير شوى وْ او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بې فديې پدې شرط آزاد كړى وْ چې بيا به د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف كوم اقدام نه كوي.

صفوان هغه ته هوا وركړه تر څو عربي قبيلې د مسلمانانو په خلاف را پورته كړي، او ددې كار په بدل كې يې وعده وركړه كه له جګړې نه ژوندى راغلې نو دومره څه به دركړم چې ما لا مال به شې او كه مړ شوې نو د لوڼو كفالت او سرپرستي دې زما په غاړه. نو دې شاعر (ابو عزه) له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره خپل شرط مات كړ او شروع يې وكړه عربان يې په شعرونو سره د اسلام مقابلې ته رابلل او په زړونو كې يې د انتقام او دښمنۍ اورونه را تازه كول.

مشركانو د همدې كار لپاره يو بل شاعر چې نوم يې مسافع بن عبد مناف جمحي وْ هم ګمارلى وْ.

ابو سفيان هغه وخت د مسلمانانو په خلاف نور هم زيات سوريدلى او پاريدلى وْ كله چې د سويق له جګړې نه نامراده راوګرزيد او نه يوازې دا چې خپل هدف يې تر لاسه نكړ بلكه خپل ډير امكانات يې هم له لاسه وركړل. ددې تر څنګ د زيد بن حارثه ناڅاپي حملې او په همدې سريه كې قريشو ته زيات ځاني او مالي ور اوښتي تاوان خبره نوره سخته كړه، له ډيره غمه د مشركينو زړونه په چاوديدو شول. همدا وه چې په ډيره بيړه او بې صبرۍ يې د فيصله كن (پريكنده) جنګ تياري ونيوله.

د قريشو د لښكر شميره او مشرتابه

د يوه كال په تيريدو سره د قريشو او د دوى د ملګرو او احابيشو پوره درى زره كسان جګړې ته تيار شوي وو. مشرانو يې دا مناسبه وبلله چې د جنګياليو د تشويق او د جنګ په ډګر كې له ناموس نه د ساتنې د حماسو راپارولو پخاطر يو شمير ښځې هم له ځان سره بوزي، نو پدې حساب سره پنځلس ښځې ورسره روانې شوې.
لدې لښكر سره درى زره اوښان، دوه سوه جنګي آسونه(1) چې ټوله لار څوك ورباندې سپاره نه شول او اوه سوه زغرې وې. د جګړې عمومي قومانده د ابو سفيان په لاس كې وه، د سپرو مشر خالد بن وليد معاون يې عكرمه بن ابو جهل او بيرغ له بنو عبدالدار سره وْ.

د مكې لښكر وخوځيد

د مكې لښكر پداسې حال كې د مدينې په لور وخوځيد چې په زړونو كې يې د انتقام او دښمنۍ اور لمبې وهلې، او د يوې شديدې خونړۍ جګړې نه يې خبرې كولې.

د رسول (صلى الله عليه وسلم) استخبارات د دښمن د تحركاتو خبر راوړي

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره عباس (رضي الله عنه) د قريشو ټول نظامي تحركات او تياريانې په ډير غور سره تر نظر تيرولې او كله چې د دوى لښكر د مدينې په لور وخوځيد، نو په ډير بيړه سره يې پدې هكله رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خبر واستاوه. د عباس (رضي الله عنه) ډاګي (ليك وړونكي) له مكې نه تر مدينې پورې تقريباً پنځه سوه كيلو متره اوږده فاصله په دريو ورځو كې ووهله او ځان يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته چې هغه وخت د قبا په جومات كې وْ ورساوه، د عباس (رضي الله عنه) ليك يې وركړ، چې ابي بن كعب ورته ولوست. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې دا خبره پټه وساتي او پخپله په بيړه مدينې ته ستون شو تر څو پدې هكله د انصارو او مهاجرينو له مشرانو سره مشوره وكړي.

د فوق العاده او اضطراري حالاتو لپاره د مسلمانانو تياري

مدينه د فوق العاده او اضطراري حالت په اساس د پوره تيارسۍ په حال كې شوه، ته به وايې نمبر اول احضارات نيول شوي، مسلمانانو ان د لمانځه په وخت كې هم وسله له ځانه نه ليرې كوله.

د انصارو يوې ډلې او له هغې جملې نه سعد بن معاذ، اسيد بن حضير او سعد بن عباده به ټوله شپه وسله په لاس د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دروازه په پيره ولاړ وو. نور ګروپونه مدينې ته د راتلونكو لارو او بندرونو ساتلو لپاره په پيره ګمارل شوي وو تر څو دښمن په ناڅاپي توګه حمله ونكړي. همدا راز د هغو لارو د څارلو لپاره هم ګزمې ټاكل شوې وې كومې چې د دښمن د راتګ او حملې احتمال ورنه موجود وْ.

د مكې لښكر د مدينې په پولو كې

د مكې لښكر په لويديځه عمومي لار د مدينې خواته روان وْ، او كله چې د ابواء سيمې ته ورسيد، نو د ابو سفيان ښځې هند بنت عتبه پيشنهاد وكړ چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قدرمنې مور قبر را لوڅ كړي، خو د لښكر مشرانو ددې كار له بدو عواقبو نه د ځان ساتلو پخاطر دا خبره و نه منله.

لښكرې وړاندې د مدينې پولو ته ډيرې را نژدې شوې كله چې له عقيق نومې درې نه تيرې شوې نو لږ ښۍ خوا ته كږى شوي او همداسې مخكې لاړې تر څو د احد غره ته نژدې د مدينې د شمالي درې په څنډه کې پرتېقناه نومې سيمې د ښوره زارې په مينځ كې پراته عينين نومي ځاى كې يې واړول، دغه وخت د جمعې ورځ د دريم هجري كال د شوال شپږمه نيټه وه.

په مدينه كې دفاعي مشورتي غونډه

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) استخباراتو د مكي لښكرو د تحركاتو خبرونه وخت په وخت مدينې ته راوړل اخرينې خبر يې دا وْ چې مشركينو د احد تر خوا واړول. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نظامي مشورتي شورى دايره كړه تر څو لازمې دفاعي فيصلې وكړي. په غونډه كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل خوب هم بيان كړ او داسې يې وفرمايل: ‏‏(‏إني قد رأيت والله خيراً، رأيت بقراً يذبح، ورأيت في ذُبَاب سيفي ثُلْماً، ورأيت أني أدخلت يدي في درع حصينة)‏. قسم په خداى چې ما ډير ښه خوب ليدلى دى، خوب مې ليده چې يو غويى حلال شي، د تورې د تيغ په څوكه كې مې درز وي او لاس په يوه كلكه زغره كې وركړم. بيا يې غويى د څو كسه اصحابو (رضي الله عنهم) او د تورې درز يې د خپلې كورنۍ د كوم غړي په شهادت، او زغره يې په مدينه تعبير كړه، او حاضرينو ته يې وويل: زما رايه خو داده چې همدلته مدينه كې پاتې شو او سنګرونه ونيسو، كه مشركان پخپل ځاى كې پاتې شي نو هيڅ ګټه به ونكړي او دا به ورته له ټولو خراب ځاى ثابت شي، او كه فرضاً مدينې ته را ننوزي نو مسلمانان به ورسره په ټولو لارو، كوڅو كې مقابله وكړي او ښځې به يې د بامونو له سرونو نه ولي. او همدا په حقيقت كې تر ټولو معقوله او ګټوره رايه وه.

د منافقانو رئيس عبدالله بن ابي بن سلول چې د خزرج قبيلې د مشرانو په ډله كې غونډې ته راغلى وْ د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له رايې سره موافقه وكړه او همدا رايه يې غوره وبلله. كيداى شي د نوموړي موافقه پدې خاطر وي چې پداسې يوه طريقه ځان له جنګ نه وساتي چې څوك ورباندې پوه نه شي، او داسې به نه وه چې ګويا ده د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نظريه د جنګي تاكتيك او استراتيژۍ له پلوه غوره بللى وي. په هر حال الله تعالى غوښتل د منافقينو له مخې نه چادر پورته كړي تر څو كفر او نفاق يې ټولو ته څرګند او بربنډ شي.

ځينو قدرمنو خصوصاً هغو اصحابو (رضي الله عنهم) چې د بدر له فيض او شرفه بې برخې پاتې شوي وو دا غوښتل چې مسلمانان بايد له مدينې نه د باندې د دښمن مقابله وكړي. له هغوى نه ځينو په ډير اصرار سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته داسې عرض كاوه: مونږ خو داسې ورځ له خدايه په سوال غوښتله دادى اوس يې دلته لنډه راوستې ده، ورځو به او د مدينې نه د باندې به له دښمن سره جنګيږو تر څو ونه وايي چې مونږ مخه ورنه واړوله. ددې په ځوښ راغليو اصحابو (رضي الله عنهم) په سر كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره حمزه (رضي الله عنه) وْ. ده ته د خپل ايمان قوت او د بدر په غزا كې د خپلې تورې د خرپ او شرنګ اندازه لګيدلې وه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې وويل: قسم په هغه ذات چې كتاب يې درباندې نازل كړيدى، چې زه به تر هغې پورې څه ونه خورم تر څو مې له مدينې ته د باندې له دښمنانو سره وسله واله مقابله نه وي كړى.(1) نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اكثريت په وړاندې له خپلې رايې نه تير شو، او فيصله پدې شوه چې له مدينې نه د باندې به د دښمن مقابله كوي.

د اسلامي لښكر ګروپ بندي او د جګړې ډګر ته روانيدل

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د جمعې لمونځ ادا كړ، خلكو ته يې د وعظ او نصيحت په ضمن كې د زيات زيار او كوښښ امر وكړ او ورته ويې فرمايل چې برى يوازې په صبر او حوصله تر لاسه كيداى شي. بيايې له دښمن سره د مقابلې لپاره د تيارۍ حكم صادر كړ. خلك د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ارشاداتو په اوريدو سره خوشاله او مطمئن شول. په همدې ورځ يې د لمازديګر لمونځ هم په مدينه كې وكړ. خلك راټول شوي وو، او د عوالي نومې سيمې اوسيدونكي هم راغلي وو، په لمانځه پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپلو يارانو ابوبكر او عمر (رضي الله عنهما) سره يو ځاى كور ته ننوت هغوى پګړۍ ور په سر كړه جامې يې ورواغوستې، ځان يې ښه مسلح كړ، دوې زغرې يې واچولې او توره په لاس راووت.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كور ته ننوت، نو سعد بن معاذ او اسيد بن حضير خلكو ته وويل: تاسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مدينې نه وتلو باندې مجبور كړ، خبره بيرته ده ته وسپارئ! دوى هم پخپل اصرار پښېمانه شول، او كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راووت دوى ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! مونږ ته لازمه نه وه چې ستاسې د رايې مخالفت وكړو، اوس خوښه ستا، كه غواړي په مدينه كې د ننه سنګرونه ونيسو نو زمونږ خوښه او رضا ده. په ځواب كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏ما ينبغي لنبي إذا لبس لأْمَتَه وهي الدرع أن يضعها حتى يحكم الله بينه وبين عدوه‏)‏. دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له شان سره نه ښايي چې يو ځل وسله را واخلي يا زغره واغوندي او بيا مخكې لدينه چې الله تعالى دده او دښمن تر مينځ فيصله وكړي بيرته كښيني.(1)

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لښكر په دريو ټوليو وويشه:

1_ د مهاجرينو ټولى او بيرغ يې مصعب بن عمير عبدري ته وركړ.
2_ د انصارو د اوس قبيلې ټولى او بيرغ يې اسيد بن حضير ته وركړ.
3_ د انصارو د خزرج قبيلې ټولى او بيرغ يې حباب بن المنذر ته وركړ.

د ټول لښكر شميره زر كسان و چې سل يې زغره لرونكي او پنځوس يې سواره وو، كه څه هم ځنې روايات وايي چې پدې غزا كې له مسلمانانو سره آسونه نه وو(2). په مدينه كې پاتې كيدونكو لپاره يې عبدالله بن ام مكتوم د لمانځه امام وټاكه، او د جګړې د ډګر په لور د خوځيدو اجازه يې وكړه. پدې ترتيب سره اسلامي لښكر پداسې حال كې د شمال په لور وخوځيد چې دواړه سعدان (سعد بن معاذ او سعد بن عباده) وسله په لاس او زغره په ځان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مخ مخ روان وو.

كله چې اسلامي لښكر له ثنيه الوداع نه تير شو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سترگې په يوه وسله بند ټولي ولګيدې چې له نور لښكر نه جدا روان دى، پوښتنه يې وكړه چې دا څوك دي؟ په ځواب كې ورته وويل شول دا د خزرج دوستان يهودان دي(١)، غواړي د مشركينو خلاف جګړه كې برخه واخلي. رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وپوښتل آيا دوى مسلمان شويدي؟ په ځواب كې ورته وويل شول: نه اسلام خو يې ندى راوړى، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغوى د بيرته ستنيدو امر وكړ او خوښه يې نه شوه چې د مشركينو په خلاف جګړه كې له کفارو نه مرسته وغواړي.

د لښكر معاينه

شيخان نومي ځاى ته په رسيدو سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپل لښكر معاينه پيل كړه، او هغه كسان يې له لښكر نه بيل كړل كوم چې عمر يې كم او د جګړې توان يې نه درلود.

پدې ډله كې عبدالله بن عمر، اسامه بن زيد، اسيد بن ظهير، زيد بن ثابت، زيد بن ارقم، عرابه بن اوس، عمرو بن حزم، ابو سعيد الخدري، زيد بن حارثه الانصاري، او سعد بن حبه (رضي الله عنهم) شامل وو. كه څه هم د براء بن عازب نوم هم پدې ډله كې اخستل كيږي، خو د بخاري هغه روايت چې له براء نه يې نقل كړى پدې دلالت كوي چې نوموړي په دې غزا كې برخه اخيستې وه.

د كشرانو او كم عمره ځوانانو له جملې نه يې يوازې رافع بن خديج او سمره بن جندب ته اجازه وركړه چې په جګړه كې برخه واخلي، او دا هم ځكه چې رافع يو ډير ماهر غشي ويشتونكى وْ، نو په همدې سبب په جګړه كې د اشتراك اجازه وركړه شوه، پدې وخت كې سمره وويل: ماته هم اجازه را كړه ځكه زه خو له رافع نه زيات قوي او پياوړى يم او هغه راڅملولى شم! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: راځئ په غيږو ورشىْ چې كوم يو ډير پياوړى دى. په مقابله كې سمره بريالى شو او رافع يې راچپه كړ، په دې ترتيب ده ته هم په جنګ كې د اشتراك اجازه وركړل شوه.

د مدينې او احد تر مينځ يوه شپه

په همدې ځاى كې ورباندې شپه شوه د ماښام ورپسې د ماسختن لمونځونه يې ادا كړل او بيا همدلته ويده شو. پنځوس كسان يې د محمد بن مسلمه تر مشرۍ لاندې د پيرې لپاره وټاكل، ددې ګروپ اتل كعب بن اشرف و او ذكوان بن عبد قيس په خاصه توګه په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې پيره كوله.

————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د