ټولنیزه برخه

په قرآن کې اروا پوهنه (پنڅمه برخه)

په تېرپسې

قرآن کريم انسان دبريد او مالکيت پر انګېزې د غلبې له پاره هم هڅوي، مثلاً هر مسلمان بايد پرنفسي تمايلاتو واک لري، د خپلوي خيال وساتي او جسمي او رواني انګېزې وساتي. د بريد د انګېزې په اړه قرآن کريم ښکار حکم کوي، چې پر نوروبايدنه لفظي او نه جسمي بريد وکړئ،بلکي ملايم ورسره وچلېږئ:

احزاب، ٥٨اية)

     همدارنګه د مالکيت دانګېزې د څارنې په پار قرآن کريم انسان له بخل،سود،غلا او په ناحقه دمال خوړلو څخه منع کړى دى،او په مقابل کې يې د الله جل جلا له په لاره کې د صدقې،خيرات او ذکات امرکړى دى، الله جل جلا له فرمايي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ ۗ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿١٦﴾ (تغابن، ١٦اية)

ژباړه:نوڅومره چې کولاى شئ، له خدايه وډار شئ، حق خبره واورئ او ويې منئ او له خپله ماله د اخرت د ذخيرې په تمه فقيرانوته نفقه ورکړئ، او چاچې له بدخوى او بخل نه ځان وساته همغوى کاميابان دي.

د انګېزو انحراف

قرآن کريم انسان دبريد او مالکيت پر انګېزې د غلبې له پاره هم هڅوي، مثلاً هر مسلمان بايد پرنفسي تمايلاتو واک لري، د خپلوي خيال وساتي او جسمي او رواني انګېزې وساتي. د بريد د انګېزې په اړه قرآن کريم ښکار حکم کوي، چې پر نوروبايدنه لفظي او نه جسمي بريد وکړئ،بلکي ملايم ورسره وچلېږئ:

وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا ﴿٥٨﴾احزاب، ٥٨اية)

ژباړه: همدارنګه د مالکيت دانګېزې د څارنې په پار قرآن کريم انسان له بخل،سود،غلا او په ناحقه دمال خوړلو څخه منع کړى دى،او په مقابل کې يې د الله جل جلا له په لاره کې د صدقې،خيرات او ذکات امرکړى دى، الله جل جلا له فرمايي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ ۗ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿١٦﴾ (تغابن، ١٦اية)

ژباړه: نوڅومره چې کولاى شئ، له خدايه وډار شئ، حق خبره واورئ او ويې منئ او له خپله ماله د اخرت د ذخيرې په تمه فقيرانوته نفقه ورکړئ، او چاچې له بدخوى او بخل نه ځان وساته همغوى کاميابان دي.

د انګېزو انحراف

     د فزيولوژيکي او رواني داوړو په ټولو انګېزوکې کله_کله انحراف کېږي، چې ډېره کله دغه انحراف د جنسي انګېزې په پوره کولوکې کېږي. (چې هم رواين او هم فزيولوژيکي اړخ لريژ)

     په قرآن کې ديوې جنسي انګېزې دانحراف يادونه شوې ده، چې هغه همجنس بازي ده او لوط عليه السلام قوم د غه مردودعمل درلود. او له قرآني يادونو داسې برېښې چې د بشريت په تاريخ کې لومړى ځل دغه کار همدوى کړى دى:

أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٥﴾ وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿١٦٦﴾ شعرا، ١٦٥_١٦٦اياتونه)

ژباړه: اياتاسې له نارينه وو سره بد او ناکاره عمل کوئ، او (په داسې حال کې چې) الله جل جلا له ښځې ستاسې ملګرې پيداکړې،پرېږدئ؟ بلکې تاسې ډېر متجاوز قوم ياست.

     د رواني انګېزې يو انحراف دادى چې په ځينو خلکو کې د پيسو او ثروت بېخې ډېره مينه وي، په داسې حال کې چې د نړۍ ټول شته دالله جل جلا له دي، اوموږ يې دلته دخپل استازي په توګه رالېږلي يو،چې همدغه مال اوشته دالله جل جلا له د رضا ، دځمکې د ابادي او دبشر د پرمختګ له پاره مصرف کړو.

     په ټوليزه توګه په انګېزو کې افراط يادهغوى پر څارنه ، نه حاکميت د هغوى د انحراف سبب کېږي، اوخپل اصلي هدف( د ډول پايښت او له چاپيريال سره همغږي) متضرره کوي.د انګېزو دانحراف دمخنيو ښه لاره د هغوى په پوره کولوکې منځلارېتوب دى،لکه چې وايي: (خَيْرَ الاموُرُ اوسَطَها).

دويم څپرکى

په قرآن کريم کې انفعالونه

     الله جل جلا له په انسا او حيوان کې انفعالي حالتونه پيداکړي دي،دغه عواطف پر انګېزو سربېره د نسل په ساتنه او پايښت کې له انسان او حيوان سره مرسته کوي.مثلاً :ډار يو انفعالي حالت دى، چې موږ له راتلونکي خطرسره مقابلې ته چمتوکوي، او په پوره  زور د خپل پايښت له پاره دفاع کوو،ياد مينې انفعالي حالت چې په نر او ښځه کې يې شتون، د خپل ډول دپايښت لوى سبب دى.

     د انګېزو(فعالو عواطفو) او انفعالي عواطفو ترمنځ ډېره کلکه اړيکه شته، ځکه چې هره انګېزه يو انفعالي حالت لري،مثلاً :کله چې په انسان کې يوه انګېزه اوج ته ورسېږي، خو پوره يې نکړي، يوپټ درد او زړه تنګي پکې پيداکېږي، چې دغه خپله يو ډول انفعالي حالت دى. مګر د دې انګېزې په پوره کولوسره خوشالېږي.همدارنګه سم انفعالي عواطف د انګېزو غوندې په لارښوونه کې سمه مرسته کولاى شي.لکه: د ډار انفعالي حالت، سړى له خطره لري کوي،د غوسې انفعالي حالت، سړى دفاع ته تياروي او له بريده د ژغورنې هڅه کوي او ياهم د مينې انفعالي حالت د دوستۍ او نږدېکت سبب کېږي.

      په قرآن کريم کې د انفعالي عواطفو( ډار، غوسه، مينه، خوښي، غيرت حسد…) په اړه ډېرڅه راغلي دي:

الف_ ډار:

     د انسان په ژوندکې ډار يو مهم انفعالي حالت دى، ځکه لکه وړاندې چې وويل شي، دغه حالت موږ له خطره ساتي او دا پخپله د نس او ډول په پايښت او په ځان ساتنه کې ښه مرسته کوي.د ډار يوه دغه ګټه نه ده، بلکې مهمه ګټه يې دغه ده چې مؤمن له الهي عذابه د ځان ساتنې په نيت ښوکارونوته تياروي،ځکه چې له الهي عذابه وېره مؤمن له ګناهونو ساتي، ثوابونه پرې ګټي او الله جل جلاله ترې خوشالېږي.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٢﴾ انفال، ٢ اية)

ژباړه:بې شکه مؤمنان هغه څوک دي، چې کله (الله جل جلا له ) ياد شي، زړونه يې ولړزېږي، چې اياتونه يې تلاوت کوي، ايمان يې زياتېږي او په خپل رب توکل کوي.

تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿١٦﴾ سجده، ١٦اية)

ژباړه: په شپوکې د خوب بستر ته حرکت وکړي،(په نيمه شپه کې) په ډاراو تمه الله جل جلا له وبولي،او له هغه څه چې روزي مو ورکړې مسکينانوته نفقه ورکړي.

     د ډار انفعالي حالت يوډول خپګان دى، چې دسړي په ټول وجود کې ننوځي،قرآن کريم دغه خپګان (زلزله) بللې، چې انسان ته سخت ټکان ورکوي، او د تفکر او تسلط توان ترې اخلي.

إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا ﴿١٠﴾ هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴿١١﴾

ژباړه:درياد کړه!د ډلوجنګ(د احزاب جنګ) چې کفارو له پاسه پرتاسې بريد وکړ،سترګې وازې پاتې شوې،ارواوې تر ستونو ورسېدې،او د الله جل جلاله پر وعده ګومانونه بېلابېل شول (ريښتيني مؤمنان) د حق پربريا نيګمان او نو ربدګمانه شول. پر هماغه ځاى کې مؤمنان و آزمويل شول، او (د کمزوريو ايمان څښتنان) سخته متزلزل شول.

     که وېره ناڅاپي او سخته وي،د څوشېبو له پاره انسان ګنګس کېږي، او خپل هوش له لاسه ورکوي.الله جل جلا له د قيامت په يادونه کې دغه ډول يوې وېرې ته هم اشاره کوي:

پاتې لري…

لیک: دکتور محمد عثمان نجاتي

ژباړه: داد محمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x