ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۳۲) – په هر کار کې منځلارۍ اوسه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

په هر کار کې منځلارۍ اوسه!

منځلارۍ (اعتدال) یوه شرعی او عقلی غوښتنه ده، او که څوک نېکمرغه ژوند غواړی، نو خپلې هیلې دې په واک کې ولری، او په هر کار کې دې له منځلارۍ څخه کار واخلی، که د غوسې په حال کې یو کار ترسره کوې، او که د نرمۍ همدا شان په هر څه کې له کمی او زیاتی نه ځان ساتل پکار دی، ځکه عدل دومره ضروری شی دی، چې ان دین هم له میزان (تلې) سره را لېږل شوی دی، او دنیوی ژوند هم پر عدل ولاړ دی.

هغه څوک به د تل لپاره ستړی، ستومانه او له هر چا نه ډېر بدمرغه وی، چې تل د خپلو هیلو پلوی وی، د زړه له غوښتنې سره سم ځغلی او څه چې هغه غواړی، دی یې تر سره کوی، ځکه داسې کس د تل لپاره د پېښو په دام کې نښلی او د ژوند په ټولو خواوو کې له تیارو سره مخ کېږی، او په زړه کې یې د کینې او حسد اور بل وی، داسې انسان د تل لپاره په خیالاتو او وهمونو کې شپې سبا کوی، تر دې چې دی داسې فکر کوی، ګوندې ټول خلک دده په ضد دی، سره له دې چې نور خلک به دده لپاره ښه خواخوږی وی، له دې امله تل په وسوسو اخته وی، او فکر کوی، ګوندې ټوله نړۍ ده ته په کمین کې ناسته ده، په همدې د غم، درد او کړاو په تورو تیارو کې ژوند کوی.

د چا زړه ته وېره وراچول او د وېرې خبرونه خپرول، په شریعت کې ناوړه کار بلل شوی دی، خو انسانی طبیعت ته دا کار ډېر اسانه دی، دا چارې هماغه خلک ترسره کوی، چې له دین او ژوندیو ارزښتونو بې برخې وی.

( یَحْسَبُوْنَ کُلَّ صَیْحَةٍ عَلَیْهِمْ )
” دوی هر زورور اواز د ځان پر ضد بولی. ”

په دې اړه تاته زما سپارښتنه دا ده، چې ښه ډاډمن ژوند کوه، هسې اټکلی پېښې ځان ته مه انځوروه، ځان ته له ورېځو اوښان مه جوړوه، او خپل ځان په زوره مه وېروه، ځکه وېره اکثره له هغه څه نه کېږی، چې هېڅ شتون نه لری، او یا یې رامنځته کېدل هېڅ شونی نه وی، د ځان ډاډمن کولو لپاره یوه طریقه دا ده، چې له کوم مصیبت څخه وېرېږې، وار له مخه یې پر ځان فرض کړه، پخپل ذهن کې ورته ځای ورکړه، په دې سره به ته له وسوسو او وهمونو خوندی پاتې شې، او هره لویه ستونزه به درته ډېره کوچنۍ وبرېښېږی.

زما هوښیاره وروره!

د مچ له وزر نه ځانته غرونه مه جوړوه، بلکې له منځلارۍ څخه کار واخله، د محبت او کرکې په اړه په حدیث کې راغلی:

په دوستۍ کې له چا سره ډېر مه خوږېږه، کېدای شی دغه کس دې سبا ته دښمن شی، او په دښمنۍ کې هم ډېر مه تریخېږه، ښایی همدغه کس به یوه ورځ ستا دوست شی، بیا به دې ورته سترګې خړې وی، نو په هر کار کې منځلاری پکار ده.

( ۞ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ ٱلَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةًۭ ۚ وَٱللَّهُ قَدِيرٌۭ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ .)
” کېدای شی، چې الله تعالی ستاسې او د هغو خلکو ترمنځ مینه پیدا کړی، چې ستاسې ورسره دښمنی ده، او الله تعالی ځواکمن دی، او الله تعالی بښونکی او مهربان دی. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x