افغانستان

اشرف غني کندز ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار د يو لوړ پوړي ملکي او نظامي پلاوي په مشرۍ کندز ته ورسېد.

ټاکل شوې، چې ولسمشر به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د کندز پر امنيتي او اداري حالاتو ولايتي چارواکو سره خبرې وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني سره په دغه سفر کې د ترانسپورټ او ملکي هوانوردۍ وزير محمد الله بتاش، بېړنيو حالاتو سره د مبارزې وزير ويس برمک، د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ملګري دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې ولسمشر به خپله لومړۍ ناسته کې له امنيتي مسوولينو سره د کندز په اړه خبرې وکړي او ورپسې به د دغه ولايت له اداري چارواکو سره هم په ګڼو موضوعاتو بحث وکړي.

ولسمشر په داسې حال کې دغه ولايت ته سفر کوي، چې څه موده وړاندې يې د طالبانو له لوري د کندز د سقوط د څېړنو په اړه د امرالله صالح او فاروق وردګ په مشرۍ يو پلاوی تاکلی و او دغه پلاوي وړمه ورځ ولسمشر ته په خپل راپور کې ويلي و، چې کندز ولايت د ولايتي چارواکو د غفلت او د قوماندې د نه هماهنګۍ له امله سقوط کړی و.

طالبانو د تلې په شپږمه کندز ولايت نيولی و او له دوو اونيو کنټرول وروسته يې بېرته خوشې کړ.

ولسمشر يو ځل مخکې هم د تلې په ۲۴مې کندز ته سفر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x