نظــر

(شپونكى .. كه زدكونكى او …. !!)

د يو د پاسه دوه زرم (2001) زيږديز كال نه را ورسته كه څه هم افغانستان له زياتو مثبتو بدلونو نو سره مخ شو خو ځيني وخت تري شاته  منفي بدلونونه هم پاتي شوي , زمونږ هيواد افغانستان 2001 كال نه وړاندي له سختو ننګونو سره لاس او ګريوان وه .. غربي او عربت تر اوس هم ډير وه اقتصادي بڼه د هيواد ډيره كمزورې وه ځواكمن حكومت مو نه درلود د پوهي سويه مو تر حد زياته ټيټه وه ..
ولي د يو د پاسه 2001 كال نه راپدې خوا زمونږ هيواد مخ په وړاندي روان شو , پدې ټولو ستؤنځو كې مثبت بدلونونه تر لاسه كړل د خلكو ژوند مخته لاړو د نړۍ پيژانده حكومت خاوندان شوو … حتى د پوهنى او روزنى په برخكه كې هم د هيواد ځوانان تر ډيره حده بريالي شول او لا پسي روان دي …

خو…!
خو كه چيري د هر وزارت ادارې او څانګي داسي را وسپړو لكه ما چي د پوهني وزارت چې د وزارتونو او د هيواد د راتلونكې ستن بلل كيږي وسپړله او وركي مي داسي څه وليدل چې د هيواد راتلونكى به تبا او برباد كړي  نو لاس ترې پريمنځل پكار دي.
زه د غزني ولايت د يوې ولسوالي د سترګو ليدلى حال ستاسو خوږو لوستونكو او د پوهني وزارت دمحترمو چارواكو سره شريكوم .
د غزني ولايت د يوې ولسوالي نه مي ليدنه كوله د تفريح لپاره له كلي نه لږ ازاد لاړو د غره لمن كې مو له يو شپونكي سره بانډار شو د ښه ژوند په اړه مو ډيري لاندي باندي خبري سره وكړې , اخر كې مي ورته وويل: كه دي چيري لږ درس ويلاى واى نو اوس بدي ژوند دومره ستړى نواى !
شپونكي راته په ځواب كې وويل: درس هم دومره رول نلري خو بيا هم كال دوه ورسته له دولسم ټولګي نه فارغيږم (ددولسم ټولګي سند) اخلم ، ما يې خبره ژر ونيوه ورته مي وويل : افرين ته خو قهرمان يې هم كار كوي او هم درس وايې داسي خلك خو د ټولني لپاره يوه بيلګه ده ښه ګرانه په كوم ټولګي  كي يې ؟
هه هه هه .. زه ټولګى نه پيژنم خو پلار مي د ښونځي له مشر سره خبري كړې دې او هغه وايې چي ته به له دولسم ټولګي نه فارغ شې فكر مكوه او خپل كار كوه ته له مونږ سره ثبت يې له ښونځي نه نيولې بيا تر وزارته ..
په ډير افسوس سره مي ورته وويل چي: شه ګرانه نو ستا خپل نوم زده دى او خپل نوم ليكلى شې ؟ راته يې په ځواب كي وويل: نه نوم خو مي ندى زده خو زده به يې كړم نو څه زده كړه يه ده <<وروره   زما د تره زوي هم همداسي فارغ شو هيڅ يې زده نول او دولسم ټولګي نه فارغ شو  او ددولسم ټولګي نه فراغت خو اوس كوم كار ندى اوس خو هر سړى په كور كي فارغيږي>> .
د ګران شپونكي دې خبرو نور هم و هڅولم چې لږ مالومات نور هم په لاس راوړم چې ايا په هيواد كې ريښتيا هم داسي څه روان دي كه دا د يو نفر امتياز دى چي وركړ شوى <په كور كې ددولسم ټولګي نه فارغيږي>.
د سيمي له مخورو او سپين ويښتو خاوندانو سره مي وكتل حتى د ښونځي يو استاد سره مي لاهم وكتل هغوى هم ټولو ورته كيسه راته كوله او د سيمي او ښونځي يو استاد خو لا راته په كټ كټ خندا كي وويل: وروره ولي دې دومره ځان راته غلى بريښولى ته خو هم ددې سيمي اوسيدونكى يې تاته هر څه ندې روښانه !
دا خو لا ښونځى ده د ولسوالي په بازار كې د دارالمعلمين څه حال ده له هغه نه, نه يې خبر چي دا دوه كاله كيږي ښونكىي فارغوي پداسي حال كې چې تر اوسه نه كومه وداني لري او نه استاد , چې د تشكيل لپاره ددولت له بوديجې نه په پوره اندازه معاشونه او عايشه راروانه ده او د بختورو جيبو ته لويږي !!!!
او راته يې بيا وويل: وروره د پوهني وزارت اوس عجبه ماشين را وړى چي زدكونكي او ښونكي په كورونو او كاروبارونو كې فارغوي !
ددې ټولو خبرو اوريدو نه مي تندي ته ټك وركړ او فكر مي وكړ چي به زمونږ هيواد په كوم خوا لاړ شي …
ايا دا پړه په چاور اچوو  دولت كه د دولت مخاليفينو  او كه ولس خپله دې جفا ته لاره هواره كړې ؟؟؟

عمر عمران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x