نظــر

د ننګرهار د ولسونو ناموس څوک ساتي !

زاهد صدیقي – د سیاسي علومو محصل-

د ولسې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وایې  افغان حکومت په ننګرهار کې د داعش ملاتړی دی نوموړی وایې د ننګرهار  د ولسونو ناموس خوندي نه دی. خو امنیت شورا نه پخپله اقدام کوي او نه هم دوی عملیاتو ته پریږدي.

خو دولتي چارواکې او ځینې سیاسي شنونکي بیا وایې چې دا د ظاهر قدیر شخصي نظر دی هغه دا نیوکې د د ملیشو د جوړولو لپاره کوي .

اوس پوښتنه داده چې د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال ولي د ملیشو د جوړولو پلمه کوي ؟

په دې سترګې نشي پټیدلی چې په ننګرهار کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی، امنیت چې په هیواد کې یو حیاتي ضرورت دی نه یوازې په ننګرهار کې .

اوس راځۍ چې منطقي او پرته له کوم تعصب څخه ژور فکر وکړو کله چې په هېواد کې ناامني وي او حکومت دې هم چپه خوله ناست وي په داسې یو حالت کې فکر نه کوئ چې د خلکو په ناموس باندې به تیری وشي؟

کله چې په یو هېواد کې ناامني وي د هر څه امکان شته. فساد، د خلکو په ناموس باندې تیری، د خلکو حق خوړول، بې عدالتي، د قانون نقض او داسې نور نور نور……

دا چې په هیواد کې څه روان دي او څه کیږي په دې ټول ښه پوهیږو نن ظاهر قدیر د افغانستان د دښمنانو په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مټې بډ وهلي او قومونه یې هم ترشاه ولاړ دي .

نن که ظاهر قدیر وایې، چې حکومت د داعش ملاتړی دی.

نن که ظاهر قدیر وایې؛ چې په ننګرهار کې د خلکو په ناموس باندې تیری کیږي .

فکر کوئ چې دا سې یو سیاسي څیره دې خپله لمن په خپله په سر راواړوي ؟

که داسې نه وي نو ولې حکومت د ظاهر قدیر دغې کړنې ته د شخصي نظر په سترګه ګوري ؟

پوښتنه داده چې ظاهر قدیر بیا ولې دداسې یوې ډلې دښمني په غاړه اخلي چې ټوله نړۍ یې په ډار کړېده ؟

ځواب : هغه ځکه چې قدیر خپل ولس په اور کې سوځیدل نه غواړي .

راځي چې یو ځل خپل سر خپل ګریوان ته ښکته کړو هغه څوک چې د بې عدالتی، ظلم، فقر، د خلکو د ناموس د ساتلو لپاره مبارزه کوي آیا دا ټول د شخصي ګټو لپاره کیږي؟

آیا په دې کې د یو چا شخصي ګټه وي او که په دې کې د ټول ملت ګټه وي؟

پرته له شکه چې دا هر څه ځان لپاره نه کیږي بلکه د یو غریب او بیچار ملت لپاره کیږي.

په دې هیواد کې ډیر زورو کسان شتون لري ولې خپل غږ د دې غریب ملت لپاره نه پورته کوي ؟

ولې د دې غریب ملت د ناموس ساتنه نه کوي ؟

حال دا چې له وسه به یې پوره هم وي او ښې موټرې او بنګلې به لري خو ژوند په بې غیرتۍ تیروي او بیا څه وایي

ما زنده جهان زنده.

سیاسي شنونکو!

تاسې ولې د ظاهر قدیر دغې مبارزې ته د شک په سترګه ګورئ ؟

ستاسې رسنیزې ناستې هم نورې بې باوره شوي دي هغه ځکه چې د هر څه په اړه به نظر ورکوۍ تاسونه  نه ښه پاتې دي او نه هم بد بد ته ښه وایی او ښه ته بد تاسو دې ملت ته دومره دروغ او دومره بې ګتې او بې اهمیته خبرې کړي دي چې اوس ستاسو په خبرو څوک باور هم نه کوي.

د همغه چا په ګټه خبرې کوئ چې پله یې درنده وي او پیسې درکوي  لکه د یو شمیر قاضیانو په څیر .

هېوادوالو تاسو خپله قضاوت وکړئ چې څه دروغ دي او څه ریښتا، څوک حق دي او څوک ناحقه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x